په هرات کې د ښځو د موسيقۍ بوى د ديني عالمانو پزو ته رسېدلاى دى
2010-02-07 00:10:17
نجونو او ښځو د سندرو ويلو او موسيقۍ غږولو چانس تر لاسه کړى، خو محافظه کاران يې په ټينګه مخالفت کوي.
په هرات کې د آى ډبليو پي آر د خبريال، صديق بهنام ليکنه
دوې نجونې په هرات کې د تابش د موسيقۍ په ښوونځي کې د طبلې او ارمونيې د غږولو تمرين کوي.
يو ويشت کلنه ناهيد افشار غواړي يوه مشهوره سندرغاړې شي، خو په داسې يو هېواد کې چې د ښځينه غږ خو لاپرېږده، زياتره خلک د موسيقۍ اورېدل يوه ګناه بولي.
د يو منځني ښوونځي د وروستي ټولګي زده کوونکې، ناهيد وويل: ""تل مې دا ارمان و چې موسيقي وغږولاى شم او سندرې وويلاى شم او په خپلې ټولنې کې شهرت ته ورسيږم. کله چې مې پيل پرې وکړ، کورنۍ مې منع کړم."
اوس د يو موسيقي پوه، جواد تابش د نوښت له برکته ناهيد د خپل برياليتوب وړاندې يو خنډ له منځه يوړ. اوس په هرات کې د ښځو لپاره د موسيقي د روزنې يو ځانګړى مرکز پرانيستل شوى دى.
سره له دې چې د طالبانو د پېر په پرتله اوس هرات زيات ازاد دى، خو ديني بنسټپال د ښځو له موسيقۍ سره مخالف دي او د نوموړي مرکز په وړاندې يې ګامونه پورته کړي دي. تابش وايي هغه به خپل کار ته دوام ورکوي.
نوموړى مرکز د يوې زړې ودانۍ په دويم پوړ کې پروت او يوازې يوه کوټه لري. خو ناهيد ته، چې مور او پلار يې د موسيقې له خپلې زده کړې سره راضي کړي دي، هغه لکه يوه ماڼۍ پريښي.
هغه په دې مرکز کې د سندرو ويلو تمرين کوي او په پام کې لري چې د هنرمندۍ يوې مناسبې کچې ته ورسېږي ، خپلې سندرې ثبتې کړي.
هغې وويل: "زما يو زيات شمېر هم ټولګيوال غواړي دلته راشي. خو کورنۍ به يې ورته اجازه ورنه کړي."
په نوموړي مرکز کې لس تنه ځوانې مېرمنې دي. هره يوه يې د موسيقۍ يوه اله غږوي او يا د سندرو ويلو تمرين کوي. د ارمونيې، طبلې يا ډول غږونه د ګيتار او د موسيقۍ د نورو الو له غږونو اوهمدارنګه د ښځو له اوازونو سره ګډ اورېدل کيږي.
تابش په هرات کې په موسيقۍ کې وتلې څېره ده او له پرله پسې غوښتنو وروسته يې د موسيقۍ دا مرکز پرانيست.
هغه وويل: "څو، څو ځلې راڅخه د داسې يو مرکز د پرانيستلو غوښتنه شوې وه. د هرات د عمومي فضا او د حکومت د ملاتړ په څېر ډېرې ستونزې په مخ کې پرتې وې. ما هوډ وکړ چې له دې سره سره پر مخ ولاړ شم، ترڅو خپلو هېوادوالو او موسيقۍ ته خدمت وکړم."
تابش وايي، ښځې د موسيقۍ له زده کړې سره ډېره مينه لري، خو ټولنيزو ستونزو دا کار يو څه ناشونى کړى دى. د هغوى کورنۍ اجازه نه ورکوي او ديني بنسټپالان په موسيقۍ کې د ښځو له ګډون سره مخالفت کوي.
خو له هغې سره سره بيا هم هغه لس تنه زده کوونکي لري او پتېلې يې ده چې خطر په ځان ومني.
تابش وويل: "يو څو ورځې دمخه يو شمېر مخ پټو خلکو زموږ لوحه ماته کړه. ما د مرکز د تړلو په اړه څو اخطارونه تر لاسه کړي دي، خو داسې غوښتنو ته به ملا ټيټه نه کړم."
پنځه ويشت کلنه الهه په دې مرکز کې ګيتار غږول زده کوي. نوموړې هيله منه ده يوه ښه سندرغاړې شي، چې ښځو ته موسيقي وغږوي او خپلې کورنۍ ته اعاشه او اباته چمتو کړي.
