امريکا داستعماري موخودپاره جنګونه پيل کړي دي
2008-12-03 11:08:52
په هرو يو زرو امريکايانو کي اوه تنه امريکايان په زندانونو کې دي چې دا په نړۍ کې د زندانيانو ډيره لوړه شميره ده
ژباړه: زلمى مومند
نن امريکا ګمان کوي چې ستر قوت دى د نړۍ ټوله سياسي واکمني او نړيوال دريځونه او پاليسۍ د همدوى په اشاره جوړيږي خو ددې ترڅنګ چې امريکائي ټولنه د کوم اخلاقي او ټولنيز زوال او لويدو سره مخامخ ده دا د امريکا د پخواني اولس مشر جيمي کارتر په هغه کتاب کې لولو چې نوموړى غواړي پدې سره د امريکا اينده نسلونه وژغوري او د پوهې خاوندان ديته تشويقوي چې په د ې اړه سوچ او فکر وکړي تر څو د امريکا د اولس راتلونکى ښه شي چې دا په حيققت کې دامريکايي تهذيب په خلاف يو احتجاج ګڼل کيږي .
د مور او پلار ازادي او همداراز هغه بې رحمه سرمايه داري نظام چې په امريکا کې پلى دى د کورنۍ او ټولنې په ړنګولو کې خورا زيات رول لوبوي، ځکه هلته هيڅ ډول خپلوي او قرابت د احترام وړندى يوازې ماديات هلته محترم دي او بس .
او دا ډپره د خفګان خبره ده چې کوم قوم چې اخلاقي جوړښت ئي له مينځه تللى وي هغه قوم به د ټولنيز ژوند څخه هم بې برخې وي.
له دې امله زه په امريکا کې د پخواني اولس مشر جيمي کارتر (Our Endangered Values) يعنې زمونږ ارزښتونه د خطر تر ګواښ لاندې کتاب کې د ځينو عنوانو په رڼا کې تر څيړنې لاندې نيسم او ستاسو توجه ورته رااړوم ، نوموړى کتاب شپاړس بابونه لري ، د ريښتونو حيققتونو څخه ډک دى او ډير اهميت لري .
په لومړي باب کې چې (په واشنګټن کې سخت دريځي ) تر عنوان لاندې ليکل شوى وايي نن ورځ د واشنګټن نظريات ډير بدل شوي هره پرېکړه د څو سخت دريځه کسانو لخوا کيږي سخته دريځه پاليسي ورځ تر بلې لوړيږي او په سياسي او مذهبي چارو يي ستر اغيز پروت دى، تر ټولو زياته وژنه په امريکا کې کيږي، له ٣٥ پر مختللو ملکونو څخه په امريکا کې د وسلې پذريعه وژنه ١٩ فيصده لوړه ده، همدا سږ کال په امريکا کې ٣٠٤١٩ديرش زره څلور سوه او نولس کسان په وسله وژل شويي مخ٢٩
د طلاق او د همجنسو ترمينځ د ناروا اخلاقي اړيکو په هکله ليکي : اوس زمونږ په ټولنه کې طلاق خطر ناک ډول غوره کړيدى په سلو کې ٢٥ فيصده امريکايانو تر منځ خامخا يو ځل طلاق رامينځته کيږي مخ ٧٥ ،په امريکا کې
کورنۍ په خطرناک ډول د ويجاړتيا سره مخ دي د کاناډا او اروپائي هيوادونو په نسبت په امريکا کې جنسي بي لاري خورا ډيره زياته ده د حمل اسقاط زيات دى خطرناکې جنسي ناروغۍ لکه سوزاک او ايډز هم په امريکا کى خورا زيات دى مخ ٨٠
د مرګ د جزا په هکله ليکي په هرو يو زرو امريکايانو کي اوه تنه امريکايان په زندانونو کې دي چې دا په نړۍ کې د زندانيانو ډيره لوړه شميره ده،
د امريکا په مختلفو ايالتونو کې ډيرې سترې سترې ودانۍ د زندانونو لپاره جوړې شويدي ځما د واکمنۍ څخه وروسته د جورجياوالي ځما ميرمنې ته په ډير وياړ سره ويلي وو چې ځما ډيره ستره کارنامه داده چې ما په جورجيا کې په ٤٥ مربع ميله ځمکه باندې يو ډير ستر زندان جوړ کړيدى ص ٨٤ په نړۍ کې تر ټولو زياته د مرګ سزا په امريکا کې ورکول کيږي ص ٨٤
د سخت دريځۍ تر عنوان لاندې ليکي په امريکا باند ې د ځينو سخت دريځه خلکو حکومت دى چې غواړي ټوله نړۍ د امريکا د ولکې لاندې راشي
د استعماري اهدافو او موخو لپاره يي په نړۍ کې جنګونه پيل کړيدي .
