د هراتي غاليو ارزښت غړند شوى دى
2010-02-07 00:04:36
سوداګر شکايت کوي چې دا دوديز لاسي صنعت ارزان بيه غاليو تراغېز لاندې راوستى دى.
په هرات کې د آى ډبليو پي آر د خبريال، محمد شفيع فيروزي ليکنه
د اته ويشت کلن عبدالستار په نامه يو غالۍ پلورونکي د ترخې يخنۍ له امله ځان په شړۍ کې تاو کړى او د پېرېدونکو په تمه په خپلې هټۍ کې ناست دى.
هغه هغو ټولو لارويانو ته، چې د هټۍ په وړاندې يې تېريږي، غږ کوي او وايي: "راشه وروره! هر ډول ښې غالۍ لرم."
خو زياتره لارويان د هغه په نارو غوږونه نه ګروي.
عبدالستار آى ډبليو پي آر ته وويل: "درې کاله دمخه چې لږه اندازه بهرنۍغالۍ او خام مواد راوړل کېدل، نو د ورځې مې شاوخوا ٥٠ غالۍ پلورلې."
هغه وايي په هغو ورځو کې به يې په هټۍ کې هومره زيات بيړ وبار و، چې د تر مازيګره به يې د ناستې لپاره وخت نه درلود. اوس که د مياشتې لس، پنځلس غالۍ وپلوري نو ځان نېکمرغه بولي.
غالۍ اوبدونکي او د هغې سوداګر وايي، د افغاني غاليو بازار، چې د خپل ډيزاين او د ورېښمو، وړيو او رنګ په څېر د طبيعي موادو له امله ښه نوم لري، له ايران او ترکيې څخه په فابريکو کې د اوبدل شوو غاليو د راوړلو له امله تر ګواښ لاندې دي.
يو مهال په لاس اوبدل شوو غاليو د افغانستان د صادراتو مهم توکي جوړول. د ١٩٨٠ او١٩٩٠کلونو تر منځ د جګړو له امله نوموړې سوداګري راولوېدله، ځکه زيات شمېر اوبدونکو پاکستان ته له کوچېدو وروسته خپل کاروبار هغه هېواد ته انتقال کړ.
په سلو کې شاوخوا اتيا اوبدونکې مېرمنې دي چې ددې صنعت له لارې خپلو کورنيو ته د پام وړ عايد راوړي.
اته دېرش کلنه زرمينه ددې مېرمنو له ډلې څخه يوه مېرمنه د ه، چې د خپل ژوند نيمايي برخه يې د غالۍ په اوبدلو کې تېره کړې ده. هغه شکايت کوي چې نور يې څوک اوبدل شوې غالۍ نه رانيسي. سره له دې چې هغه په يوازې سر خپلې اووه کسيزې کورنۍ ته اعاشه او اباته چمتو کوي، نه غواړي، نور دې کار ته دوام ورکړي.
هغه وايي: "پخوا به راته پېرېدونکو د غاليو تر اوبدلو دمخه پيسې راکولې. اوس هره اوونۍ څو ځلې خپلې غالۍ بازار ته وړم، خو هلته يې راڅخه په دومره پيسو غواړي چې آن خپل لګښت نه پوره کوي."
نوموړې زياته کړه: "زه دومره تر سپږمو راغلې يم چې کېداى شي خپل کار پرېږدم او د يو بل کار په لټه کې شم، ځکه د غاليو د اوبدلو له لارې د خپلې کورنۍ اعاشه او اباته نشم پوره کولاى."
د غاليو د خامو توکو پلورونکي ددې کاروبار د رالوېدو له امله خپه دي. د محمد يونس په نامه يو هټيوال وايي، زياتره غالۍ اوبدونکي له ده څخه په پور خام توکي اخلي او د غاليو له پلورلو وروسته يې پيسې ورکوي.
د بازار د کمزورۍ له امله اوس د هغه د پور ورکړه ځنډيږي.
