مور او لور په اسلامي او...

مور او لور په اسلامي او...   خپروونکى: اصلاح انلاين.نت    دوشنبه, 10 November 2008 14:01

ژباړه: ډاکټر وحيدالله مصلح برى
drwahidm@yahoo.com This e-mail address is being protected from spambots, you need JavaScript enabled to view it

مور او لور په اسلامي او غير اسلامي تهذيبونو کې پرتليزه څيړنه

مور:
دانسان په پالنه کې دمور او پلار دنده بنسټيزه او پريکنده وي، د ميندوارۍ څخه نيولې تر زيږون او رضاعته او له کوچنيوالې تر بلوغه داولاد دپالنې،تربيت او ودې کار انتهايي سخت،نازک او صبر ناک وي ،خو مور اوپلار دخپلو بچيانو په خاطر دا ټول زغمي، داولاد په پالنې او تربيې کې د مور کردار په ځانګړي ډول مهم او نازک دى دهمدې په خاطر دهغې مقام له پلاره لوړ دى.
له بده مرغه ځينې جاهلې ټولنې دمور دلوړ مقام په پيژندلو کې پاتې راغلي دي.
دمزدکيت تر اغيز لاندې فارسيانو دخپلو ميندو فرجونه ځانونو ته حلال ګڼل او ويل به يې چې دمور دشهوت ماتولو ترټولو ډير حق په زامنو دى، کله چې ميړه مړ شي نو زوى ددې ښځې لپاره ډير مستحق دى (ابن جوزي تلبيس ابليس).
مور که حقيقي وي او که ميره ، ددرناوي او احترام وړ ده، ليکن دجاهليت زمانې عربان له دې سره نا اشنا وو.
دحضرت عبدالله بن عباس رض وينا ده:
کان اهل الجاهلية يحرمون ما حرم الله الا امراة الاب والجمع بين الاختين فانزل الله ’’ ولا تنکحوا ما نکح آباوکم من النساء ‘‘(تفسير ابن کثير ج ١ ، دارالقلم ، س ن، ص ٤٠٢ )
دجاهليت عربانو به هغه شيان حرام ګڼل کوم چه الله ج حرام کړي وو، خو دپلار نکاحښکلې او ددوه خويندو په يو ځاى
نکاح کول يې جايز ګڼل ،تر دې چې الله ج دغه ايت (ولا تنکحوا ما نکح آباوکم من النساء ) نازل کړ.
دامام سهيلي وينا ده :
ان نکاح نسباء الاباء کان معمولاً به فى الجاهلية(نفس المکان).
دپلار له منکوحې سره نکاح کول د جاهليت په زمانه کې ټوليز وو.
په نوي پېر کې اروپا او امريکا دښځو حقوقو دمخکښتوب دعوه دار دي ،ليکن په سمو ماناو کې هلته ښځه له کوم داسې  مقام څخه برخمنه نه ده چې رخه پرې وکړاى شي. سړيو دښځو دحقوقو په نامه پر هغوى دزغم نه دپورته مسوليتونو پيټي اچولي دي، کله چې مور او پلار زاړه شي نو هغوى په Old Age Homes (د زړو لپار کورونو) کې غورزوي.چېرته چې هغوى داولادونو له مينې او خدمت څخه محروم پاتې کيږي.
د اسلام څخه پرته نور اسماني مذهبونه هم له تحريف سره سره دمور په عزت او درناوي او له هغوى سره د بدچلنۍ څخه په ژغورلو تاکيد کوي. په يهوديت کې دښځې مقام درخې وړ نه دى خو البته دمور له حيثيته هغه دعزت او درناوي وړ ده. [ته دمور او پلار عزت کوه ترڅو ستا عمر”چې الله په دې هيواد کې تاته درکړى ” اوږد شي]. (خروج ١٢٢٠، استثنا ٥-١٦ ).
دتلمود حکم دى (څوک چې په مور او پلار لعنت وايي هغه دې په قطعي ډول ووهل شي) (تلمود، ګوجرانواله ،مکتبه عناويم، ص ١٥٦ ).
دتورات په څير په انجيل کې هم ليکل شويدي چې (ته دخپل پلار او مور عزت کوه او څوک چې پلار او مور ته بد وايي هغه دې ضروري په سختۍ سره ووهل شي) (متى ١٥:٤ ).
