په را تلونکي کي به نړۍ په (ايل اي ډي) سره روښانه وي

<!-- /* Font Definitions */ @font-face {font-family:"Afghantype \{Spozmey\}"; panose-1:0 0 4 0 0 0 0 0 0 0; mso-font-charset:178; mso-generic-font-family:auto; mso-font-pitch:variable; mso-font-signature:24577 0 0 0 64 0;} /* Style Definitions */ p.MsoNormal, li.MsoNormal, div.MsoNormal {mso-style-parent:""; margin:0in; margin-bottom:.0001pt; text-align:right; mso-pagination:widow-orphan; direction:rtl; unicode-bidi:embed; font-size:12.0pt; font-family:"Times New Roman"; mso-fareast-font-family:"Times New Roman";} @page Section1 {size:8.5in 11.0in; margin:1.0in 1.25in 1.0in 1.25in; mso-header-margin:.5in; mso-footer-margin:.5in; mso-paper-source:0;} div.Section1 {page:Section1;} -->


الغت :په نړۍ کي د پيدا کيدونکي بريښنا يوه لويه برخه په کورونو ،دفترونو ، فابريکو ، لويو لارو او کلي کوڅو روښانولو باندي مصرفيږي . د وخت د تيريدو سره سم د بريښنا غوښتني هم ډيريږي چي له دې امله د بريښنا په نرخونو کي اضافه توب او ورسره د بريښنا لږښت هم منځ ته راځي . ساينس پوهان د څه مودې را هيسي د يو داسي ګروپ ( بلپ ) د جوړولو تکل کړى ، چي تر ټولو لږه بريښنا به مصرف کړي او تر ډيره وخته پوري روغ پاته سي ددې سره به د بريښنا مصرف هم را ټيټ سي او د لګښت کونکو په پاڼګه کي به هم کمي راسي .

څو لسيزي وړاندي ساينس پوهانو د ( ټيوب لايټس ) په نوم يو ګروپ وړاندي کړى وو چي د لږي بريښنا په استعمالولو سره يې ډيره روښنا يي کوله او هغه د عام ګروپ په پرتله ډيره موده کار کولو . نو له دې امله په داسي ادارو کي چي د زياتي روښنايي اړتيا وي نو په عامه توګه ( ټيوب لايټس ) کارول کيږي .ددې څه وروسته د انر جي سيور ( بريښناساتونکى ) دوره را غله او نن ګروړونه انرجي سيور ګروپونو نړۍ  روښانه کړې ده . ليکن ساينس پوهان ددې نه هم ډير وړاندي ګوري ، او پر يوه نوې ډول اختراع يې خپلي تجريبې جاري ساتلي دي  د هغوى په وينا چي په راتلونکو لسو کلونو کي به د انرجي سيور ځاى ( ايل اي ډي ) ته پاته سي .

ساينس پوهان د رڼا لپاره ( ايل اى ډي ) د يو ستر بدلون سره تعبيروي .د هغوې ويناده چي ( ايل اى ډي ) ګروپ د عامو ګروپو نو په پرتله ٢٠ برابره کمه بريښنا مصرفوي ياني ددې  د بريښنا مصرف د انرجي سيور ګروپ پر وړاندي هم پنځه برابره کم دى ، هغه د عام ګروپ په پرتله سل برابره زياته موده روښنايي ورکوي . حال دا چي يو ( ايل اى ډي ) ګروپ څخه کولاى سو د ٢٠ څخه تر ٢٥ کلونو پوري روښنايي تر لاسه کړو او تر ټولو غوره دا ده چي دا ګروپ تودوخه نه توليدوي ددې په وجه په داسي ځايوکي د بريښنا ډير بچت کيږي په کوم ځاى کي چي ايئر کنډيشن  استعماليږي . د ( ايل اي ډي ) يو بل خاصيت دا دى چي هيڅ ډول نقصانونکي شعاوي نه توليدوي لکه څنګه چي انرجي سيور يا ټيوب لايټس الټرا وائلټ شعاوي توليدوي چي ددې ډيره برخه د روغتيا لپاره د خطر سبب جوړيداى سي .

د ساينس ډيلي په يوه راپور کي د ماهرينو په حواله ويل سوي دي چي د بريښنا موجوده نظام په ( ايل اي ډي ) بدلولو سره به هر کال په عربونو ډالره بچت وسي .

د ريلنسلر پولي ټيکنک انسټي ټيوټ يو پورفيسر او د يونيور سټي اف نيشنل ساينس فاونډيشن سمارټ لايټنګ سينټر مشر فريډ شوبرټ د ( ايل اي ډي ) په اړه وايي (( د عامو ګروپونو په نسبت  د ( ايل اي ډي ) څخه روښنايي په مختلف ډول تر لاسه کيږي )) هغه وايي ( ايل اي دي ) يو داسي ګروپ دى چي په هغه کي نيم اصلي توکي ځاى پر ځاى کيږي چي له دې امله تودوخه منځ ته نه راځي او بل دا چي تاسو کولاى سي د خپلي خوښي خاصه روښنايي تر لاسه کړى چي په بل ګروپ کي ناممکنه ده .

پر ( ايل اي ډي ) باندي کارکونکي يو بل ساينس پوه کم په وينا چي په نړۍ کي د ( ايل آي ډي ) د استعمال سره به په کال کي نژدې دوه کهربه ډالره بچت کيږي .داوخت ډيره بريښنا د تيلو ، طبعي ګازو ، او کوئلې څخه جوړيږي ، چي د دغو توکو د سوځيدو له امله کاربن ډآئي اکسائيډ او نور ډول ګازونه توليديږي . د ( ايل اي ډي ) د استعمال سره به د دغو ګازونو په توليد کي به په  کال کي په پرله پکښېکي توګه ١١ زره ټنه کمي راسي ، په دې ډول سره  د اومو تيلو د ٩٦ کروړه بيرلو څخه د زيات بچت ګنجايش سته .د ( ايل اي ډي ) په اړه ددې ټولو امکاناتو سره سره شوبرټ او کم وايي چي دا به يوازي د عامو قنديلانو بدلون نه وي بلکه ددې په مرسته به د چټلتيا په لوى پيمانې سره مخه و نيول سي او په توانايي او مالي وسايلو کي به هم بچت وسي

د ( ايل اي ډي ) د ټکنالوجي د استعمال سره به د ژونديو نسلونو تيزه پيژندګلوي ، پر لويو لارو په تګ او را تګ کي ډيره اساني ، د نباتاتو د خوندي ساتلو په برخه کي اضافه توب او د انسانانو لپاره پر خوب راوړونکيو ګوليو باندي تکيه يا د يو خاص ډول کينسر د خطر په کمولو کي مرسته اخستل کيدا ى سي .

دا مهال د ژوند په بيلابيلو شعبو کي ( ايل اي دي ) کارول کيږي . د نوو موټرونو هيډ لايټس ، د کورونو د روښنايي او د نباتاتو د سانتي به برخه کي تر عامو ګرپونو زيات  استعماليږي