جنګيالي له عراق څخه افغانستان ته اوړي
2008-07-25 10:53:49
موضوع : د آفغانستان سرحدي سيمو ته له عراق څخه سخت دريځي راځي سرچينه : اسوشېټېډ پرس ژباړه : صالح اډېټر : عصمت څاروان نېټه : 20/07/2008 په عراق کې يوه امريکايي جنرال ويلي دي، د القاعدې مشرتابه له عراق څخه افغانستان ته نژدې سرحدي سيمو ته جنګيالي لېږي، چې هلته امنيت ګډوډ کړي. دغه جنرال ويلي د دوى استخباراتي معلومات ښيي چې د دغو جنګياليو په کمېدو سره په عراق کې وضعيت تر پخوا لږ ښه شوى دى، د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د راپور لنډيز دلته لولئ
د پاکستان راتلونکى به څنګه وي؟
2008-07-25 10:52:35
راروانه اوونۍ به د پاکستان صدراعظم يوسف رضا ګېلاني امريکا ته سفر وکړي، امريکا اندېښنه لري چې په قبايلي سيمو کې د سخت دريځو فعاليتونه زيات شوي، ځينې پاکستانيان وايي ښايي غربي ځواکونه د پاکستان په خاوره کې پوځي عمليات پيل کړي، رويټرز خبري اژانس راپور لري چې دلته يې لنډيز لولئ
د اتو صنعتي هېوادونو تر څنګ، اتو اسلامي هېوادونو هم غونډه وکړه
2008-07-09 10:36:18
اتو اسلامي هېوادونو، د تجارتي همکاريو لس کلن پلان تصويب کړ، چې د خوراکي موادو توليد به نور هم پياوړى کړي. د دې غونډې کوربانه ماليزيا او انډونيزيا دي. اتو مخ په وده اسلامي هېوادونو پرېکړه وکړه چې د غذايي موادو د زيات توليد لپاره به ګډ شرکتونه منځته راوړي او د دې موادو تجارت ته به پراختيا ورکړي. دوى د ايران د اټومي پروګرام ملاتړ کړى دى، د فرانسې خبري اژانس لنډيز دلته لولئ
پروېز مشرف:: زه پاکستان نه پرېږدم
2008-07-06 12:40:21
د پاکستان ولسمشر پروېز مشرف ټينګار کوي چې د دې هېواد غښتلى پوځ يې اوس هم ملاتړ کوي، خو نوموړى وايي که چېرې يې د هېواد ټولې ستونزې حل واى، دى به هم له دندې شاته کېداى.
د سوريې او اسرائيل ترمنځ د غيرمستقيم خبرو د درېيم پړاو
2008-07-06 12:36:57
د سوريې او اسرائيل ترمنځ د غيرمستقيم خبرو د درېيم پړاو تر بشپړېدو وروسته چې د پنج شنبې په ورځ په استانبول کې د ترکيې په کوربه توب وشوې، د اسرائيل لومړي وزير يوهود المرت، د سوريې او اسرائيل د مخامخ خبرو غوښتنه وکړه، المرت په يوه اقتصادي کنفرانس کې چې د اسرائيل په جنوب کې وشو، پر دې ټينګار وکړ، چې مخامخ خبرې ډېرې مهمې دي
د ايران په دريځ کې نرمښت ليدل کېږي
2008-07-02 07:43:13
د ايران يوه روحاني مشر او سلاکار د چهارشنبې په ورځ وويل چې دغه هېواد کولاى شي د نړيوالو وروستى وړانديز ومني. نوموړى وايي دا وړانديز د اصولو له مخې د منلو وړ دى.د بهرنيو چارو پخوانى وزير علي اکبر ولايتي چې په نړيوالو چارو کې د ايت الله خامنه اى سلاکار دى، ويلي دي دا د ايران لپاره مناسبه ده چې د دغه وړانديز په برخه کې خبرې اترې پيل کړي، چې د جرمني په شمول د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د دايمي غړو له خوا ورته شوى دى. په دې اړه (فانېنشل ټايمز) ورځپاڼې يو مطلب خپور کړى، چې لنډيز يې دلته لولئ
د امريکا نوي کانديدان په خپله مبارزه کې
2008-06-30 09:03:16
په امريکا کې جمهوري غوښتونکې جان مېکن او ډيموکرات بارک اوباما د امريکا د هسپانوي ژبو سيمې ته رسېدلي او هڅه کوي د جمهوري رياست د ټاکنو په وخت کې ډېرې رايې خپلې کړي، دوى د کډوالۍ پر اصلاحاتو خبرې سره کړي، اسوشټېډ پرېس خبري اژانس په دې اړه راپور لري چې لنډيز يې دلته رااخلو
اته ستر صنعتي هېوادونه خپلې ژمنې تازه کوي
2008-06-25 10:56:25
د جاپان په کيوتو ښار کې د اتو سترو صنعتي هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران د يوې سرمشريزې لپاره تيارى نيسي چې به په کې د افغانستان په برخه کې شوي تعهدات، د ايران او شمالي کوريا د اټومي پروګرام پر مسايلو خبرې کېږي، په دې اړه د جرمني خبري اژانس يو راپور خپور کړى چې لنډيز يې دلته لولئ
په ازبکستان کې بشري وضعيت خرابېدونکى دى
2008-06-25 10:53:44
درې ميآشتې وروسته تر هغه چې اروپايي اتحاديې د بشر حقوقو د پراختيا په برخه کې د ازبکستان د ولسمشر د هلو ځلو ستاينه وکړه، په دې راپور کې چې اوس يې اورئ ويل شوي دي چې د دې هېواد بشري وضعيت کړکېچن دى، چارواکي د نظر د اختلاف هر ډول شکل تر پښو لاندې کوي، ازاد مطبوعات سانسوروي او انټرنټي پاڼې بندوي. د ازادۍ راډيو خبريالې فرنګېس نجيب الله په دې اړه راپور برابر کړى چې لنډيز يې دلته لولئ