د مسلمانانو د سمبالېدو لار
2008-11-18 02:39:30
ډاکټر عبدالباقي امين
داسلام د سم فهم په لور
داسلام د لارښوونو په رڼا کی او د اسلامی ليد او عقيدې پر بنسټ د ملتونو سرليک او راتلونکى د هغوی په کردار او سلوک کی نغښتی دى، او قرآنکريم دا مطلب په پوره وضاحت سره بيان کړی دی الله پاک فرمايی: ( ان الله لا يغير ما بقوم حتی يغيروا ما بانفسهم) ترجمه: الله پاک د يو قوم حالت ته ترهغې پوری تغيير نه ورکوی تر څو چی هغوی خپله د خپل ځان په حالت کی تغيير نه وی راوستی.
الله پاک دلته د قومونو او ملتونو د تغيير او تحول عامل په دوی پوری تړلی دی چه يا به هم د سعادت او نيکمرغۍ خوا ته په حرکت کې وي د ترقۍ او پرمختګ په طرف به درومي او يا به هم د بد بختۍ او تباهۍ په لور او د وروسته پاتې کيدو او يا په شا تللو په لوري ځي، او هيڅکله هم اسلام خپلو پيروانو ته داسی نه وايی چه ستاسې په حالت کې به ستاسې د سلوک، کړنو اوکوشش څخه پرته تغيير او تحول راشي، او مشکلات به مو حل شي او ېا به مو مشکلات او ستونځې زېاتی او فراخه شي، او داسې هم ورته نه وايی چه تاسې د خپل حالت دښه والي په خاطر دتقدير فيصلې او خپل نصيب او تقدير ته منتظر شئ، بلکه ورته وايي چه خپله آينده بايد دخپل کار او سلوک او هڅې او کوښښ په نتېجه کې دالله پاک دکوني سنتونو په رڼا کې مثبت طرف ته واړوئ.
د مسلمانانو د سمبالېدو لار
د دی پورته آيت شريف څخه صحيح او درست فهم دا دی چه د امتونو د حالت د جوړيدلو او سمباليدلو لاره دا ده چه انسانان خپلو شرعی مسؤليتونو ته متوجه شی او هغه واجبات او مکلفيتونه پر ځای کړي کوم چه الله پاک د مسلمانانو په اوږه ايښي دی، او دا مکلفيتونه په پوره او کامل شکل سره اداء کړي، داسې ونه کړي چه د خپل هوا او هوس او يا هم د بل چا د هوا او هوس او غوښتنو مطابق د ځينو مکلفيتونو او وجايبو اداء کولو ته يې پام شي، او نور مکلفيتونه د هوا او هوس له مخې پريږدي، چه دا کار په حقيقت کې د امتونو د هلاکت او کمزورتيا عامل دی. د مسلمانانو د له منځه تللو اسباب
او مسلمانان هم چه نن ورځ د کوم انحطاط او کمزورتيا په حالت کې شپې او ورځې تيروي، د هغې اساسي عامل او سبب هم دا دی چه مسلمانانو دشرعي مکلفيتونو په اداء کولو کی د هوا او هوس پر بنياد توپيرونه رامنځ ته کړي، ځينو واجباتو ته يې مخه کړې او دهغو عملي کول او اداء کول په خپل عملي ژوندانه کې ديني وجيبه او مسئوليت بولي بلکه هغه خپل ټول ديني مسئوليت بولي، او دې جزء ته د کل په سترګه ګوري، او د همدې جزئي تصور پر اساس يې ځينو واجباتو ته شا کړې، او د هغې د نه اداء کولو په صورت کي ځان ګنهکار او ملامت هم نه شميري، او متاسفانه د دې غير علمی او غيرشرعي توپير او تبعيض په نتيجه کې اسلامي امت د انسانيت د قيادت او رهبرۍ اهليت اوتوانمندی له لاسه ورکړه.