مور داسلام له نظره:
اسلام دمور اوپلار ستونزمن او دقدر وړ خدمتونه لمانځي او انسان ته ورښايي چې په کايناتوکې مور او پلار  تر ټولو ډير دهغه دخدمت، مينې، شفقت او شکر وړ دي. د الله ج ارشاد دى:
(وقضى ربک الا تعبدوا الا اياه و باا لوالدين احسانا اما يبلغن عندک الکبر احدهما او کلاهما فلا تقل لهما اف ولا تنهر هما وقل لهما قولا کريما، واخفض لهما جناح الذل من الرحمة وقل رب ارحمهما کما ربينى صغيرا)(بنى اسراييل ١٧-٢٣ ،٢٤)
ژباړه: او ستا رب پريکړه کړې ده چې: پرته له هغه نه دبل چا عبادت مه کوۍ او له مور او پلار سره ښه چال چلن کوۍ که له هغوى نه يو يا دواړه زړښت ته ورسيږي نو اف هم مه ورته مه وايۍ.او خورا نرمې او مهربانې خبرې ورته کوۍ. دډيرې مهربانۍ لپاره ورته دماتې او تسليمۍ وزرونه کاږه او هميشه ورته دعا غواړه چې: پروردګاره! پر هغوى رحم وکړه څنګه يې چې په کوچنيوالي کې زه په مهربانۍ سره لوى کړى يم.
په قرانکريم کې دمور خدمتونه په ځانګړي ډول ياد کړاى شوي دي، دالله ج ارشاد دى:
(ووصينا الانسان بوالديه حملته امه وهنا على وهن وفصله فى عامين ان اشکر لى و لوالديک)’’لقمان ٣١-١٤‘‘
ژباړه:
او مونږ هر انسان ته امر کړى دى چې دمور اوپلار مننه وکړي. ځکه مور يې له کمزورۍ له پاسه په کمزورۍ کې بار کړى وو او له تي نه په جلا کيدلو يې هم دوه کلونه پوره شول نوځکه مونږ ورته امر کړى دىچې زما شکر وکړه او دمور او پلار شکر پر ځاى کړه.
بل ځاى فرمايي:
(ووصينا الانسان بوالديه احسنا حملته امه کرها ووضعته کرها وحمله وفصله ثلثون شهرا) ’’الاحقاف ٣٦-١٥‘‘
(ژباړه:او مونږ انسان ته امر کړى دى چې له مور او پلار سره ښيګڼه او نيکي وکړۍ ځکه مور يې خورا په ستونزو په خيټه کې ساتلى او بيا يې په خورا سختۍ زيږولى دى.دحمل او جلا کيدلو ټوله موده يې ديرش مياشتې ده).
که مور او پلار دشرک غوره کولو لپاره اولاد ته ووايي نو اطاعت به يې نه کوي خو بيا هم غوره سلوک پرې واجب دى. د الله ج ارشاد دى:
(وان جاهداک على ان تشرک بى ماليس لک به علم فلا تطعهما وصاحبهما فى الدنيا معروفا) ’’لقمان ٣١-١٥‘‘
ژباړه: او که دواړوه هڅه کوله چې له ماسره هغه څه شريک کړۍ چې ستا په پوهه کې نه راځي نو اطاعت يې مه کوه او په دنيوي ژوند کې ورسره ښه غوره ملتيا وکړه. 
مور او پلار او په ځانګړي ډول مور سره دښه سلوک دتاکيد په باره کې په يو حديث کې راغلي دي چې يو سړى رسول الله ص ته راغى:
يا رسول الله صلى الله عليه وسلم من احق الناس بحسن صحابتى ؟ قال امک ، قال ثم من ؟ قال ثم امک، قال من؟ قال ثم امک ،قال ثم من ؟قال ثم ابوک(صحيح بخارى:٥٩٧١)
ژباړه: يا رسول الله صلى الله عليه وسلم زما دښه سلوک تر ټولو ډير وړ څوک دى؟ هغه صلى الله عليه وسلم وفرمايل ستا مور ،هغه بيا پوښتنه وکړه:بيا څوک؟ هغه صلى الله عليه وسلم وفرمايل: ستا مور،هغه وويل بيا څوک ؟ هغه صلى الله عليه وسلم  بيا وفرمايل: ستا مور،هغه پوښتنه وکړه بيا څوک؟ نو هغه صلى الله عليه وسلم بيا وفرمايل ستا پلار.
په بل حديث کې راغلي دي :
ان الله حرم عليکم عقوق الامهات و اد البنات(صحيح البخارى:٢٤٠٨)
ژباړه: الله ج پر تاسو دميندو نافرماني اودلورګانو ژوندۍ ښخونې حرامې کړي دي.
دحج په مهال په صفا او مروا کې منډه ديوې مور داضطراب يادښت دى چې دخپل زوى دپالنې په لړ کې يې زغملى وو.
دمور سره نکاح کول ددې لپاره حرام ګرځول شوې چې دهغې دعزت او درناوي سره په ضد کې ده. د الله ج ارشاد دى:
ولا تنکحوا ما نکح اباوکم من النساء(النساء ٤-٢٢)
ژباړه: او دخپلو پلرونو دنکاحښکلو سره نکاح مه کوۍ.
