ژبې ته ووايه!

ژبې ته ووايه!   خپروونکى: اصلاح انلاين.نت    دوشنبه, 27 October 2008 09:42

ژبه د الله تعالى  ستر نعمت دى چې انسان يې پرې نازولى دى, همدا ژبه ده چې انسانان پرې يو له بل سره تفاهم كوي, ژبه ده چې انسان پرې خپلې اړتياوې څرګندوي او خپلې ستونزې او مشكلات بيانوي, همدا ژبه ده چې انسان پرې نور انسانان تر خپل اغيز لاندې راولي او د انساني اړيكو تر ټولو غوره او اړينه وسيله بلل كيږي, بل پلو ته همدا ژبه ده چې انسان پرې د الله تعالى ذكر كوي, د هغه ثنا وايي, نعمتونه يې يادوي, شكر پرې ادا كوي, خپل رب ته پرې زارۍ او ننواتې كوي, او د هغه له درګاه څخه پرې سكون, ډاډينه او سوكالي غواړي, او داسې نورې بې شميره ښيګڼې او ګټې دي چې الله تعالى د انسان لپاره په ژبه كې ايښې دي. لدې كبله كه ژبه په سمه توګه وچليږي او هغه كار ترې واخيستل شي, د كوم لپاره چې پيدا شوې ده, نو باوري ده چې دغه ژبه به د انسان د نجات او د الهي نيوكې څخه د ژغورنې لامل ګرځي, او كه په سمه ونه چليږي, او په هغه څه كې استعمال شي, چې د ژبې د پيدايښت موخه نه ده, نو يقيناً چې انسان به د هلاكت كندې ته غورځوي, له همدې كبله پښتانه هم وايي چې خپله ژبه هم كلا ده هم بلا.
خو راځئ چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم په احاديثو كې د ژبې په اړه واورو, هغه د انسان لپاره په دې اړه خورا څرګندې لارښوونې كړې دي او هغه يې د ژبې له ښيګڼو او زيانونو څخه په ډېره ښه توګه خبر كړى دى.
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: څوك چې په الله او د اّخرت په ورځې ايمان لري, يا دې ښه خبره وكړي او يا دې چوپ پاتې شي, چوپتيا د انسان همت لوړوي, او فكر يې سوچه كوي, په حديث كې فرمايي: " څوك چې چوپ پاتې شو, نجات يې وموند" په بل حديث كې فرمايي: كامل مسلمان هغه دى چې مسلمانان يې د ژبې او لاس له ضرره په امان كې وي, په بل ځاى كې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: چې كه څوك ماته د خپلو ژامو ترمنځ داندام او د خپلو ورنونو ترمنځ د اندام په اړه ضمانت راكړي ( چې ناروا به پرې نه كوي) نو زه ورته د جنت ضمانت وركوم. يوه ورځ رسول الله صلى الله عليه وسلم خپله ژبه راونيوله او ويې فرمايل: زه پرتاسو ددې اندام په اړه ويريږم, الله تعالى دې پر هغه بنده رحم وكړي چې ښه خبره يې وكړه او ګټه يې تر لاسه كړه, يا چوپ پاتې شو او سلامتي ورپه برخه شو.
په بل حديث كې فرمايي: د يو بنده ايمان تر هغې مستقيم نشي پاتې كيداى, ترڅو چې زړه يې سم نه وي, او زړه يې تر هغې نه سميږي, ترڅو يې چې ژبه نه وي سمه شوي.
