بهرنيو ځواكونو د كندهار ښار د چوڼۍ په سيمه كي يو څلور كلن هلك په موټر ووهى او ويي وژى .
2011-03-15 01:07:13
بهرنيو ځواكونو د كندهار ښار د چوڼۍ په سيمه كي يو څلور كلن هلك په موټر ووهى او ويي وژى .
د كندهار د چوڼۍ د سيمي يو شمير اوسيدونكي وايي چي څلور كلن ماشوم ابوبكر نوميږي تيره ورځ د يكشنبي په ورځ په ياده سيمه كي د پرچون دكان ته د سودا اخستلو دپاره د تګ په حال كي وو چي د امريكايي ځواكونو د موټرونو د كاروان سره مخ او موټر ووهه چي ويي وژى .
د وژل سوي ماشوم پلار او دسيمي اوسيدونكي وايي بهرنيانو چي كله ماشوم په موټر سره وواژه ډزي يي هم وكړي او وتښتيدل .
ددي سيمي اوسيدونكي غوښتنه كوي چي په كندهار ښار كي دي د بهرنيو سرتيرو د تګ راتګ مخه ونيول سي .
دا لمړى ځل نه دى چي په كندهار كي دا ډول پيښي رامنځ ته كيږي تر دي مخكي هم د كندهار ښار ډير لارويان بهرنيو سرتيرو په موټرونو وژلي او يايي هم ډزي پر كړي دي . 