بل ځاى فرمايي:
 حرمت عليکم امهاتکم وبنتکم و اخواتکم(النساء ٤-٢٣)
ژباړه: پر تاسو حرامې کړاى شوي دي ستاسو ميندې، لورګانې ، خويندې...
مور او درسول الله صلى الله عليه وسلم غوره سلوک:
درسول الله صلى الله عليه وسلم خپله مور دهغه په کوچينوالي کې وفات شوې وه. حضرت ام يمن رض د رسول الله صلى الله عليه وسلم پالنه کوله، رسول الله صلى الله عليه وسلم به دهغې سره په ډير شفقت سره راشه درشه کوله، کله به يې چې هغې ته غږ کاوه نو (زما مورې)به يې ورته ويلې، رسول الله صلى الله عليه وسلم به دا هم فرمايل چې: ام يمن رض زما له مور څخه وروسته زما مور ده.(ابن حجر، احمد بن علي: تهذيب التهذيب حيدر اباد دکن، جامعه عثمانيه، ج١٢، ص٤٥٩)
ددغې شفقت او مينې لامل داوو چې هغې په کوچنيوالي کې دهغه صلى الله عليه وسلم پالنه په ډير ښه توګه کړې وه.
درسول الله صلى الله عليه وسلم رضاعي مور حضرت حليمه سعديه رض دهغه صلى الله عليه وسلم تر بعثته ژوندۍ وه. هغه صلى الله عليه وسلم به دهغې سره په مشفقانه ډول تعامل کاوه. دحنين دغزا په مهال حضرت حليمه سعديه رض رسول الله صلى الله عليه وسلم ته تشريف راووړ نو رسول الله صلى الله عليه وسلم دادب په خاطر ورته پورته شو او ورته يې خپل څادر خپور کړ په کوم چې حضرت حليمه سعديه رض کيناسته.(ابن کثير: الهدايه الهنايه، بيروت، دارالکفر ،١٩٩٦ ،ج ٣، ص٥٧٧)
کله چې دحنين په غزاکې مسلمانانو ته فتح په نصيب شوه اودبنو هوازن شپږ زره تنه بنديان شول نو هغې دهمدغې رضاعتي واسطې له امله درسول الله صلى الله عليه وسلم څخه دمهربانۍ غوښتنه وکړه.هغه صلى الله عليه وسلم خپل او دبنو عبدالمطلب دبرخې ټول بنديان خوشې کړل او داچې نور بنديان تقسيم شوي وو نو رسول الله صلى الله عليه وسلم دهغوى په اړه دصحابه و څخه غوښتنه وکړه ، صحابه وپه دې ويناکولوسره ټول خوشې کړل چې: (کومه برخه چې زمونږ ده هغه هم د الله جل جلا له او دهغه درسول صلى الله عليه وسلم ده) (ايضاً، ص ٥٦٣-٥٦٤).
يو ځل کله چې رسول الله صلى الله عليه وسلم د حضرت خديجې رض سره دازدواج په رشته يو ځاى شوى ووحضرت حليمه سعديه رض دهغه صلى الله عليه وسلم په خدمت کې حاضره شوه او ورته يې دوچکالۍ او حيواناتو هلاکېدو څخه فرياد وکړ، داچې د هغه صلى الله عليه وسلم مالي حيثيت قوي نه وو نو ددې په خاطر يې معامله دخديجې رض مخې ته کيښوده ،حضرت خديجې رض هغې ته څلوښت بزې او يو  اوښ وبښل. (ابن الجوزى: الوفا باحوال المصطفى ، مصر ، مطبعة السعاده، ١٩٦٦ م، ص ١١٤).
رسول الله صلى الله عليه وسلم به درضاعي مور دخور هم عزت او قدر کاوه ، دمکې دفتحې په ورځ يوه ښځه چې دحضرت حليمه سعديه رض خور وه درسول الله صلى الله عليه وسلم په خدمت کې حاضره شوه،او له ځانه سره يې رسول الله صلى الله عليه وسلم ته دغوړو او پنيرو ډالۍ هم راوړې وه.هغه صلى الله عليه وسلم ترې دحضرت حليمه سعديه رض په اړه پوښتنه وکړه، نوهغې وفرمايل چې هغه وفات شوې ده ددې په اوريدو سره پريشان  شو، بيا يې له هغې څخه داړتيا پوښتنه وکړه او دهغې لپاره يې دجامو، سپرلۍ او دوه سوه درهمو دورکولو حکم وکړ. دبلاذري رض سره سم ددغو خبرو په کولو سره ولاړه: (نعم المکفول انت صغيراً کبيراً).(انساب الاشراف، مصر، دارالمعارف، ١٩٥٩م).