هغه وويل: "هغه مهال چې غالۍ اوبدونکو له ده څخه په پور خام توکي اخيستل، نو غالۍ به يې [د اوس په پرتله] په ښه بيه ژر پلورل کېدې. هغوى به په خپل وخت پېسې راکولې. په دې وختونو کې د [غاليو] اوبدونکي ښه خرڅلاو نه لري او له دې امله مې په مياشتو مياشتو کې پور نشي خلاصولاى. کله چې ترې خپل پور وغواړم، هغوى شکايت کوي او وايي چې غالۍ يې نه دې پلورل شوي. په دې توګه تاوان کوم ...او پوهيږم چې له افلاس سره به مخامخ شم."
په افغانستان کې د جوړو شوو غاليو له پنځو څخه درې هغه يې په سختۍ پلورل کيږي.
په کورني بازارکې ماشيني واردو شوو غاليو ګران بيه افغاني غالۍ يوې خواته کړي دي. د افغاني غاليو صنعت د خپل کيفيت له ستونزو سره لاس او ګرېوان دى، ځکه په زياتېدونکي توګه په کې د ټيټ کيفيت مواد کارول کيږي او هغه هم بيا له بهر راوړل کيږي.
په هرات کې د سوداګرۍ د خونو مرستيال مشر، خالد احمد يارمند وايي د واردو شوو خامو موادو کنترول او څارنه د افغانستان د ستنډرډ د ادارې کار دى. نوموړې اداره په کابل کې لېرې پرته ده.
يارمند وويل: "د ټيټ کيفيت او درغلو موادو پر وارداتو د بنديز په اړه مو څو څو ځله د سوداګرۍ او ماليې له وزارتونو څخه غوښتنه کړې ده، ترڅو په هغو ولايتونو کې، چې سرحدونه او د سوداګرۍ لارې لري، د ستنډرډ ادارې جوړې کړي، خو له بده مرغه په دې غوښتنو سترګې پټې شوي دي."
د هرات د غاليو د صنعت د ټولنې مرستيال مشر، توريالى غوثي وايي، د [غاليو د] اوبدونکو او پېرېدونکو له شکايتونو سره سره خرڅلاو يو څه مخ په ښه کېدو دى.
نوموړي وويل: "پروسږکال د هرات د ولايت د غاليو صادرات له ٢٥٠ زرو متر مربع څخه زيات و. خو سږکال [٢٠٠٩] دا شمېره ٤٥٠ زره متر مربع ته رسېدلې ده."
د هرات غالۍ د نورو هېوادو په کتار کې جرمني، متحده ايالتونو، بلجيم، هند او تاجکستان ته صادريږي.
هغه وويل: په عين وخت کې حکومت ددې سوداګرۍ د ښه کولو لپاره ډېر څه کولاى شي.
نوموړي وويل: "تر اوسه زموږ پاليسي جوړوونکي ددې صنعت پر پراختيا سترګې پټوي."
که پر هغو وارداتي توکو زيات محصول ولګول شي، چې پخپله د هېواد دننه توليديږي، نو يارمند له نورو کسانو سره يوځاى په دې باوردى، چې لږ حمايت به د افغاني غاليو د صنعت له پايښت سره مرسته وکړي.
اقتصاد پوه، محمد ابراهيم فروزش د هغه د خبرو په تاييد وايي چې د ګمرکي کنترول او د کيفيت د ستنډرډ نشتوالى سوداګر دې ته هڅوي چې ټيټ کيفيته ارزان بيه توکي وارد کړي.
هغه وويل: "که د ايراني او ترکي غاليو پر واردولو لوړ محصول ولګيږي، نو د افغاني غاليو په پرتله يې بيه لوړيږي. خلک به بېرته افغاني غاليو ته مخه کړي او سوداګر به د بهرنيو غاليو واردولو ته زړه ښه نه کړي."
همدا راز فروزش د کرنې او ماليې له وزارتونو غواړي له دوديزو لاسي صنايعو سره مرسته وکړي او په سرحدونو کې د حمايوي تدبير د نيولو له لارې ددغه صنعت د منځه تللو مخه ونيسي.