يوه ورځ رسول الله صلى الله عليه وسلم حضرت معاذ ته وويل: خپله ژبه بنده وساته, هغه پوښتنه وكړه: يا رسول الله! اّيا مونږ د خبرو په سرنيول كيږو؟ رسول الله ورته په ځواب كې وويل: مور دې بوره شه, اّيا خلك د همدې ژبې لامله پړ مخې جهنم ته نه ځي؟
حضرت ابوبكر صديق رضى الله عنه خپلې ژبې ته اشاره وكړه او ويې فرمايل: زه خو دغه ژبې په ګړنګونو سر كړم, حضرت ابن عباس خپله ژبه راونيوله او ويې فرمايل: خواره شې ژبې! يا خو ښه خبره وكړه, چې ګټه تر لاسه كړې او يا خو چوپ پاتې شه, سلامتيا به دې په برخه شي, چا ورته وويل: اى ابن عباسه! ژبه دې ولې نيولې ده؟ ويې فرمايل: ماته رارسيدلي دي چې د قيامت په ورځ به انسان د خپل جسد په ټولو غړو كې پر ژبه باندې ډېر  غوسه وي, حضرت عبدالله بن مسعود فرمايي: هغه شى چې د تل لپاره بايد په زندان كې وساتل شي, ژبه ده او حضرت حسن رضى الله عنه فرمايي: خلكو به ويل چې د هوښيار سړي ژبه د زړه تر شا وي, كله چې خبره كول غواړي پر زړه يې راتيروي, كه هغه يې په ګټه وي, خبره كوي, او كه په ګټه يې نه وي, چوپ پاتي كيږي.
او د ناپوهه او جاهل سړي زړه د ژبې په سر وي, څه يې چې په زړه راشي, په ژبه يې راوباسي, ابو الاشهب رحمه الله فرمايي: خلكو به ويل: څوك چې د خپلې ژبې ساتنه نه كوي, هغه هوښيار نه دى, حضرت عمر بن عبدالعزيز فرمايي: څوك چې خپله خبره يو عمل ګڼي, خبرې يې كميږي, حضرت ابو الدردء رضى الله عنه فرمايي: د ژبې او غوږونو په اړه د انصاف نه كار واخله, الله تعالى تاته دوه غوږونه او يوه ژبه در كړې ده, ترڅو ته ډېر واورې او لږ ووايې.
دا وې د ژبې په اړه ځينې هغه ويناوې چې رسول الله صلى الله عليه وسلم او د هغه يارانو كړې دي, خو راځئ چې اوس د ځينو هغه ناروغيو په اړه واورو چې ژبه پرې اخته كيږي او انسان د هلاكت كندې ته پرې باسي:
1_ دروغ ويل: دروغ ويل كبيره ګناه ده همدا دروغ دي چې د انسان د مخ اوبه تويوي, د انسانانو ترمنځ د شخړو او جنجالونو جرړه بلل كيږي, همدا دروغ دي چې انسان د نارواو خوا ته رابلي او په ناروا يې زړوروي او ډاډه كوي او په دې توګه يې د جهنم كندې ته غورځوي, له همدې كبله رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: دروغ ويل انسان د فسق او نارواو لوري ته رابلي او فسق انسان د جهنم لوري ته راكاږي, په بل حديث كې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: مومن سړى دروغ نه وايي.
دروغ ويل يوازې ديته نه وايي چې انسان له ځانه خبره جوړه كړې, بلكې كه چېرې يو انسان هغه خبره رانقل كړي چې په اړه يې مطمين نه دى او يا اّوازې او ډنډورې خپروي دا هم دروغ بلل كيږي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: د انسان لپاره له دروغو همدومره برخه كافي ده, چې څه اوري, هغه خلكو ته وايي, حضرت ابوهريره رضى الله عنه فرمايي: كه چېرې يو شخص خپل زوى يا ماشوم ته وايي: واخله! او داسې وښايي چې څه وركوي, بيا هغه ورنكړي, دغه كار د ده په اړه درغ ليكل كيږي.
2_ چټي او بيهوده خبرې كول: په زيات شمير احاديثو كې د چټي خبرو او بيهوده ويناوو څخه منع راغلې ده, له بده مرغه نن ورځ بې ځايه غږيدل ګناه نه ګڼل كيږي او مسلمانان يې هيڅ پروا نه ساتي, رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: كله ناكله يو انسان يوه خبره وكړي چې هيڅ پام يې ورته نه وي( ډېره عادي يې وګڼي) خو د هغې له كبله جهنم ته ننوزي, حضرت عبدالله بن مسعود رضى الله عنه فرمايي: زه تاسې له چټي او بيهوده خبرو څخه ويروم, د انسان لپاره همدومره خبرې بس دي چې خپل حاجت پرې پوره كړي.