کله چې دعمرة القضاء په مهال دحضرت علي رض ،جعفر رض، او زيد رض تر منځ دحضرت حمزه رض دلور دپالنې په سر لانجه پيداشوه نو رسول الله صلى الله عليه وسلم د مور رشتې ته ترجيح ورکړه ، داچې دحضرت جعفر کونډه دحضرت اسماء رض ترور(خاله) وه نو رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: (الخالة بمنزلة الام)’’صحيح بخارى:٢٧٠٠، ترمذى: ١٩٠٤ ‘‘
خاله دمور په ځاى وي.
رسول الله صلى الله عليه وسلم په مانځه کې هم دميندو دپريشانۍ لحاظ کاوه
په عبادت کې لمونځ بنسټيز حيثيت لري، لکن په دې کې يې هم داولادونو دميندو خيال ساته ،حضرت ابو قتاده انصارى رض روايت کوي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: کله چې زه په لمانځه ودريږم نو غواړم چې هغه اوږد کړم، ناڅاپه ديو کوچني دژړا اواز واورم نو لمونځ مختصر کړم، زما داخبره نه خوښيږي چې (داوږد مونځ په کولو سره) دهغه مور په پريشانۍ کې وغورزوم.
جنت دمور دقدمونو لاندې دى
حضرت معاويه بن جاهمه رض فرمايي چې زه درسول الله صلى الله عليه وسلم په خدمت کې حاضر شوم اوومې ويل:(يا رسول الله صلى الله عليه وسلم انى کنت اردت الجهاد معک ابتغى بذلک وجه الله والدار الاخرة ...... ويحک احية امک..... ارجع فبرها...... ويحک الزم رجلها فثم الجنة) ’’ سنن ابن ماجه : ٢٧٨٢‘‘
ژباړه: يا رسول الله صلى الله عليه وسلم : زه دجهاد اراده لرم او زما مقصد دالله جل جلا له رضا او داخرت کاميابي ده، هغه صلى الله عليه وسلم وفرمايل تا ته افسوس دى ، ايا ستا مور ژوندۍ ده؟ما وويل هو، هغه صلى الله عليه وسلم وفرمايل بيرته ولاړ شه او دهغې سره دنيکۍ سلوک وکړه،ما بيا خپله مدعا وړاندې کړه هغه صلى الله عليه وسلم بيا هماغه خبره وکړه، کله چې ما اصرار وکړ او دريم ځل مې ورته وويل نو هغه صلى الله عليه وسلم وفرمايل: تاته افسوس دى دخپلې مور دقدمونو په جنت کې اوسه هماغه جنت دى.
دانسان لپاره مور ګرځيدل يو ستر شرف دى. رسول الله صلى الله عليه وسلم دځناورو ميندو ته هم دتکليف رسول منع کړيدي، حضرت عبد الله بن مسعود رض فرمايي:مونږ په يو سفر کې درسول الله صلى الله عليه وسلم سره وو، رسول الله صلى الله عليه وسلم دخپلې يوې اړتيا په خاطر چيرته ولاړ، په دې دوران کې مونږ يوه الوتونکې وليده چې دوه بچيان ورسره وو مونږ يې بچيان راواخيستل هغه الوتونکې چې کله (دبچو په لټه کې)راغله نو بې قراره وه په دغه مهال رسول الله صلى الله عليه وسلم راغى نو هغه صلى الله عليه وسلم وفرمايل چا دې ته دهغې دبچيانو له امله تکليف رسولى دى؟ دهغې بچى بيرته ورکړۍ.(سنن ابوداود: ٢٦٧٥،٥٢٦٨).
په بل روايت کې دالوتونکو دبچو په ځاى دهګيودپورته کولو ذکر شوى دى.(مسند امام احمد ٣٨٢٥).
له دې څخه معلوميږي چې دنورو مذهبونو او ټولنو په نسبت داسلام تصور څومره ټوليز او واضح دى.اسلام  مور دهغې لوړ مقام ته رسوي او له هغې څخه د اولادونو دپالنې او داغيزمنې اسلامي ښوونې او روزنې په واسطه دټولنې د سمونې  يو ډير مهم کار هم اخلي. چې د اولادونو څخه دعزت ،درناوي او دخپلو حقوقو دتوقع ساتلو په خاطر ميندو ته په خصوصي ډول ددې ټکي په ياد لرل په کار دي . دمور او اولادونو ترمنځ دخپلمنځي اړيکو ددې نه ښه تصور نه چا ورکړى او نه ممکن دى .په دې باندې مسلمانانو ته وياړ او دالله جل جلا له شکر ايستل په کاردي.
