د کمپوټر د ژوندي دماغ چمتو والى

<!-- /* Font Definitions */ @font-face {font-family:"Afghantype \{Spozmey\}"; panose-1:0 0 4 0 0 0 0 0 0 0; mso-font-charset:178; mso-generic-font-family:auto; mso-font-pitch:variable; mso-font-signature:24577 0 0 0 64 0;} /* Style Definitions */ p.MsoNormal, li.MsoNormal, div.MsoNormal {mso-style-parent:""; margin:0in; margin-bottom:.0001pt; text-align:right; mso-pagination:widow-orphan; direction:rtl; unicode-bidi:embed; font-size:12.0pt; font-family:"Times New Roman"; mso-fareast-font-family:"Times New Roman";} @page Section1 {size:8.5in 11.0in; margin:1.0in 1.25in 1.0in 1.25in; mso-header-margin:.5in; mso-footer-margin:.5in; mso-paper-source:0;} div.Section1 {page:Section1;} -->


 

الغت : د دنړۍ په هره شعبه کي د کمپوټر استعمال مخ په ډيريدو دى او اوس په ډيرى دفترونو ، ادارو او فابريکو کي داسي ډير ځايونه چي مخکي پکي انسانانو کار کاوه اوس يې کمپوټر سنبالوي .

د پوهانو په وينا کمپوټر چي په څومره تيزي سره پرمختګ کوي ، دا اندېښنې را پيدا کړي دي چي هسي نه په راتلونکي کي کمپوټر پر انسان واکمن سي ځکه اوس پر دا ډول کمپو ټرونو باندي د ساينس پوهانو څيړنې  پر مخ درومي چي کمپوټر به پخپله فکر وکړي ، د تجربو څخه به زده کړه کوي او د هغه پر بنسټ به خپلې پريکړې خپله کوي .

 

د کمپوټرانو موجوده نسل يوازي پر هغه ډيټا ( موادو ) کار کوي چي د هغه په ياداښت کي محفوظ وي . که چيري هغه د يو زيورح څاروي په څير پر دماغ باندي د کار کولو واک تر لاسه کړي نو انسانان به د يو داسي مشيني نسل سره مخامخ سي چي د دماغ په برخه کي به تر ده  د ډير او زيات کار کولو توان ولري .

 

 د وسکانسن ميډيسن پوهنتون ساينس پوه ګيوليو ټونوني په هغه ټولۍ کي دا خل دي چي پر يوه داسي کمپوټر کار کوي چي سوچ وکولاى سي او د خپلو تجريبو پر بنسټ پريکړي وکړي .ويل کيږي چي دا ټولۍ د داسي يوه کپيوټر جوړل غواړي چي ديو کوچني حيوان  مثلاً د  موږک يا پيشي د دماغ په څير کار وکړاى سي .

ټونوني په وسکانسن ميډسن پوهنتون کي د نفسياتو متخصص دى او هغه په  بين الاقوامي سطح باندي د يو شعور پوه په څير پوهيدل غواړي .

د دوى دې ټولۍ(ټيم) ته ددې پروژې په پيليزه ( ابتدايه ) مرحله کي نژدې       

 ٥٠   لکه ډالره ګرانټ ( مالي مرسته )  ورکړل سوه  ددې پروژې نوم ( ايډوانس پلاسټک سکريبل اليکټرانکس ) ده .

 

ټونوني کولمبيا پوهنتون او د کمپوټر جوړوني  ادارې (آى بي ايم ) ساينس پوهان سره يو ځاى د يواداسي سافټ وير جوړولو هڅه کوي چي په کمپوټر کي د فکر کولو توانمندي پيدا کوي  په داسي حال کي چي کارنل سټين فورډ او د کليفورنيا مير سيد پوهنتون ماهرينو يو بل ټيم ددې سافټ وير  استعمالولو لپاره  د يو خاص هارډ وير ياني کمپوټنګ ماشين جوړوي .

 

ټونوني وايي چي اوس موږ د موږک د دماغ ماډل مخي ته ايښى او کار ورباندي کوو ، ددې دماغ د کار طرحه زموږ لپاره ډيره مهمه ده ، په ډير کم توان د موږک د قوي دماغ په اندازه د مصنوعي دماغ جوړونه  که څه هم مشکل کار دى خو بيا هم موږ د خپلي پروژې د برياليتوب هيله مند يو او د هغه وروسته موږ د کمپوټر لپاره د پيشي يا بيزو د مصنوعي دماغ جوړولو هڅه کوو .