آيا تاسې ټولنيز هوښ لرئ؟

د ښوونځي د تفرېح د زنګ وخت دى، ځينې ماشومان پر شنو وښو منډې رامنډې وهي، خو سارا ناڅاپه پر ځمكه غورځي او زنګون يې كتېږي، په دې وخت كې ژاړي. يوازې هوسۍ نومې ټولګيواله ورته درېږي، خو نور ماشومان خپلې منډې ته دوام وركوي. سارا لا ژاړي، تر دې چې هوسۍ ته ورځي او زنګون ورته موږي، سارا ورته وايي...

خيال يو واقعيت دى، خيال پالونکى شه!

فردريش نيچه وايي: بشر ته هغه مهال يوه ستره غميزه مخه کوي، چې خيال پالونکي کسان په کې ورک شي. انسان ته په دې دومره بشپړتيا ورپه برخه شوې، چې انسان د ځان په باب ډېر مهال خيال کوي. هغه څه چې پرون يو خيال و، نن يو واقعيت دى او هغه څه چې نن يو خيال ګڼل کېږي، سبا به په يوه واقعيت بل شي...

خپل عاطفي پيغام نورو ته څنګه ولېږو؟

د ويټنام د جګړې لومړني وختونه وو، يوه ډله امريکايي پوځيانو د جګړې په هغه تاوده ډګر کې د وريجو په يوه پټي (کرونده) کې کمين نيولى و، تر دې پټي هاخوا د خاورو غونډۍ ولاړه وه، چې ناڅاپه د راهبانو يوه شپږکسيزه ډله ورو- ورو پر هغه لوړه راښکاره شوه. راهبان سيده د جګړې د تاوده ډګر پر خوا روان وو...

ايا د هنري كار او سوداګرۍ ترمنځ تعادل ساتلاى شم؟

څرنګه چې هنرمند هڅه كوي خپل خلاقانه او ناخلاقانه فعاليت پراخ او ګړندى كړي او په دې برخه كې يو انډول رامنځته كړي، په خپل كاري بهير كې له ډېرو عاطفي ستونزو سره مخ كېږي. هنرمند تل په دې باور دى- د دې لپاره چې سوداګريز او ناخلاقانه چاپېريال يې له منځه لاړ نه شي او خپل اصالت وساتي، په دې تورنېږي چې ګواكې مبارزه كوي. پر دې سربېره ورو- ورو دېته متوجه كېږي چې بشپړ مقاومت او كله- كله لږ مقاومت ورته سترې ستونزې پيدا كوي....

خپل تاوتريخوالى وګوره!

انسان كه څه هم فكر كوي، ډېر هوښيار دى، خو ناپوه دى. همدا باور د هغه ناپوهي ښيي. انسان جاهل دى، سره له دې چې پر خپلې پوهې باوري دى. همدا باور د هغه جهل ژوندى ساتي. د دې لپاره چې پوه شې چېرې يې او حقيقت دې څه دى، زړورتيا ته اړتيا لرې، پر ښكلو ارمانونو باور، ښكلى دى. ټول ارمانونه يوازې يوه كړنلاره لري، ستا واقعيت درڅخه پټوي، له همدې كبله موږ هڅه كوو ښكلي ارمانونه رامنځته كړو. موږ له سترو ارمانونو سره مينه نه لرو، بلكې هڅه كوو ځينې بدرنګ واقعيتونه پټ كړو...

د غوسې پر وخت څه كوئ؟

ډېر پخوا يوه مېرمن او خاوند پر يوه غره وختل، د غره په لوړه څوكه كې يې يو بوډا عالم وليد، چې هغوى ته يې يو ځاى پرانيست چې كښېني. وروسته يې وويل: تاسې چې هره پوښتنه لرئ، راڅخه ويې پوښتئ.

زياتېدونكى تاوتريخوالى

امريكايي ميندو او پلرونو پر روغتيا وزارت زور راوړى، چې ګواكې ځوانان او تنكي زلميان د خوب له ګوليو او د خواشينۍ د كمولو اړوندو دارو درملو څخه ډېر كار اخلي له دې كبله دې دغه وزارت د دې بهير مخه ونيسي، د دوى په باور له دغو دارو درملو كار اخيستل په ځوانانو كې ځانوژنه، تاوتريخوالى او خواشيني زياتوي، چې په دې برخه كې ځينې بېلګې هم موندل شوې دي.

مينه په خپل زړه كې ولټوه!

پوښتنه: هيله ده چې له ځان سره ديوې سالمې مينې او نفساني غرور ترمنځ توپير راته په ګوته كړئ؟ ځواب: كه څه دا دواړه سره ورته دي، خو ډېر توپير سره لري. له ځان سره سالمه مينه لرل، يو مذهبي ارزښت دى، هغه څوك چې له ځان سره مينه ونه لري، نه شي كولاى له نورو سره مينه ولري. د مينې لومړۍ څپه بايد د يو چا په خپل زړه كې رااوچته شي...

زه له ماشومتوبه درواغجن يم!

كه د خلكو ظاهر او باطن يو ډول وي، بيا يې په پېژندلو كې كومه ستونزه نه وي، خو رښتيا دا ده چې ځينې خلك درواغ ډېر وايي. پر دې سربېره بايد پام مو وي، چې زموږ موخه هغه كسان نه دي، چې په ناپامۍ كې كومه تېروتنه ځنې كېږي او نه شي كولاى د ښو او بدو توپير وكړي، بلكې موخه هغه كسان دي چې په لوى لاس درواغ وايي او نور خلك تېرباسي....