د افغانستان او پاكستان لپاره د امريكا نوې پاليسي

مخکی لدینه چه شروع وکړم، اول اجازه راکړی چه ستاسو جلالتمآبانو ټولو هغو سفیرانوته چه دلته حاضر دی قدردانی وکړم. همدغه رازغواړم چه زمونږ د ټولوهغو ملکی او نظامی مامورینو قدردانی وکړم چه ډیر زر سیمی ته ورروان دی. او زه ستاسو ټولو نه ستاسو د فوق العاده کار له امله ممنون یم.

د کرکټ افغان لوبډلې ستره بريا راوړه

د افغانستان کرکټ لوبډلې د سترې بريا په ګټلو سره افغانستان ته نن سه شنبه راستنه شوه، چې په لسګونو خلکو يې به کابل هوايي ډګر کې هرکلی وکړ.

د ‌طالبانو په ځاله کې

دوى په ٢٠٠١م کال کې له صحنې وايستل شول،خو اوس د افغانستان په زياتو برخو کې طالبان په پرله پسې توګه پر سيمو کنټرول مومي. ليکوال نېر روسېن د دوى يوه مرکز ته ورغلى، هلته ورسره اوسېدلى چې موږ ته يې کيسه وکړي.

کامبخش تر شپږو مياشتو وروسته بيا هم په تياره کې

افغان خبريال چې په مرګ محکوم دى، تر شپږو مياشتو وروسته بيا هم د خپل سرنوشت انتظار باسي، پرون د بې پولې خبريالانو ټولنې د ٢٣کلن افغان خبريال پروېز کامبخش د خوشې کولو غوښتنه وکړه، هغه په بلخ ولايت کې د جهان نو په نامه يوه خپرونه چلوله، چې اسلام ته د سپکاوي په تور شپږ مياشتې مخکې په مرګ محکوم شو. د بې پولې خبريالانو د ټولنې د راپور لنډيز دلته لولئ

په يوه اوونۍ کې ٢٥٠ ملکيان مړه او ټپيان دي

د فرانسې خبري اژانس د راپور په حواله، په تېره يووه اوونۍ کې په افغانستان کې د هوايي بمباريو او وسلوالو بريدونو په نتيجه کې لږ تر لږه ٢٥٠ تنه ملکي خلک مړه او زخميان شوي دي، دا خبره د نړيوال سره صليب کمېټې کړې ده، صالح محمد صالح د فرانسې اژانس د راپور لنډيز رااخيستى دى

په افغانستان کې د خوړو کموالى او امنيتي مشکلات

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د خوراکي موادو د کمښت او امنيتي بحران په اړه اندېښنه ښوولې ده. د دې ادارې د بشري مرستو يوه تنظيموونکي د افغانستان لپاره د يوه نوي نړيوال پلان غوښتنه وکړه، هغه ويلي دي په دې هېواد کې بشري ستونزې تر حد زياتې شوې دي، چې لويه وجه يې د نرخونو لوړوالى، د امنيت خرابوالى او ملکي تلفات دي، په دې اړه واشنګټن ټايمز ورځپاڼې يوه ليکنه خپره کړې چې دلته يې لولئ

د امريکايي سرتېرو تلفات په سلو کې ٤٠ زيات شوي

افغانستان هغه هېواد دى چې امريکايي ځواکونه په کې د خپلې کاميابۍ په اړه په ډاډ سره خبرې کوي، خو اوس يې وضعيت له عراق سره ورته والى لري، دې کار د امريکايي چارواکو اندېښنې زياتې کړي دي. دا مطلب وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې خپور کړى، چې مهم ټکي يې دلته لولئ

بشر حقوق: ښايي د سردار داود د مړي څېړنه علمي اړخ ونه لري

په افغانستان کې د بشر حقوقو خپلواک کميسيون وياند انتقاد کوي چې د سردار محمد داود خان د مړي په پېژندلو کې به علمي او مسلکي معيارونه په پام کې نه وي نيول شوي، نوموړى وايي تر دې مخکې هم د ډله ييزو قبرونو په راايستلو کې منل شوي معيارونه نه وو مراعت شوي.

