کرزی ، سي آی ، اې ، او آی ، ايس آی د پښتون قام بربادونکي :

ليکوال : عبدلودود هجران کابل

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

ټيټ مي مه بوله ورځنګ راباندي مه کړه

زه په دې افتادګۍ کي لوی ګړنګ يم

 

جهور رئيس حامد کرزي د افغانستان پارلمان ته د يوې ډيري بې کفايته ، متعصبي ، په فساد ، غلا ، قاچاق ، قتلونو ، او نورو اخلاقي فسادونو او رهزنيو  د تورني  کابيني نوملړ وړاندي کړ.

د ولسمشرۍ د ټولټاکنو پر مهال هغه ته ټوپکسالارنو او ډاکوګانو کمپاين کاوه ، تر ډيره بيا د پښتونولۍ شعارونه هم دوئ ورکول خو اصل موخه يې خپل ځان موخي ته رسول وه چي دا موخه د پورتنيو خبرو بيا عملي کول وو .

پښتنو کرزي ته رايه ورکړه خو تر ډيره د رايو صندوقونه په درغليو ډک سول ،دا ټولټاکني  پنځوس سلنه هم شفافي نه وې ، موږ دا هيله درلوده چي ښايې دا ځل ډاکټر اشرف غني احمدزی چي ډير ښه پلان او برنامه يې درلوده به راسي ، او شايد افغانستان ته نجات ورکړي او ددغو بدبختيو څخه چي ستر لامل يې کرزی او د هغه چاپلوسان او غوړمالان دي او يا د هغه  د ورور احمد ولي کرزي سره په قاچاق شريکان دي د قانون منګولو ته به وسپارل سي .

کرزيه د پښتون قام قاتل وختلې او ستره تاريخي جفا دي د افغانستان د اصيلو بچيانو سره وکړه ، تا د پښتو تاريخ ته په سپکه وکتل!

رښتيا ته چي د قندهار د منډيګګ د ماڼې څخه د قندهار تر هوايې ډګره د تللو پر مهال ما د انګرېزانو په پوځي موټر کي وليدلې ، چپنه دي يوه انګزېز ، قره قلي دي بل انګرېز په لاس کي نيولي وه نو ته به څه د افغانيت او پښتونولۍ غرور  او احساس ولرې .

آيا تاته به هم د ميوند کيسه ياده وي ،د هغې ميوندۍ انجلۍ  نوم چي واورې وجدان ته به دي خجالت نه يې .

 نه هيڅکله نه ته ځان ملي ملي کوي خو پښتون بربادوې !، نه ملي سوې او نه بل شی ، هسي يو فريب کاره ، جعل کاره ، بې احساسه ، او يو بېغرته انسان سوې تاريخ به در پسي څه ليکي هسي خو هم نن سبا د افغانستان تاريخ پلورل سوي دی .

ددغي کابيني نوملړ چي دي پارلمان ته ورکړی دي ته يې يو ځل وګوره ، پښتنو ته دي شل سلنه ونډه په سياست او د افغانستان په کمزوري او دروغجن حکومت کي ورکړې ده .

کمزوری او دروغجن ځکه دی لږ رڼا به ورباندي واچومه چي بيا دي ګيله ونه سي !

۱- ادادري فساد له نيمروزه تر بدخشانه چي اول يې د ثقل مرکز کابل وو او اوس اوس هلمند دی خپل اوج ته رسيدلی دی (هلمند ځکه يادومه چي هلته له والي څخه را نيولې تر ميرزکواله بيا د والي منګل د مشاور سليم څخه تر وروستي ماموره پوري پکښي غرق دي ، د خدای تعالي (ج) لعنت او غضب دي ورباندي نازل سي د انګرېز پر دغو ګوډاګيانو )

۲- غلاوي چي ټول هيواد يې پر سر اخيستی دی ، پوليس ، ملېشه ده او ددې غلاوو اصلي محور تشکيلوي .

۳- اختطافونه (چي اوس  د هيچا ژوند په امن کي نه دي خپله دنيا ور پسي سور اور ده .

۴- د نشيې توکو قاچاق ( کشر ورور دي په دې برخه کي اعلی قوماندان دی او ځانته مستقل رئيس جمهور دی ، نور زامن هم لري ، تر څه وخته به اديبان ، او ژورناليستان وژني او ډبوي ، داسي وخت خو په راسي چي ستا، انګرېز، و امثالهم دوران تير سوي وي .

واليان دي د جيلاني پوپل چي يو شرابي اوحرامخور بد مخی انسان دی د هغه په مشرۍ دي د غلا وو او نورو نارواوو ګروپ دی .

عبدالاحد کرزی دي په ګور کي وشرماوه ، زموږ مشرانو راته د هغه ستايني کړي ، هغه خو داسي بې ننګه نه وو ، هغه د پښتو استازيتوب په سمه توګه کړی وو د خلکو له قوله په رښتيا يې زه نه يم خبر .

تاجک او هزاره او ازبک چي د افغانستان اقليت قومونه دي تا تر پښتنو ډيره توجه ورته وکړه ، نو هغه نور د ميرې زامن لکه پلوڅان ، پشيان ، ترکټبران ، هندوان او داسي نور بلا او بتر خو دي په ياد لا نه دي ( وای د مورکي شير خو دي سه د نامي زويه )

ای ته رښتيا پښتون يې ؟؟؟

زه خو دا فکر هم نه سم کولای ، ځکه که پښتون وای نو د پښتنو د تاريخ دښمن او د پښتونولۍ بربادونکې متعصبه څېره مخدوم رهين به دي نه وای را وستلی ، دا د ايران زوی دی .

