د تورو پر سر لوبه: پوهنتون كه دانشګاه؟
2008-12-03 11:11:06
د تورو پر سر لوبه: پوهنتون كه دانشګاه؟ خپروونکى: اصلاح انلاين.نت شنبه, 29 November 2008 14:35 د هغه مقصد دا و چې تا د پښتون مرده باد په مقابل كې دې تاجك مرده باد او هزاره مرده باد ونه ويل, خو ته ووايه اّيا هغه څوك داويلى شي چې هغه څوارلس كاله د پښتانه, تاجك, هزاره او ازبك په مينځ كې دراغلي درز له كبله خپلې شخصي او ملي ګټې له لاسه وركړې وې؟ ...نو ما بايد څه ځواب وركړى واى؟ فقط همدومره مې ورته وويل: دا غيرت دې په تا مبارك وي.
ضياء الله "فقيرزى" د كابل پوهنتون محصل
پروسږكال په ولسي جرګه كې يو بحث راپورته شو چې د لوړو زده كړو موسسوته پوهنتون ووايي كه دانشګاه, البته د دري ژبو غوښتنه ده چې په دري خبرو اترو كې بايد دانشګاه وكارول شي پښتانه بيا پدې كلك دي چې تر ننه پوهنتون كارول كيده نو له دې وروسته دې هم پوهنتون كارول كيږي يوه ورځ مې په يوه ورځپاڼه كې د يوه ورور مطلب وليده چې ليكلي يې و, داد پردي
و جوړه كړې دسيسه ده چې مونږ بايد په خپله ژبه ونه غږيږو... كه مونږ نن پوهنتون ومنو په دې پسې به ډېر نور تونونه هم راشي بيا د بلخ پوهنتون محصلينو كوښښ وكړ چې د پوهنتون لوحه راښكته كړي خو لاريون يې د پوليسو له وسله وال غبرګون سره مخ شو. د لړم په 27 مه او 28 مه نيټه د كابل پوهنتون دري ژبو محصلينو هم د دانشګاه په ملاتړ لاريون وكړ چې په ځواب كې يې پښتنو محصلينو د پوهنتون په پلوۍ لاريون وكړ له يوې خوا دري ژبو محصلينو د پوهنتون مرده باد چغې وهلې نو له بلې خوا پښتنو محصلينو د دانشګاه مرده باد شعارونه پورته كول.
مخكې تردې چې په دې اړه خپل نظر د اسلام په رڼا كې د افغانستان او اسلامي نننۍ وضعې ته په كتلو سره وړاندې كړم لومړى مو د پښتنو په لاريون كې شريك د يو ملګري نظر ته رابولم:
پدې مظاهره كې شريك له يوه ملګري څخه ما وپوښتل چې كومې ګټې ته په كتلو مو دامظاهره په لاره اچولې هغه له څو كږو وږو ځوابونو وروسته وغوښتل چې زما احساسات راوپاروي ويې وويل: هغه د پښتانه مرده باد چيغې وهلې" ما ورڅخه وپوښتل تاسې چې لاريون كړى و هغې موضوع څومره اهميت درلوده؟ هغه په لنډوكې ځواب راكړ" ته بې غيرته يې"!
ګرانه لوستونكيه! اوس زه دامسئله ستا د ضمير محكمې ته وړاندې كوم او بيا به ستا ضمير پريكړه كوي چې ما بايد څه ځواب وركړى واى.
د هغه ملګري د بې غيرته ويلو نه مقصد داو چې تا د نيشنلستي په مقابل كې نيشنلستي ونه كړه او د پښتون مرده باد په مقابل كې دې تاجك مرده باد او هزاره مرده باد ونه ويل, خو ته ووايه اّيا هغه څوك داويلى شي چې هغه څوارلس كاله د پښتانه, تاجك, هزاره او ازبك په مينځ كې دراغلي درز له كبله خپلې شخصي او ملي ګټې له لاسه وركړې وې؟ اّيا هغه څوك داويلى شي چې تراوسه د سمت پالنې د تناره تاو احساسوي؟ اّيا هغه څوك داويلى شي چې خپل منځي اختلاف له كبله يې ملي يووالى له منځه تللى وي؟ بالاّخره هغه څوك داويلى شي چې لوړې زده كړې لري او په دې پوهيږي چې لا هغه پخوانى درز نه دى سره ورغلى نونويو درزونو جوړولو ته كومه اړتيا؟
نو ما بايد څه ځواب وركړى واى؟ فقط همدومره مې ورته وويل: دا غيرت دې په تا مبارك وي.
