د ويډيو ګيمونو سره دلچسپي مخ په زياتيدو ده
2009-01-24 04:05:14
الفت : د ويډيو ګيم جوړونکي يوې فابريکې ايکټيوژن مشر مائيک
ګرفته ويلي چي ويډيو ګيم به ډير ژر د لوبو نوري زريعې شاته پريږدي . 
مائيک ګرفته دا خبره د لاس ويګاس د يو برقي الاتو په يوه نندارتون کي د خپلي وينا پر مهال وکړه .
هغه وويل د ويډيو ګيم کاربار غوړيږي خو د لوبو ( ساعت تيري ) نورو وسايلو سره د خلکو دلچسپي کميږي .
ګرفته وويل چي ټولنيز ګيمونه ، ډيريدونکي انټراکټيويټي او د ښې ټکنالوژي له امله به ويډيو ګيمونه په راتلونکي کي د لوبو پر اسمان و غوړيږي .
هغه د امريکايي مارکيټ د شميرې حواله ورکولو سره وويل چي د ٢٠٠٣ او ٢٠٠٧ په دوره کي د فلمونو د ټکټونو په را نيولو کي شپږ سلنه کمښت را غلى دى او د موسيقۍ په ثبتولو کي ١٢ سلنه کمښت را غلى دى په داسي حال کي چي د ډي وي ډي په خرڅلاو کي کوم کمښت يا لږښت نه دى را غلى ،
هغه وويل چي په اوسنۍ دوره کي د ويډيو ګيمونو په جوړولو کي ٤٠ سلنه زياتوب ليدل کيږي
د ګ
غه ددې شميرو پر بنسټ وويل چي په را تلونکي لسو
کالو کي به ويډيو ګيمونه د ساعت تيري نور وسايل ډير شاته پريږدي
هغه وويل چي د ويډيو ګيمونو ګيټار برياليتوب دا خبره ثابته کړه چي ويډيو ګيمونو څنګه د ساعت تيري د نورو وسايلو ځاى و نيوى .
هغه دا هم وويل چي د نيلسن د سکين سوي اواز څخه داسي څرګنديږي چي د کوم هنر مند موسيقي ګيټار ګيم ته ور دننه کړل سي د هغه په موسيقۍ کي د خلکو دلچسپي نوره هم زياتيږي او د هغه په کښته کلولو کي زياتوب ليدل کيږي .