ولي ماهيرينو ٢٠٠٨ کال يوه ثانيه اوږد کړ ؟
2009-01-04 02:03:28
<!-- /* Font Definitions */ @font-face {font-family:"Afghantype \{Spozmey\}"; panose-1:0 0 4 0 0 0 0 0 0 0; mso-font-charset:178; mso-generic-font-family:auto; mso-font-pitch:variable; mso-font-signature:24577 0 0 0 64 0;} /* Style Definitions */ p.MsoNormal, li.MsoNormal, div.MsoNormal {mso-style-parent:""; margin:0in; margin-bottom:.0001pt; text-align:right; mso-pagination:widow-orphan; direction:rtl; unicode-bidi:embed; font-size:12.0pt; font-family:"Times New Roman"; mso-fareast-font-family:"Times New Roman";} @page Section1 {size:8.5in 11.0in; margin:1.0in 1.25in 1.0in 1.25in; mso-header-margin:.5in; mso-footer-margin:.5in; mso-paper-source:0;} div.Section1 {page:Section1;} -->
الغت : دا اضافه ثانيه يا ليپ سيکنډ څه دى؟ او ددې اړتيا ولي منځ ته را غله ؟
په حقيقت کي دا مهال زموږ نظام د وخت د دوو نظامونو لاندي پر مخ ځي . د يوه نظام پيژندنه د مځکي د ګردش سره تړاو لري چي له امله يې ورځ او شپه منځ ته را ځي او موسم ورنه جوړيږي او د وخت دوهمه برخه ايټمي ساعت دى چي د هغه په اړه د ساينس پوهانو وينا ده چي ددې ساعت وخت تر داسي اندازې دقيق او درست دى چي په ٢٠ کروړه کاله کي په دې کي د يوې ثانيې د فرق را تللو امکان سته .
زموږ روزانه کارونه يا بوختيا وي د ايټمي ساعت لاندي تر سره کيږي . موږ د يو دقيق وخت معلومولو لپاره په عامه توګه کمپيوټر ، ټليفون ، موبايل ، راډيو يا تلويزيون ته مراجعه کوو دا ټول الات په ورځ کي يوځل د ايټمي ساعت سره کتل کيږي . د عادي بوختيا و د تر سره کولو لپاره يوازي د يوه ساعت اړتيا ليدل کيږي ، خو کله چي موږ د مځکي د حدودو څخه وځو نو د ايټمي ساعت سربيره موږ اړ يو چي يو قدرتي ساعت هم په وړاندي ولرو .
مثلاً که تاسو د سفر په وخت کي جي پي ايس استعمالوى نو ستاسو جي پي ايس د لاري د معلومولو لپاره د سيټلائټ څخه لار ښوونه تر لاسه کوي ، نو همدا ډول تاسو په يو وخت کي د وخت د دوه نظامونه مځکنى ساعت او ايټمي ساعت استعمالوى ، که چيري ددې دواړو تر منځ يوه ثانيه هم توپير وي نو جي پي ايس ته د لاري په معلوملولو کي ستونزه پېښيداى سي ، دا خبره يوازي تر جي پي ايس پوري محدوده نده . د ساينس او ژوند په دې پيچلو شعبو کي دا سي ډير څه زموږ په استعمال کي دي چي د هغوى پر فعاليت باندي مځکني او ايټمي دواړه ساعتونه اثر کوي .
د ساينس پوهانو په قول چي يوه ثانيه د مځکي د ګردش د ګردش ٨٦٤٠٠ مه حصه ده پر مځکه باندي د را تلونکو طوفانونو ، د مځکي د مرکزي نقطې لوري ته د اجسامو د تمايل ، د لمر د مقناطيسي شعاوو او داسي نورو له امله د مځکي ګردش ورو ورو سستيږي . ماهيرينو ددې سستۍ اندازه په ورځ کي د يوې ثانيې دوه زرمه حصه ټاکلې ده ، ددې په نتيجه کي په شا وخوا ٥٠٠ ورځو کي د ايټمي او مځکني ساعت تر منځ يوه ثانيه توپير راځي . ددې توپير د لري کولو لپاره په ١٩٧٢ کال کي ساينس پوهانو د ليپ سيکنډ د اضافه کولو پرېکړه وکړه .د ٢٠٠٨ کال د ډسمبر د مياشتي پر ٣١ مه شپه چي کومه ثانيه ( ليپ سيکنډ ) اضافه سوه هغه د ١٩٧٢ څخه وروسته د ليپ دا ٢٤ مه ثانيه .