په بل ځاى كې فرمايي: د قيامت په ورځ ترټولو زيات خطا كار هغه څوك وي چې په چټياتو كې ډېر ورننوتى وي, علماو د بيهوده خبرو په تعريف كې ويلي دي: هره هغه خبره چې كه ته پرې چوپ پاتې شې, پرې نه ګناهكاريږې او په مال او ځان كې  درته زيان نه رسوي, بيهوده خبرې دي, او لدې برسيره د ګناهونو يادول او د هغې په اړه خبرې كول بې ګټې خبرې دي.
3_ ښكنځلې او پوچ ويل: رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: د پوچو او فحشو خبرو څخه ځان وساتئ, ځكه چې الله تعالى فاحش سړى نه خوښوي, په بل ځاى كې فرمايي: مومن فاحش, تورلګونكى, لعن ويونكى, فحش ويونكي او پوچ خولى نه وي, او په بل ځاى كې فرمايي: مسلمان ته ښكنځل كول فسق دى. د خواشينۍ خبره داده چې نن سبا خو زمونږ د وړو او زړو تكيه كلام ښكنځله ده, او هغه څه په ژبه راوړو چې كه فكر په كې وشي د انسان حيا ترې راځي.
4_ بې ځايه ټوكې ټكالې: رسول الله صلى الله عليه وسلم به ټوكې كولې خو دروغ به يې په كې نه ويل, د چا سپكاوى به يې نه كاوه او حق به يې ويل, له همدې كبله زياتې ټوكې كول د انسان وقار او اهميت له منځه وړي, په يو حديث  كې رسول الله صلى الله عليه وسلم هغه شخص ته سخته سزا ښودلې ده چې ټوكې كوي او خلك خندوي.
5_ استهزا او مسخره كول: الله تعالى د حجرات په سورت كې مسلمانان د مسخرو او استهزا څخه په سختۍ سره منع كړي دي, او په زيات شمير نورو اّيتونو كې يې د همز او لمز ( په سترګو او خولې د اشارو) څخه منع كړې ده.
غيبت او تورلګول: په دې اړه هم خورا زيات نصوص راغلي دي چې الله تعالىاو د هغه رسول په كې د غيبت او بهتان څخه منع كړې ده. الله تعالى غيبت كول د خپل مړ مسلمان ورور د غوښې د خوراك سره تشبيه كړې ده. يو صحابي د رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه وپوښتل: چې اې د الله رسوله! كه چېرې زه د يو مسلمان په اړه هغه څه ووايم چې هغه په كې وي, دا هم غيبت ګڼل كيږي؟ هغه وفرمايل: غيبت خو همدې ته وايي, كه ته داسې څه ووايې چې په هغه كې نه وي, هغې ته بهتان او تورلګول وايي. په يو حديث كې د غيبت تعريف رسول الله صلى الله عليه وسلم كړى دى: چې ته د خپل ورور په اړه داسې څه ووايې, چې هغه يې بد ګڼي.
7_ په خبرو كې تكلف كول او په ډكه خوله غږيدل: رسول الله صلى الله عليه وسلم په يو حديث كې فرمايي: ماته ترټولو زيات مبغوض شخص او له ما څخه تر ټولو لرې شخص هغه دى, چې زياتې خبرې كوي, په خبرو كې تكلف او لغت  پراني كوي او په ډكه خوله په كبر او لويې غږيږي.
لدې برسيره يو شمير نور امراض او ناروغۍ هم شته چې انسان بايد خپله ژبه ترې پاكه وساتي, لكه د راز ښكاره كول, زياتې خبرې كول, بې ځايه مجادله او مناقشه كول, د مسلمانانو ترمنځ خبرې وړل راوړل, او يا بې ځايه قسمونه خوړل او داسې نور چې هر مسلمان بايد د هغې په اړه خپلې ژبې ته ځير شي چې خداى مكړه د هلاكت كندې ته يې پرې نه باسي