ګرانه لوستونكيه! راځه دا معامله به د قراّن او سنتو په ترازو وتلو چې څومره وزن لري خداى جل جلاله په قراّن عظيم الشان كې فرمايي: ژباړه: ما تاسې له يوه مور او پلار څخه پيدا كړئ بيا مې په قبيلو وويشلئ چې سره وپيژنئ, بيشكه چې د خداى په وړاندې ستاسې پرهيزګاري بهتره ده. پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايي: ژباړه: تور په سپين, عرب په عجم او عجم په عرب هيڅ غوره والى نه لري مګر په تقوا سره. په هر صورت اوس خو دوى دابلوا جوړه كړې ده نو زه له دې دواړو ډلو (پښتنو او دري ژبو) څخه يو څو پوښتنې كوم:
چې په لويديځوالو خپرونو كې د پيغمبر صلى الله عليه وسلم كاريكاتور خپور شو تاسې څه وكړل؟
د قراّن پاك په نامه چې د قراّن كريم غلطه نسخه خپره شوه تاسې څه وكړل؟
په بګرام, كندهار او ګوانتانامو كې چې د قراّن كريم سپكاوى وشو تاسې څه وكړل؟
د قدس په نړيواله ورځ چيرته ويده وئ؟
اوس چې شيري جونز د جواهر مدينه په نامه د بي بي عايشې ام الموْمنين په شان كې له سپكاوي ډكه افسانه خپره كړې څه تكل لرئ؟
پوښتنې ډېرې زياتې دي خو زه په همدې يو څو بسنه كوم او راځم دې ته چې اوس زمونږ دښمن زمونږ د كمزورۍ ټولې نكتې پيدا كړې دي, زمونږ دښمن په دې پوهيږي چې نور زما راز ورځ تربلې په ښكاريدو دى او كه دا خلك بوخت نه كړم زما كرغيړنه څيره به تر هر چا وړاندې وويني, ځكه مو په خپل منځي لوبو بوخت ساتي.
البته زه دې بلوا ته د تورو لوبه وايم چې زما هيڅكله د لوړو زده كړو لرونكو څخه بيا د هيواد د ترټولو معتبره زده كړيزې موسسې له زده كوونكو څخه دا هيله نه وه چې دوى به ددې لوبې دوه لوبغاړي وي اوس ماته په دې كې يوه ذره هم شك پاتې نه شو چې كه سبا واك د دوى لاس ته ولويږي نودوى به د پرديو په لاسونو كې څنګه لوبيږي؟!
ضياء الله "فقيرزى" د كابل پوهنتون محصل
پروسږكال په ولسي جرګه كې يو بحث راپورته شو چې د لوړو زده كړو موسسوته پوهنتون ووايي كه دانشګاه, البته د دري ژبو غوښتنه ده چې په دري خبرو اترو كې بايد دانشګاه وكارول شي پښتانه بيا پدې كلك دي چې تر ننه پوهنتون كارول كيده نو له دې وروسته دې هم پوهنتون كارول كيږي يوه ورځ مې په يوه ورځپاڼه كې د يوه ورور مطلب وليده چې ليكلي يې و, داد پردي
و جوړه كړې دسيسه ده چې مونږ بايد په خپله ژبه ونه غږيږو... كه مونږ نن پوهنتون ومنو په دې پسې به ډېر نور تونونه هم راشي بيا د بلخ پوهنتون محصلينو كوښښ وكړ چې د پوهنتون لوحه راښكته كړي خو لاريون يې د پوليسو له وسله وال غبرګون سره مخ شو. د لړم په 27 مه او 28 مه نيټه د كابل پوهنتون دري ژبو محصلينو هم د دانشګاه په ملاتړ لاريون وكړ چې په ځواب كې يې پښتنو محصلينو د پوهنتون په پلوۍ لاريون وكړ له يوې خوا دري ژبو محصلينو د پوهنتون مرده باد چغې وهلې نو له بلې خوا پښتنو محصلينو د دانشګاه مرده باد شعارونه پورته كول. مخكې تردې چې په دې اړه خپل نظر د اسلام په رڼا كې د افغانستان او اسلامي نننۍ وضعې ته په كتلو سره وړاندې كړم لومړى مو د پښتنو په لاريون كې شريك د يو ملګري نظر ته رابولم: