په سان فرانسسکو کي د پلاسټکي تيليو پر استعمال باندي بنديز

<!-- /* Font Definitions */ @font-face {font-family:"Afghantype \{A\. Pajhwak\}"; panose-1:0 0 4 0 0 0 0 0 0 0; mso-font-charset:178; mso-generic-font-family:auto; mso-font-pitch:variable; mso-font-signature:24577 0 0 0 64 0;} @font-face {font-family:"Afghantype \{Spozmey\}"; panose-1:0 0 4 0 0 0 0 0 0 0; mso-font-charset:178; mso-generic-font-family:auto; mso-font-pitch:variable; mso-font-signature:24577 0 0 0 64 0;} /* Style Definitions */ p.MsoNormal, li.MsoNormal, div.MsoNormal {mso-style-parent:""; margin:0in; margin-bottom:.0001pt; text-align:right; mso-pagination:widow-orphan; direction:rtl; unicode-bidi:embed; font-size:12.0pt; font-family:"Times New Roman"; mso-fareast-font-family:"Times New Roman";} @page Section1 {size:595.3pt 841.9pt; margin:1.0in 1.25in 1.0in 1.25in; mso-header-margin:.5in; mso-footer-margin:.5in; mso-paper-source:0; mso-gutter-direction:rtl;} div.Section1 {page:Section1;} -->


 

 

الفت : د نړۍ په اکثرو ملکونو کي د فلاحي ادارې کارکونکي په سړکونو او کوڅو کي د پلاسټکي  کڅوړي په را غونډولو بوخت وي  ، ځکه چي دا د ناليو ( ګډر ) د بنديدو سبب کيږي نو له دې امله د نړۍ په زياتره ملکونو کي د پلاسټکي کڅوړو پر استعمال باندي پابندي لګول سوې ده . ددې ملکونو په ليست کي د امريکا رياست د کيلفورنيا ښار هم شامل سوو ، چيري چي څو مياشتي مخکي پر پلاسټکي تيليو پابندي ولګيده .

دې ښار ته څيرمه يو سيمه چي د ( سن سيټ سکيو نجر ډمپ ) په نوم ياديږي او هلته په سان فرانسسکو کي د ميشتو څه باندي اته لاکه شل زره اوسيدونکو د کورونو څخه را غونډه سوې کچره غور ځول کيږي ، چي  پکي په زياته اندازه پلاسټيکي خلتې هم وي ، دا خلتې د کورنيو سودواوو لپاره تر ټولو زياتي استعماليږي . د پلاسټکي خلتو جوړول ډير اسانه دي ليکن له منځه وړل يې بې حده ګران کار دى د سن سيټ سکيو نجر ډمت يو تر جمان را برټ ريډ وايي (( دا خلتې ډيري خطرناکي وي ځکه چي ډيري سپکي دي او د هوا سره هرې خوا ته په کښتونو ، تالابونو کي کښته پورته کيږي ، له دې ځايه دا خلتې تر سمندر پوري رسيږي چي د سمندري حيواناتو لپاره يې ډيري خطرناکه ګڼلاى سو . مخکي به هرکال دلته شاوخوا ١٨ کروړه دا ډول خلتې را غونډي سولې او بيا به په يو ځل له منځه يو وړل سوې خو بيا به هم څه ناڅه پاتي وې او بيا دا يو ډير ستړى کونکى کار وو ځکه نو د سان فرانسسکو يو  بنديز لګونکي   ميکاريمي د يو قانوم په مرسته په لوى لوى مارکيټونو کي  پر پاسټکي خلتو پابندي و لګول . هغوى هيله مند دي نه يوازي دا چي خلک به په پوره توګه د پلاسټکي تيليو د استعمال څخه لاس په سر سي بلکه د چاپيريال په پاک ساتلو کي به هم ورسره پوره پوره همکاري وکړئ .

هغوى واي موږ د پلاسټکي تيليو د استعمال پرته د کاغزي تيليو استعمال هم درول غواړو تر څو خلک د خپل سامان د وړلو لپاره د کور څخه د ټوکر جوړه خلته را وړي .

د کور د سودا لپاره را غلي سبينا ټاليا فيرو ددې پاپندۍ سره اتفاق وکړ هغه وويل په هالينډ کي دکاندار هيڅ کله چاته خلته نه ورکوي . تاسو مجبور ياست چي خپله خلته را وړئ . ځکه نو دا زما لپاره څه نوې خبره نده .

دې ته ورته نورو ډيرى کسانو هم ددې خبري تايد کړى دى چي په هغوى کي  کانداران هم شامل دي يو دکاندار سام موګانا وايي (( د پلاسټيکي خلتو د پابندۍ په برخه کي پر کاغزي خلتو باندي ډير لګښت را ځي ليکن موږ دغه لګښت ته غاړه ايږدو .

خو ټول د کانداران ددې پابندۍ سره متفق ندي . کيلي فورنيا ګروسرز ايسوسي ايشن تر جمان ډيو هيلن وايي چي له ٥٠٠ څخه جوړ دغه انجمن ددې پابندۍ خلاف دى  د هغه وينا ده پر پلاسټکي خلتو د پابندۍ لګولو مانا دا وه چي خلک د خلتو د کارولو څخه لاس واخلي ليکن خلکو د پلاسټکي خلتو پر ځاى کاغزي خلتو ته مخه کړې ده نو زموږ په اند ددې پاپنديو څه ګټه نسته .

ميکاريمي وايي چي دا پابندياني به پر کوچنيو دکانونو هم عملي سي ددې پرته هغوى دا هم وويل چي پر ورځپانو باندي تاو سوي پلاسټکي خلتو باندي د پاپندۍ لګلو په برخه کي هم  خبري رواني دي