بهرني ځواکونه ناکامه دي؟

په افغانستان کې د هر کال په تېرېدو سره د وسلوالو طالبانو بريدونه زياتېږي، د وسلوالو طالبانو بريدونه د زياتېدو په حال کې دي، د جرمني خبري اژانس يا DPA په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو پر ماموريت او د وسلوالو طالبانو د بريدونو پر زياتوالي يو راپور خپور کړى چې دلته يې لولئ

د امريکا پر سفير د درغلۍ تور ولګول شو

په البانيا کې د امريکا سفير په غيرقانوني او پټه توګه د چينايي وسلو او مهماتو په کار و بار تورن شوى دى، د امريکا د دفاع وزارت يا پنټاګون قرارداد کوونکو دغه مهمات د افغانستان د امنيت لپاره رانيولي وو، په نيويارک کې د کانګرس څېړونکو دا خبره د نيويارک ټايمز ورځپاڼې خبريال ته د سه شنبې په ورځ وکړه.

په دوشنبه کې د يهودانو يو عبادتځاى له منځه لاړ

په دوشنبه کې د يهودانو د يوه عبادتځاى له منځه وړل د تاجکستان يوې پخوانۍ يهودي ډلې خپل هغه عبادتځاى له لاسه ورکړ چې په دوشنبې کې يې موقعيت درلود، چارواکي وايي دوى د ولسمشرۍ ودانۍ ته څېرمه د نورو زړو ودانيو تر څنګ دا عبادتځاى هم ړنګ کړى او دلته به د جمهوري رياست لپاره يوه نوې وداني جوړېږي، په دوشنبې کې د يهودانو دا وروستى عبادتځاى تېره اوونۍ له منځه يووړل شو، چې د سيمې دغه لرغونې يهودي ډله يې له عبادت څخه محرومه کړه.

څوك به ټولنه جوړوي؟

پـوهانو هغه ټولنه نېكمرغه ګڼلې، چې وګړي يې ويښ ذهن او د ګټورې هڅې لپاره ابتكاري ځواك لري. داسې څوك كولاى شي په ټولنه كې نېكمرغه ژوند وكړي، چې په خپلواك او ازادانه ډول رغوونكي كارونه وكړاى شي. كه چېرې د ټولنې هر تن د خپلو پټو استعدادونو او ذهني ځواكونو په كارونه كې له پوره غور او هوښيارۍ څخه كار واخلي...

افغانستان او هېره شوې جګړه

افغانستان اوس تقريباً د خپرونو په عنوانونو كې هېر شوى دى، خو طالبان په درز كې خپلو پوځي عملياتو ته ادامه وركوي، په دې ورځو كې وضعه ښه نه ښكاري. يو مهم دليل يې دا كېداى شي چې پاكستان هم اوس په دې برخه كې د پخوا غوندې دلچسپي نه لري، يانې هغه هېواد چې طالبان يې رامنځته كړل او ويې روزل

پاكستان او د پروېز مشرف ظاهري هڅې

د پاكستان ولسشمر جنرال پروېز مشرف د ۲۰۰۴م كال د جولاى پر ۲۹مه ويلي وو چې په پاكستان كې به ناراجستر شوي ديني مدرسې چې د نورو هېوادونو زده كوونكي په كې په لوست بوخت دي وتړي. دا تصميم موږ ته دا ټكى جوتوي چې مشرف غواړي يوځل بيا امريكايي پوځيان په دې تمه وساتي چې په دې برخه كې به د القاعده پوځيان ختموي. په هر صورت داسې ښكاري چې د مدرسو په راجسټر كولو سره به مشرف خكلو ته دا وښيي چې ګواكې غواړي په پاكستان كې مذهبي بنسټپالنه راكابو كړي.

ځان لوړ ګڼل خو د نورو په وړاندې بېغوري، ناسم سياست دى!

ليكوال: كانديد اكاډميسين محمد اعظم سيستانى څو ورځې وړاندې د (افغان رسالې) هېوادپال او پوه مدير، د برېښناليك له لارې څو افغان ليكوالو ته، زما په ګډون، دوې توندې ليكنې ولېږلې، يوه ليكنه د ”خاوران“ ويبپاڼې د كاركوونكو له خوا هسې اپلتو ته ورته بلنه وه، دوى په كابل كې د پښتو ښوونځيو په وړاندې مخالفت ښوولى و، بله ليكنه د دروېش دريادلي له ويبلاګ يا (كثافتدانۍ) څخه اخيستل شوې وه او د پښتنو په اړه وه.

Page 1 of 2 | Results 1-15 of 18
1 | 2 next