لور
په ټولنه کې دښځې له مختلفو حيثيتونو څخه يو هم دهغې د(لور) حيثيت دى، په دې اړه د اسلام پر ځانګړو او امتيازي ښوونو دپوهيدو په خاطر اړينه ده چې په څو غوره شويو تهذيبونو کې ددې دحيثيت يوه لنډه شننه وړاندې کړاى شي.
لور په نورو تهذيبونوکې
په يهوديت کې لور هغه مهال دميراث وړ ګرځيداى شي چي زوى ونه لري، تورات کې يې ليکلي دي:’’ بني اسرايلو ته ووايه چې که چيرته کوم شخص مړ شي او کوم زوى ونه لري دهغه ميراث دهغه لور ته ورکړۍ‘‘(ګنتي ٨:٢٧)
که دلور واده په بلې کومې قبيلې کې وشي نو بيا يې هم په ميراث کې کوم حق نه شته . (ګنتي ٣٦:٣) بلکه په تورات کې خو دلور دخرڅولو تصور هم ميندل کيږي.(خروج ٧،٨:٢١)
دهغوى سره لور له بنسټيزو انساني حقوقو څخه هم محرومه ده،سيد امير علي ليکلي دي:
The Hebrew maiden, even in her father's house, stood in the position of a servant; her father could sell her if a mirer. In case of his death, the sons could dispose of her at their will and pleasure.
(The spirit of islam, sang-e-meel publications, Lahore, N, D.PP-227)
عبراني پيغلې دخپل پلار کور هم دنوکرې په توګه پريښوده، په کوچنيواله کې يې پلار هغه خرڅولى شوه، که پلار مړکيده نو زوى په خپله خوښه دهغې سودا کولى شوه.
هندوانو جينۍ لپاره د’’دوهنز‘‘ (ليرې کړاى شوې) لفظ استعمالاوه،او په يو وخت کې يې څو ميړونوته دهغې دودولو رواج هم درلود چې پولينډري به يې ورته ويل ، دا ددې خبرې نښه ده چې لور کوم محترم شخصيت نه دى.
په هندوستان کې دله نجونو څخه دکرکې انتها داده چې هلته لور له زيږون مخکې وژل کيږي.د سونو ګرام او ايمنايوسنيټسس (دآلو په واسطه دمور په رحم کې دجنين دحالت او جنس معلومونې ازموينو) په واسطه له زيږونه مخکې داولاد دجنس څيړنه کيږي او دجنين په حالت کې يې زيان کوي.
دBBC اردو خپرونې ’’ميزان‘‘ پروګرام (٩،١١،٢٠٠٦) سره سم دهندوستان١٠٠٠ هلکانو په مقابل کې ٧٠٠ جينکۍ زيږيږي .دياد شوي راپور سره سم تازه ترينه طبي څيړنه دا ده چې په هندوستان کې هر کال ٥ لکه نجونې له زيږيدو مخکې وژل کيږي.
دټايم ميګزين له تازه ترين راپور سره سم په هندوستان کې په تيرو دوه لسيزو کې يو کروړ حملونه ددې له امله غورځول شويدي چې له هغوى څخه لوڼې پيداکيدونکې وې.(معارف فيچر سروس،مدير: سيد شاهد هاشمي، کراچي، شماره ٠١.٠٣،٢٠٠٦ – ص ٩).
په ځينو سيمو کې که نجونې وزيږيږي نو هم  وژل کيږي، نواى وقت په(١٣/٨/١٩٨٣)نيټه د اکانومست اونيزې په حوالې دا غټ خبر خپورکړىوو: (چې په شمالي هندوستان کې نجونې له پيداکيدو سره سم وژل کيږي).
په پخوانيو مصريانو کې دلورګانو سره د ودونو بيلګې ميندل کيږي، عمر رضا کحاله دپلار او لور دودونو ذکر کوي او ليکي:
(کان المصريون قليلى الغيرة..... ويتم الزواج عندهم بين الاخ  والاخت ، واحياناً قليلاً من الاب والبنت..... ) ’’ المراة فى القديم والحديث، بيروت ، موسسةالرسالة، ١٩٧٩، ج ١، ص١٢٣‘‘
په مصريانو کې دغيرت کمى وو.... په هغوى کې دورونو او خويندو تر مينځ ودونه کيدل او کله کله به دپلار او لور تر مينځ هم واده کيده خودا به لږ وو.
دحضرت عمر فاروق رض تر خلافته دمصري جاهلي نظرياتو له امله په يوه ځانګړې موقع د رود نيل د روانيدو په خاطر لورګانې ورته نذر کېدلې. له دې بيلګو څخه ثابتيږي چې له هغوى سره نه دلور عزت ساتلى شوى و اونه دځان.
