د ښوونکي او زده کونکي تر منځ ټوکي ( نوي اضافه )

د ښوونکي او زده کونکي تر منځ ټوکي

ښوونکي زده کوونکي ته : ته نن ولي ته نن ولي ناوخته را غلې ؟

زده کوونکى : صاحب پر هغه لار چي زه مخکي راتلم نن پر هغه نه را غلم

ښوونکى : ولي نوې لار اوږده وه ؟

زده کوونکى : نه صاحب پر نوي لار يوه لوحه لګيدلې وه چي پر ليکل سوي وه کرار ولاړ سئ مخکي مکتب دى


 

ښوونکى ( جمال ته ) ستا دا مضمون ټوله غلط دى زه به ستا پلار ته شکايت وکړم

جمال صاحب ! دا مضمون خو زما پلار ليکلى دى


 

ښوونکى زده کوونکي ته : ته چي کله غټ سې څوک غواړې جوړ سې؟

زده کوونکى : يخى خرڅوونکى

ښوونکى ( په غصه ) ولي هغه ؟

زده کوونکى :ځکه په هغه کي ډيره ګټه ده .

ښوونکى : هغه څنګه ؟

زده کوونکى : زه به په ژمي کي يخى په ارزانه بيه اخلم او په ګرمۍ کي به يې په لوړه بيه پلورم


 

هلک له مکتب څخه په ژړا کور ته ولاړى

مور يې ورته وويل ولي ژاړې ؟

هلک وويل معلم صاحب ووهلم

مور : پرڅه يې ووهلې؟

هللک : استاد صينف ته را غلى او د ټولو څخه يې يوه پوښتنه وکړه ټولو غلط ځوابونه ورکړل ما چي سم ځواب ورکړ زه يې ووهلم

مور : هغه کومه پوښتنه وه

هلک : ويل پر توره تخته دا شيطانکى چا جوړ کړى دى


 

ښوونکى : امريکا چيري واقع ده ؟

زده کوونکى : په نقشه کي .


 

ښوونکي په ټولګۍ کي زده کوونکو ته وويل :

په مشکل وخت کي د يو بل سره مرسته وکړئ

يو هلک پورته سو وويل  : پرون ما د يو سپين ږري مرسته وکړه .

ښوونکى څنګه ؟

هلک : هغه تر سړک نسو اوښتلاى ما په هغه پسي سپۍ وشکارۍ هغه په تيزۍ تر سړک واوښت


 

ښوونکى : تر ټولو اوږ تورى کوم دى؟

زده کوونکى : ربړ

ښوونکى : هغه ولي ؟

زده کوونکى : ځکه چي څومره غواړې اوږ يې کړې کشولاى يې سې


 

يو سپين ږرى سړى ښوونځۍ ته ولاړى او د ښوونکي څخه يې وپوښتل : زما لمسې دلته سبق وايي هغه مي يو ځل پکار دى .

ښوونکى : هو مګر هغه يوه شېبه مخکي زما څخه رخصت واخيست ويلې چي ستاسو جنازه ده


 

ښوونکي : شاګردانو وواياست چي وريځ ولي تالنده کوي

زده کوونکى : په معصوميت سره ( استاذه ! هغه ضرب زباني يادوي


 

يو فروفيسر په يوه صينف کي د ذهن په اړه زده کوونکو ته يو لکچر ورکوى

هغه وويل : که چيري تاسو يو تورى پنځه واره په پوره توجه سره د ځان سره تکرار کړئ دا تورى به د تل لپاره ستاسو سي

په لومړي څوکۍ کي يو ې انجلۍ په تلوار سره وويل ( انور .... انور ......انور ....انور )


 

ښوونکى : عامر ووايه چي جهانګير تر څه وخته پوري حکومت وکړ

عامر : استاذه ! ٥٧١ تر ٥٨٢ صفحې پوري


 

ښوونکى : حامده ! ووايه چي اکسيجن او هايډروجن د ګيس سره ګډ سي څه کيږي

حامد: ( د لږ فکر کولو وروسته ) هغه چي د خداى خوښه وي .


 

ښوونکي  : ( زده کوونکي ته ) د افغانستان د پنځو سيندونو نومونه واخله

زده کوونکي د يوه نوم اخستلو وروسته وويل استاذه يو ما غوښتل چي ستا څخه و پوښتم او بل مي هير وو او يو زما د کتاب څخه څيري سوى دى


 

ښوونکى : د جزيرې تعريف وکړه

زده کوونکي : جزيره هغه ځاى دى چي بېله کښتيه څوک مکتب ته نسي تلاى


 

ښوونکى : نوازه ! ستا مشهوري مشهوري جګړې په ياد دي

نواز : صاحب ! ماته زما مور ويلي چي د کور خبري د باندي مه کوه


 

ښوونکى صينف ته داخل سو په دروازه کي کتاب پروت وو

ښوونکي : دا کتاب د چا دى ؟؟؟؟؟؟

زده کوونکى : صاحب د مولانا حالي دى


 

ښوونکي ( زده کوونکي ته ) تادا خر ولي مکتب ته را وستلى دى

زده کوونکى : صاحب خو تا وويل چي ما ډير خره په وهلو وهلو سړي کړي دي   ددې لپاره چي دا هم راته سړى کړه


 

ښوونکى : زده کونکي ته . ووايه ستاسو چايو ته بوره له کومه ځايه راځي

زده کونکى : صاحب زموږ د همسايه ګانو له کوره


 

ښوونکى : ووايه خلاباز چاته ويل کيږي

زده کوونکى : هغه چي په خلا کي باز ګيروي


 

ښوونکى : ته د مغلو د بادشاهانو په اړه څومره پوهيږې؟

زده کوونکى : صاحبه دا چي هغوى اوس ټول مړه دي


 

نور هم سته