کرزيه اوس هم وخت نه دی تير يو بل پارسيوان راوله خو دا د  ايران جاسوس مه راوله ، دري ژبي ټوله زموږ ورڼه دي ، خو دا په دې مانا نه ده چي موږ بښتانه خپل حق نه غواړو (موږ پر خپل حق سرونه ماتوو په هر ترتيب چي وي ( پښتان کيسې ګټي پسې نه ګټي) .

کرزيه د پښتون هر بچی زمری دي داسي فکر مه کوه چي دونه بېغيرته به وي چي خپل حق تر لاسه نه کړي ، تا خو د مقام او چوکۍ دپاره د پښتنو پر سر سودا وکړه .

يو ښه مثال يې يو څو سپېره طالبان وه او دي ، اول خو دي وليدل چي په رباني ، دوستم ، مسعود ، مزاري او نورو داړه مارانو او غلو يې څه وکړل ، چي په نړۍ کي يې ځای نه وو ، ته په خپله وايې چي څوک ايران ته وغورځېدل ، څوک مسکو ته وغورځېدل ، څوک امريکې ته په هوا سول ، څوک څه سول او څوک څه سول .

اوس يې سيل کوه چي هغه ده ټوله نړۍ چي يوازي هلمند ته راځي غرقيږي او توپان ته لويږي ، د ويټنام څخه وروسته د نړۍ په کچه دران ، شديد او بې رحمه عمليات په هلمند ولايت کي د خنجر په نوم وسول ، څه نتيجه يې ورکړه ، پړانګ او د پړانګ منګول عمليات په هلمند کي وسول په بمباريو کي دي د پښتون قام د خټو کورونه وران کړل ، نور دې د خپلو بادارانو سره څه وکړل ، هسي خو هم تاسو جناب د سي آی اې او آي ايس آی سره د پښتنو د له منځه وړلو په اړه صلاح مشوره کړې ده ، که نه نو ولي د پښتون وژني  مخنيوی نه کيږي ، بهرنيان واښه خوري اوکه تاسو پر دغه غلامه چوکۍ ايمان راوړی ؟.

بل غل دي راووست ، ويس احمد برمک درته يادومه ، د کليو د پراختيا او بيا رغاوني نوماند ، ته برمک پېزنې کرزيه او که بهر درته معرفي کړ ؟ .

زه به يې لږ در وپېژنمه ، د ويس برمک تخلص اوله پنجشيری وو ، د اکبر په موسسه کي چي پوسټونه اعلانوي کار يې کاوه ، وروسته يې دغه د خارجانو او افغانانو د غلاوو په شرکتونو لکه ( يو ايس ، اې ، آی ، ډي ، - هارډاپ ، يو ، اين ، ډي ، پي ، او داسي نورو کي يې کار کاوه ) البته د يوه عادي کمپيوټر کار په توګه ،

ورسته دغه د غلاوو او فسادونو وزارت ته راغی چي د غلاوو ستره برخه يې په هلمند کي تاسو ته معلوميږي ، ما د هغه ځايه اټکل پرکړی دی، يوه بېلګه يې درته وايمه  په هلمند کي د يوه درې کيلو متره سرک چي يو طرفه وو ، افتتاح يې په (۹۰) ميليونه افغانيو وسوه ، حال دا چي په هلمند کي زه په زرګونه کورني دا اوس اوس تاسو ته در ښييم چي د ښپې له پلوه يې معصوم اطفال وږي ويديږي نو هغوئ دا ډامبر په بلا وهي )

د مارجې د سرک د ډامبر پروژه منځور سوه ، خو  د وخت په تيرېدو سره يې د خاشې پر ځای ډانګ پر واچاوه ، دا خو ته تر انګرېز لا خاين سولې د هغو بلا دي پر تا وګرځي او د سپي بلا دي پر انګرېز ، امريکايانو او نورو کفارو وګرځي )

چي زموږ ددين ، هيواد ، ملت او تاريخ دښمنان دي .

نو برمک هغه انسان دی چي د پښتو سره سخت تعصب لري ، لکه حاجي محمد محقق چي د کابل د پوهنتون د کتابتون شل زره پښتو کتابونه يې د فاسد مقاومت پر مهال وسوځول او اوس يې کش او دبدبه تاسو ښه وينئ .

د سر په سترګو ړوند سې کرزيه لکه شبکوره چي يې ، څه ټکه درباندي ولوېدله ؟)

نور دي هم داسي بې کفايته او مختوري اشخاص وزارتونه ته نومولي چي افغانيت په شرميږي .

(سيد مخدوم رهين د قضاوت په تله) کي خو به دې يو ځل کتلی وای .

هغه لندۍ به دي لوستي وای چي وايې :

صالح اغيارو خميره کړ

بې ننګه ورور يې په برېتو وهي لاسونه .

بې ننګه ورور يې نو نن اسماعيل يون او عصمت قانع سول چي په پيسو دي رانيولي دي ، ستا په ستاينو يې ارمان نه خيژي ، خو اوس فکر کوم چي دوئ په هم ډير سخت خپل وجدان ته پړه او خجالت  وي دايې د پښتنو ليکوالان ، صالح څه ګناه کړې وه چي د پنجشيريانو د پاټکيانو له خوا څخه تر داسي حده و ډبول سو چي شونډي قلم قلم ورپرې کړې ، دا کار د رهين په امر سوی وو ، تر دې به دي منو چهر متکي ته وزارت ورکړی وای .

نو کرزيه ټولي کيسې دي داسي د خجالت وړ دي ، زه خو درته پښتون نه سم ويلای ، په نورو کار نه لرمه .

تاريخ دي وپلوری .

د تاريخ قرباني دي پښتانه کړه ، او چړچې د چا سره کوې ؟

هغه متل دی چي وايې :

توري به لا لا وهي

مړۍ دي عبدالله وهي

پای