د بابليانو په مذهب کې دلور دحيثيت په اړه سيد ابوالحسن علي ندوي داستاد العقاد په حواله ليکي چې .... د همدې له امله که به چا جينۍ ووژله نو قاتل به خپله لور دمقتولې جينۍ په بدل کې ورکوله ترڅو دجينۍ والا يې يا ووژني ،يا يې وينځه کړي او يايې وبښي مګر اکثره به دحکم دنفاذ په خاطر وژنې صورت نيوه.(تهذيب وتمدن پر اسلام کے اثرات واحسانات، ص ٦٠-٦١) .
له دې څخه پرته  کله به چې څوک دمالي پريشانۍ سره مخ شو نو هغه به خپلې لورګانې بدلمنۍ ته مجبورولې.تر څو مال وګټي.(عبدالله مرعى: اسلام اور ديگر مذاهب ومعاشرو مين عورت کے حقوق ومسايل، دار الاشاعت، ص٣١-٣٢).
عربانو به دلور زيږيدل دشرم باعث گاڼه.ددې عامل دغه بې ځايه غيرت وو چې که غټه شي نو بل ته به واده کيږي او که په جنګ کې ماته وخوري نو ددښمن په نيواک کې به وغورځيږي،دهمدې له امله به هغوى لورګانې ژوندۍ ښخولې ، قرانکريم دلور دزيږيدو په اړه دهغوى څرنګوالى داسې بيانوي:
واذا بشر احدهم بالانثى ظل وجهه مسوداً وهو کظيم، يتوارى من القوم من سوء ما بشر به ايمسکه على هون ام يدسه فى التراب الا ساء ما يحکمون.(النحل ٥٧-٥٨)
ژباړه: کله هم چې ددوۍ کوم يوه ته دلور دپيدايښت خبروشي نو مخ يې تک تور ، له قهر او غضب نه ډک وي. دهغه بد زيري له کبله چې پرې شوې له خپل قوم نه پټ ګرځي.او په دې فکر کې وي چې له سپکوالي سره يې وساتي او کله ژوندۍ يې په خاورو ومنډي.خبردار چې دوۍ ډيره بده پريکړه کوي.
کله چې اسلام راغى نو خلک په خپل دغه جرم پښيمانه شول ،هغوى به رسول الله صلى الله عليه وسلم ته راتلل او دخپل شقاوت کيسې به يې ورته کولې ترڅو هغوى ته استغفار وغواړي او کفاره يې ورته ووايي.په حديث شريف کې راځي چې يو شخص رسول الله صلى الله عليه وسلم ته راغى او عرض يې وکړ:
(انا کنا اهل الجاهلية وعبادةاوثان فکنا نقتل الاولاد....)’’ سنن دارمي:٢‘‘
مونږ جاهل او بت پرست وو او خپل اولاد به مو قتل کاوه، زما يوه لور وه کله چې هغه رالويه او په خبروه شوه نو ما به چې هغې ته غږ کاوه  په خوشالۍ سره به راتله.مايوه ورځ را وغوښتله ، هغه راغله نو ما له ځان سره واخيسته اودخپلې سيمې سره نزدې مې ديو کوهي خواته ويوړه ،دهغې لاسونه مې ونيول ونيول اوکوهي ته مې وغورځوله، هغې تر اخر وخته ماته باباجان، باباجان ويل ، رسول الله صلى الله عليه وسلم ددې په اوريدو سره ښه ډير وژړل.....
تفسير ابن کثير (بيروت، دارالقلم، س ن، ٤\٤١٨) کې ليکي چې حضرت قيس بن عاصم دجاهليت په دور کې اته انجونې ژوندۍ په خاورو کړي،کله چې هغه رسول الله صلى الله عليه وسلم ته راغې او ورته يې دهغې ذکر وکړ نو هغه صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل’’دهرې يوې په بدل کې يو،يو غلام ازاد کړه‘‘ کله چې هغه عرض وکړ، يا رسول الله صلى الله عليه وسلم ماسره يوازې اوښې شته، نو هغه صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل ’’ دهرې يوې په بدل کې يواوښه ذبح کړه‘‘.
امام المفسرين ابن جرير طبري ليکلي دي: (سړي به چې کله خپله لور ودوله نو په مهر به يې خپله قبضه اچوله)’’تفسير طبري مصر، مصطفى، البابى الحلمى٤\٢٤٣‘‘.
دمهر څخه دژغورنې بله لار داوه چې سړي به ديو چاسره دخپلې لور واده په دې شرط کاوه چې هغه به دخپلې لور واده له ده سره کوي، په دې واده کې به مهر نه وو او دې نکاح ته به يې دشغار نکاح ويله.
