د هلمند زرګونه كورنۍ په وروستيو ناامنيو كې زيانمنې شوي دي

د ځينو شمېرو له مخې د تېرو دوو مياشتو په بهير كې د هلمند ولايت له بېلابېلو ولسواليو څخه تر څلورو زرو زياتې كورنۍ بېځايه شوي دي، د روغتيا رياست يو چارواكى چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي وايي چې په تېرو مياشتو كې د دوى د سروې له مخې تقريباً پنځلس زره كورنۍ بېځايه شوي دي...

عبدالصمد روحاني او څو خاطرې

هغه وخت په کابل کې اوسېدم، د هوسۍ مجلې بازار ګرم و، دا د څو کاله مخکې خبره ده، عبدالصمد روحاني زنګ راته وواهه، چې دى او نور ملګري راروان دي. باراني ورځ وه، موږ د کابل په تايمنۍ کې اوسېدو، د لومړي ځل لپاره مې هلته وليد. ښه ډېر بنډار مو کړ. تر دې وروسته چې نوموړى بېرته هلمند ته ستون شو، زنګونه يې ډېر راوهل.