هغې وويل: "زه پوهيږم چې خلک په داسې فعاليتونو کې د ښځو ښکېلتيا نه خوښوي."
د هغې په سترګو کې اوښکې ډنډ شوې او خپلو خبرو ته يې دوام ورکړ: "جګړه بايد له يوه ځايه پيل شي. د طالبان په پېر کې زه اووه کلونه په کور کې بندي وم. ما د خپل عمر ډېر ښه کلونه له لاسه ورکړل. هغه څوک ماته بېرته راکولاى شي؟ خو اوس چې وضعه يو څه ښه شوې ده، بايد له هغې ګټه واخلو."
په داسې حال کې چې په ٢٠٠١ کال کې د طالبانو تر وتلو وروسته هرڅه ډېر تغيير موندلى دى، خو وضعه لا تر اوسه هم ښه نه ده. ښځې له يو لړ داسې ستونزو سره مخامخ دي چې نارينه ورسره هيڅ غرض نه لري.
دوو هراتي ښځينه سندرغاړو په متحده ايالتونو کې، د يو امريکايي پروګرام په څېر، د افغان ستوري په يو مشهور تلويزيوني پروګرام کې ګډون کړى وو. هغوى ډېر ښه وځليدل. د ستارې په نامه يوه ګډون کوونکې تر وروستي پړاو ورسېده.
خو له پورته دوو مېرمنو څخه يوې يې هم ونه کړاى شول د يو شمېر ګواښونو له امله په نوموړي پروګرام کې له ګډون وروسته بېرته هرات ته راستنې شي. هغوى دواړه په کابل کې اوسيږي.
فريدې ترانې په دې وروستيو کې د کابل ولايتي شورا کې څوکۍ وګټله.
ناهيد د خپل ځان په وړاندې محدوديتونو څخه خبره ده. هغې وويل: "دا ډېره لويه ستونزه ده چې نور زما په کارونو کې لاسوهنه کوي. نارينه مې په موټرسايکلونو تعقيبوي او کله ناکله راته ګواښونه کوي. خو يو هلک، چې هر څه يې زړه وغواړي، کوي يې. هيڅوک هغه ته څه نه وايي."
تابش هوډمن دى چې له ټولو ستونزو سره سره د موسيقۍ مرکز پرانيستى وساتي. هغه وويل له حکومت او نورو بسپنه ورکوونکو موسسو څخه يې د مرستې غوښتنه کړې ده، خو تر اوسه يې څه تر لاسه کړي نه دي:
هغه وويل: "موږ د اطلاعاتو او فرهنګ له رياست څخه د تمرين لپاره د يو مناسب ځاى او د [موسيقۍ] د الو غوښتنه کړې ده، خو هغوى هيڅ مرسته نه کوي. زه له هر زده کوونکي څخه زر، زر افغانۍ فيس اخلم، خو هغه کرايه هم نه پوره کوي. زه له خپل جيب څه پيسې لګوم."
په هرات کې د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس، نعمت الله سروري وويل، حکومت د تابش د نوښت هرکلى کوي. کله چې زموږ د رياست خپله ودانۍ بشپړه شي، نوموړي مرکز ته به مناسبې اسانتياوې چمتو کړاى شي. نوموړي زياته کړه چې دا کار يو کال يا تر هغې زيات وخت غواړي.
سره له دې چې قانون د ښځو په وړاندې تبعيض منع کړى دى، خو ټول هراتيان د نجونو د موسيقۍ د زده کړې د مرکز د مفکورې ملاتړ نه کوي.
په دې کې د هېواد نور محافظه کار عناصر هم دخالت لري.
د هرات د ښار د عمر فاروق د جومات ملا امام، ٤٥ کلن ملا ګلاب شاه وويل: "د اسلام له مخې آن د ښځو د سندرو اورېدل منع دي. دا تر ټولو ناوړه ده چې ښځې له موسيقۍ سره سندرې وايي، ځکه موسيقي هم په اسلام کې حرامه ده."
د نوموړي ملا د وينا له مخې نوموړى مرکز بايد وتړل شي. هغه وويل: "زه د ښځو لپاره د موسيقۍ د هر ډول مرکز له پرانيستلو سره مخالف يم. دا له اسلام سره مخالفت دى."
دهرات پوهنتون د ښکلو هنرونو د پوهنځي فارغ التحصيل، پژمان ازادي باور لري چې نوموړى مرکز موسيقۍ او د ښځو غمجن نسل ته يو ستر خدمت دى.
هغه وويل: "د زړو مفکورو وخت تېر شوى دى. خلک بايد نړۍ ته په وازو سترګو وګوري او تېر نه وځي."