شمس الدين عظيمي ليکلي دي چې په پخواني چين کې دا قانون وو چې دنکاح څخه وروسته به دناوې پلار په  ريشمي دورې لومړى ناوې ووهله او بيا به يې زوم ته ورکړه او ورته به يې وويل چې ته دهدايت له دې دورې څخه کار اخله....ښځه دفساد سرچينه او دفريب مجسمه ده .اړينه ده چې ته دهغې له چالاکيو څخه باخبر اوسې(ايک سو ايک اولياء الله خواتين، الکتاب پبليکشنز،ص٤٤).
په اشتراکي چين کې اوس هم خلک زامنو ته په لورګانو ترجيح ورکوي.  کله چې په ١٩٨٠ لسيزه کې حکومت د’’پر يو اولاد مشتملې کورنۍ‘‘ قانون نافذ کړنو خلکو دخپلو لورګانو ژوندۍ ښخول پيل کړل ترڅودهغوى سره د زوى پيداکيدو شوونتيا باقي پاتې شي.
يوازې ديو اولاد داجازې دپاليسۍ له امله په کال کې ٥ لکه نجونې دميندو په رحمونو کې وژل کيږي(ترجمان القرآن،اکتوبر ١٩٩٥،ص٥٦).
په نوي لويديز تهذيب کې لور په شل کلنۍ کې دمور او پلار له مرستې محروميږي، هغه به نور خپل لګښتونه په خپله زغمي او خپله ساتنه به په خپله کوي.
دحيوانيت انتها داده چې سړى دخپل جنسي هوس دارامولو په خاطرد زښـتو ډيرو درناوي وړ رشتو لحاظ هم نه ساتي. د پلار او لور او ورور او خور تر مينځ دصنفي اړيکو ميندل اوس معمولي پيښې دي، ديوې سروې له مخې په امريکاکې شپيته سلنه نجونو ويلي چې هغوى لومړۍ جنسي تجربه له پلار او يا ورور څخه ترلاسه کړې ده.(انور بن اختر: يورپ مين آزادى نسوان کے نقصانات، مکتبه ارسلان، ٢٠٠١، ص ٣١٨).
لور داسلام له سترګو
په اسلامي ټولنه کې دلور مقام له زوى څه هيڅکله کم نه دى.که زوى نعمت ګڼل کيږي نو لور رحمت ګڼل کيږي. اسلام لور ته دژوند کولو حق ورکړ او په وراثت کې يې برخه ورکړه ، په مور او پلار يې  پالنه، ښوونه او روزنه او په وړ وخت کې دواده کولودچارو مسوليت ايښى دى.
درسول الله صلى الله عليه وسلم ارشاد دى: چا چې دلورګانو کفالت وکړاو هغوى ته يې ادب وروښود، واده يې ورته وکړ،او ورسره يې ښه سلوک وکړ دهغه لپاره جنت دى (سنن ابوداود ٥١٤٧).
اسلام دجاهليت پر خلاف دلورګانو ژوندي ښخول منع کړل، په قران کريم کې ددغه بدترين عمل غندنه په دې توګه راغلې ده:
او کله چې دژوندۍ ښخې کړاى شوې جينۍ څخه پوښتنه وکړاى شي چې په کومه ګنا وژلې شوې ده.(التکوير ٨١:٨-٩)
په حديث شريف کې راځي: (الله تعالى په تاسو باندې دميندو نافرماني او د لورګانو ژوندي ښخول حرام کړي دي) ’’صحيح بخاري: ٨١:٨-٩‘‘
له دې سره يې دلورګانو دعزت او درناوي حکم کړى او پر لورګانو يې زامنو ته دترجيح ورکول څخه منع کړې ده، درسول الله صلى الله عليه وسلم ارشاد دى:
(دچا چې جينۍ وي، هغه يې نه ژوندۍ ښخه کړي او نه ورسره دسپکاوي سلوک وکړي اونه پر هغې هلکانو ته ترجيح ورکړي نو الله تعالى به يې جنت ته داخل کړي)’’ سنن ابو داود: ٥١٤٦‘‘
په حديث شريف کې دلورګانو په معامله کې پر راپورته کيدونکو تکليفونو او له هغوى سره په ښه سلوک د اجر ژمنه شوى ده: (هر هغه څوک چې دلورګانو په ذريعه په ازميښت کې غورځيدلى وي په داسې ډول چې له هغوى سره يې ښه سلوک کړى وي نو هغه به ورته له اور څخه حجاب وګرځيږي)’’ صحيح بخاري:٥٩٩٥‘‘
په بل حديث کې راغلي دي: (چا چې دده نجونو دکفالت پيټى پورته کړ،تر دې چې هغه بالغه شوه نو هغه به دقيامت په ورځ ما ته دومره نزدې وي دا يې وويل او هغه صلى الله عليه وسلم په اشارې سره خپلې ګوتې سره يوځاى کړې)’’صحيح مسلم ٢٦٣١‘‘
له خپلو لورګانوسره درسول الله صلى الله عليه وسلم ښه سلوک