د امريکا د اولس مشر مرستيال دک چيني او د هغه دوستانو د ١١ ستمبر څخه مخکې او يا سم دستي وروسته عراق د خپل هدف لپاره غوره کړ چې له يوې خوا د اسرائيلو ژوند د ورپيښ خطر څخه وژغوري او له بل پلوه په مينځني ختيز کې په مستقل ډول سره يوه قوي عسکري او سياسي اډه جوړه کړي مخ ١٠١
،پر عراق د حملي لپاره د ډول ډول وسلو جوړول يوازي بهانه ده د دوه زرم کال د انتخاباتو څخه سم دستي وروسته زمونږ ځينو نوو مشرانو پر عراق د حملې پلان جوړ کړ
د ١١ سپتمبر څخه وروسته يي کانګرس او اولس داوړه پدى وغولول چې صدام حسين د نړي وال تجارتي مرکز او په پنټاګون باندې په حملو کې شريک دى
او دغه راز يي داسې تبليغات وکړل چې صدام حسين اتومي او پراخه وژنې وسلې جوړې کړيدي چې دا د امريکا امنيت د ګواښ سره مخامخ کوي چې وروسته بيا څرګنده شوه چې دا ټول دروغ ؤ دا هر څه يوازې ددې لپاره وو چې خپل اولس وويروي او د ځان سره يي ودروي دا د امريکا د اولس مشر مرستيال دک چيني دروغژن تبليغات ووچې کول ېي مخ ١٤١
،دامريکا د بهرنۍ پاليسي په هکله ليکي د امريکا په بهرنۍ پاليسي باندۍ د سخت دريځه عناصر و واکمني ډير منفي اغيز کړيدى دوى د خلکو سره د تفاهم څخه تښتي چې همدې کار د امريکا خارجه پاليسي له مينځه وړيده مخ١٠٣
دوي په اسلامي نړۍ باندې د سخت دريځۍ تور لګوي او په خپله ېې د مختلفو مذهبي عيسوي عقايدو له املهټوله نړۍد جنګونو او ويجاړۍ سره مخامخ کړيده د بشري حقوقو په هکله وايي د عراق او افغانستان څخه يي بنديان ګوانتامو زندان ته وړيدي چې زيات تشدد او زياتى ورسره
کيږي وائي تقريبا د ٤٠ هيوادونو وګړي چې شميريي ٥٢٠ تنو ته رسيږي هلته زندانيان کړيدي
د اتومي وسلي په هکله وايي چې نن ورځ په ټوله نړۍ کې ٣٠٠٠٠ ديرش زره اتومي بمونه موجود دي چې يوازي دولس زره ئي د امريکا سره دي شپاړس زره روسانو سره دي څلور سوه د چين . دري سوه او پنځوس د فرانس . يوسل اتيا د برطانيي او دوه سوه د اسرائيلو سره، ده همدارنګه د هند او پاکستان سره څلويښت څلويښت بمونه موجود دي .
امريکاپه هيڅ ډول د اتومي وسلي د نه خوريدو معاهدو او تړونونو ته احترام ندي کړي مخ ١٢٩
،دغه راز امريکا د چاپيريال د ککړتيا هيڅ ډول خيال نه ساتي او حتى د ځينو ناروغتياو په خورولو کې لاس لري مخ١٦٤
،دا د امريکا د پخواني اولس مشر جيمي کارتر څرګندوني وې
چي د نوموړي (Our Endangered Values) کتاب څخه اخيستل شويدي او د امريکا ټول اړخونه يي روښانه کړيدي.