د مسلمان فردي مسئوليت
د دې مطلب د ښه وضاحت په خاطرباېد ووايم چې شرعي مکلفيتونه ځيني هم د انسان په شخصي، عبادتي او يا هم اخلاقي ژوندانه پورې اړه لري، چه هغه ته په شريعت کی عيني او ځاني واجبات او مکلفيتونه وايي چه هر فرد د هغه په اداء کولو باندې مکلف دى او د يو فرد په واسطه د هغه اداء کول بل څوک له مسئوليت څخه نه خلاصوی لکه لمونځ ، روژه ، حج ، زکات..... او په دې واجباتو او مسئوليتونو کې د شريعت مقصد د فرد تربيه کول او د هغه تزکيه ده، سره له دی چې د هغه اداء کول نورې ټولنيزې ګټې هم لري، او ځينې هم اجتماعي او ټولنيز مسئوليتونه او مکلفيتونه دي چې په هغه کې د شريعت مقصد د ټولنې اجتماعي ضرورتونو پوره کول او تمدني حرکت ته د تدين جامه وراغوستل دي او د دې خبرې څرګندونه دا ده چې اسلامی دين د رهبانيت او انعزال دين نه دی، بلکه اسلام د ژوند ټولې خواوې په ښه شکل سره ترتيب او تنظيموی، او د يوې متمدنې او مترقي ټولنې دجوړولو جوګه دی، او د مسلمان ژوند د اسلام د هراړخيزو ارشاداتو د پلي کولو لپاره د هڅې او تلاش څخه عبارت دی، او په دې ډول واجباتو کې دا ضرور نه ده چه هر فرد هغه واجب سرته ورسوي، بلکې د شريعت مقصد پکښې دا دی چه دا کار بايد ترسره شي، او په درست او کافي ډول ترسره شي، په کوم انداز کې چه مسلمانان هغې ته ضرورت لري، بې له دې چه وکتل شي چه دا واجب او مسئوليت چا ترسره کړ، اما که دا کار له ټولو نه پاتې شو نو په هغه صورت کې به ټول مسلمانان ګنهکار وي، او الله او رسول ته به ملامت وي، او د سزا وړ به وي، چې دې ډول واجباتو او مکلفيتونو ته کفايي فرائض او واجبات وايي، چې دا واجبات په مجموعي شکل سره د مسلمانانو د عامه منافعو په ساتلو کې خلاصه کيږي .
د ټولې پرمختګ عامل داسلامي ارزښتونو پلي کول
د دين علماؤ دا خبره په جوته توګه واضح کړې ده، د بيلګې په توګه د مسلمانانو امارت را منځ ته کول، د مسلمانانو مشکلات د کرهڼې ، صناعت، طبابت او قضاء...... او د ژوندانه په نور خواوو کی پوره کول، او له همدی ځايه وايو چه د کفايی واجباتو درست اداء کول اسلامی ټولنې ته پرمختګ، ترقي او تمدن او ځان کفايي او د نورو له احتياج څخه خلاصيدل تضمينوي، خو دلته دا خبره کول په کار دي چه د مسلمانانو د انحطاط او وروسته پاتې کيدو په دوران کی مسلمانان او دينداره حرکتونه په ټوله کې لومړنيو مسؤليتونو(شخصی عبادتونو او ياهم عينی مکلفيتونو) ته متوجه شول او په هغه يی ډير ټينګار وکړ، او دوهم ډول مسئوليتونو (کفايی واجباتو) ته يې پوره توجه ونه کړه، او کفايي واجبات د ديني حرکت د توجه څخه لرې پاتې شول، او ديني عقليت هم داسې تلقين شو چه د عيني واجباتو اداء کول د مسلمان د نجات لپاره کافي دي، نو له همدې ځای څخه د پورته آيت شريف د معنی په مورد کې غلط فهمي رامنځ ته شوه، او داسې پرې پوه شول چې د انسان د حالت د جوړيدو لپاره د هغه د شخصي سلوک او کردار جوړول کافي دي، بې له دې څخه چه ټولنه په مجموعي شکل سره د تمدني برلاسی مسئوليتونه درک کړي او د هغې د اداء کولو لپاره په حرکت راشي، او د هغې په نتېجه کی د الله د کلمی اوچت والی په عملي شکل سره تامين شی، او په داسی حال کې چه د شريعت د درست او دقيق فهم په نتيجه کې دې نتيجې ته رسيږو چه د دين په يوې خوا باندې عمل کول او بله خوا يې هيرول په حقيقت کې د امتونو د هلاکت سبب او عامل دی لکه مخکې مو چې وويل. قرآنکريم هم دې مطلب ته اشاره کړې او نبوي احاديثو هم په دې باندې وضاحت کړى، او د مسلمانانو فعلي شرايط او وضعيت هم په دې باندې شاهدي ورکوي، او چې ښه په دقت سره ورته ځير شو بيا به دا غږ پورته کړو چه د اسلام پلي کول د ژوندانه په ټولو ډګرونو کې د انسانيت د مشکلاتو د حل يوازينی لاره ده
( الله اکبر ولله الحمد).