رسول الله صلى الله عليه وسلم ته الله تعالى څلور لورګانې ورکړې وې ،هغه صلى الله عليه وسلم دهغوى پالنه، روزنه او دمناسبو رشتو اهتمام وکړ، او له د ودونو څخه وروسته يې هم دهغوى دمينې او پوښتنې ايږنې حق ادا کړ، يوازې دانه بلکه دهغوى له اولادونو سره يې هم دمحبت او شفقت معامله کوله،رسول الله صلى الله عليه وسلم دحضرت فاطمې رض په اړه فرمايې: (زما لور زما دځيګر ټوټه ده، کوم شى چې دهغې لپاره دپريشانۍ باعث ګرځي هغه زما لپاره هم دپريشانۍ سبب ګرځيږي او کوم شى چې هغې ته اذيت رسوي ما ته هم اذيت رسوي)’’صحيح بخاري:٥٢٣٠‘‘
کله چې دبدر د غزا په موقع په بنديانو کې دحضرت زينب رض ميړه هم دبندي په توګه راغى نو حضرت زينب رض په فديې کې خپل اميل ورکړ، کله چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وليده نو و يې ژړل اود صحابه و رض څخه يې پرته له فديې دهغې دمېړه دخوشې کولو وړانديز وکړ، رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : (که تاسو مناسبه ګڼۍ چې دهغه بندي هم پريږدۍ او مال هم بيرته ورکړۍ نو همداسې وکړۍ)’’سنن ابوداود:٢٦٩٢‘‘
همدا رنګه دهغې لور حضرت امامه رض به يې دمانځه په حالت کې په خپلو اوږو سپروله.
کله به چې رسول الله صلى الله عليه وسلم په کوم سفر وتلو نو دټولو په اخر کې به د حضرت فاطمې رض کره تلواو په تندي به يې ښکلوله، او کله به چې له سفره بيرته ستنيده نو هم به تر ټولو لومړى دهغوى کره تلو، کله به چې هغه رسول الله صلى الله عليه وسلم ته راتله نو رسول الله صلى الله عليه وسلم به ورته داستقبال په خاطر ودريده،او په تندي به يې ښکلوله.
يو ځل يې يوه لمسۍ د مرګ په حالت کې وه ،لور يې هغه صلى الله عليه وسلم وغوښت ،کله چې رسول الله صلى الله عليه وسلم ورغى نو دغم له شدته يې اوښکې څڅيدې امام حسن او امام حسين رض سره يې بې بريده مينه کوله او هغوى ته به يې دجنت سرداران ويل.
کله چې حضرت رقيې رض هجرت وکړ او حبشې ته لاړه تر ډيرې مودې دهغې له خوا کوم خبر رانغى ، رسول الله صلى الله عليه وسلم ډير فکرمن شو، کله چې يوې ښځې دخيريت خبر راوړ نو طبعيت يې ارام شو.
يو ځل دمدينې څخه دتيريدو په مهال دمشرکينو يوه قافله دمسلمانانو په لاسو کې پريوته، په کومې کې چې دحضرت زينب رض ميړه ابوالعاص هم وه، هغه دحضرت زينب رض څخه پناه وغوښته ، حضرت زينب رض پنا ورکړه او رسول الله صلى الله عليه وسلم يې پناه نافذه کړه.
د رسول الله صلى الله عليه وسلم له تعليماتو څخه په اغيز سره صحابه کرامو رض هم دخپلو لورګانو قدر او منزلت کاوه، دعمرة القضاء په مهال خو دحضرت على رض، زيد رض او جعفر رض ترمنځ دحضرت حمزه رض دلور دپالنې په سر شخړه راغله، حضرت على رض دتره لور له امله او حضرت جعفر رض يې دښينې لور له امله د پالنې دعوه دار وو، په همدې توګه زيد رض هم.
يو وخت هغه وو چې څوک په خپلو لورګانو لګښت کولو ته تيار نه وو او يو وخت بيا داسې راغى چې خلکو به دخپلو رشته لرونکو دلور پالنه هم دځانونو لپاره اعزاز ګاڼه.
لورګانو څخه دخدمت، اطاعت، او درناوي توقع لرونکو ميندو او پلرونوباندې لازمه ده چې دهغوى دحقوقو لورته هم پاملرنه وکړي،  ځکه هغوى ته دمسوليتونو دپوره کولو نصيحت کول او خپله دهغوى دحقوقو دپښولاندې کول منصفانه رويه نه ده، اسلام په حقوقو او فرايضو کې د انډول درس ورکوي کوم چې ديوې بريالۍ ټولنې بنسټ دى.