ښكلي زړه
2008-06-26 02:31:14
ښكلي زړه
ژباړه : احمدشاه ( پاڅون)
ګاتا ديو شتمن زرګر لور وه هغه په يوه داسي كور كښي اوسيدل چي دژوند هره اسانتيا پكښي موجوده وه ګاتا ډيرزيورات او ښكلي جامې لرلې مګر هغې ته دا هرڅه هيڅ وه ځكه چي هغه بد رنګه وه ټوله ورځ به په كور كښي وه او دكور څه دباندي وتلوته يې زړه نه ښه كاوه
مګر دډيري مجبورى په وخت كي به په توره تياره كي دكوره ووتل
يوه ورځ ددوي دكور مزدوره كم چي ددوي دكور ټو ل كارونه به يې ترسره كو ل ناروغه سوه
ګاتا مجبوره سوه چي دورځي په وڼا كي وه بازار ته ولاړه سي ګاتا خپله خولۍ سترګوته راكښته كړيوه دا ددې لپاره چي څوك يې ونه پيژني ليكن په بازاركي ښځو كاتا وپيژندل ديو او بل په غوږو كي به يې په پوسپسي سره ويل دا وګوړ ى دزرګرلور څومره بدرنګه ده افسوس چي ښكلو جامو او زيوراتو ددې د ښكلا په زياتولو كي هيڅ رول نه دي لوبولي اګاتا خپل قدمونه نور هم ګړندي كړل دا ددي نه خوښيدل چه خلك دي ور پوري وخاندي او يا دي ورپوري خبري وكړي
يو ناڅاپه يې ديوې زړې ښځي اواز واويدى
اګاتا داسي په بيړه او تلوار كومي خواته روانه يې ؟ دا وګوره زما سره څه دي دا اواز ډيرنرم وو اگاتا هم په خپل ځاي ودريدل وګوره زماسره ستا لپاره څومره ښه شي دي زړې ښځي دا وويل او يو سايوان يې راويست او ويې پوښتل ايا دا ستا خوښيږي .؟
اګاتا وويل بلكل مي خوښيږي دا چي زه ډير وخت په كور كي دننه تيروم نوما ته هيڅ موهم نه دى هغه ښځي وخندل او ويه ويل ودريږه ته يې يو ځل خپل پرسرباندي ونيسه او بيا په دې هنداره كي وګوره اګاتا هم داسي وكړل څه وخت چي هغې په هندا كي خپله څيره وليدل ډيره حيرانه سوه په هنداره كي ديو ډيري ښكلي انجلي انځور پروت دي زړې ښځي په وياړ سره وويل ودي ليدل څه وخت چي ته دغه سايوان خپل دسر دپاسه نيسې ټول خلك به ستا دزړه ښكلا ستا په څيره كي ويني او هيڅ څوك به هم درپوري نه خاندي
كاشكي دا سايوان زما واي اګاتا وسايوان ته په كتلو سره وويل زړې ښځي د اګاتا پرسرلاس تيركړ او وويل زما لوري دا ستا دي اوس ځه او خوشحاله اوسه
اګاتا وليدل چي هغه زړه ښځه دجامو څخه ډيره غريبه ښكاريده اګاتا هم خپل دسروزرو اميل دغاړي خلاص كړ او زړې ښځي ته يې د وركولو په وخت كي وويل ا يا زه هم تا ته داسي يو شى در كړم چي تا ته ډيري خوښي راولي ؟ زړې ښځي په ډيره خوښحالي سره اميل واخيست او ولاړه
اګاتا وليدل چي ټول خلك يې د ښكلا تعرف كوي خو اګاتا به وهغوي ته دځواب وركولو په موخه يو ځل ومسل څه وخت چي اګاتا وخپل كورته ورسيدل سايوان يې بند كړ او خپل پخوانۍ څيره يي په هنداره كي وليده
هغې هغه سايوان خپل پلار ته ونه ښودى ځكه چي دا پوهيدل كه چيري ددې پلار دا دڅو لحظو لپاره ښايسته او بيا بدرنګه وويني ډير به وزوريږي څه وخت چي ماښام سو اګاتا بيا خپل سايوان راو اخيستي او د كوره راووتل اګاتا ددې خبري هم هيڅ پروا ونه كړه چي خلك به راپوري وخاندي چي دشپې هم سايوان ګرځوي ليكن خلك د اګاتا د ښكلا څخه دومره متاثيره سوه چي دهغوي وسايوان ته هيڅ پام هم وانه وښت
اګاتا مخ په وړاندي تله چي يو ځاي يه ډير خلك راغونډ وليدل اګاتا ورنژدې سول ګوري چي هغو خلكو يو ډيره بدرنګه سړي رانولي دي او خپلي لوبي ورباندي كوي اګاتاچي دا وليدل ويې ويل تاسو دبل چا داحساساتو خيال ولي نه ساتۍ دې غريب تاسو ته څه زيان رسولي دي يوې انجلي په خندا سره وويل دا بدرنګه دى اګاتا د څو شيبولپاره چپ پاته سوه او وروسته يې هغه بدرنګه سړي ته خپل سايوان وركړ يو نا څاپه هغه په يو ډير ښكلي زلمي واوښت او ټولو خلكو ورته په تعجب سره كتل اګاتا فكر وكړ چي اوس به هغه خلك په ما پوري ملنډي ووهي خو داسي ونه سول او ټولو خلكو وهغه ځوان ته په تعجب سره كتل هغه ځوان هم هغه سايوان په سرباندي نيولي وو خو هيڅ نه پوهيدى چي څه پيښ سول اګاتا سايوان ته لاس وراوږ كړ ناڅاپه يې داسي احساس كړه چي هغې ته نو ر دسايوان هيڅ اړتيا نسته اګاتا دهغه ځايه څخه بيله څه ويلو روانه سوه په كورونو كي لګيدلي څراغونه يو په بل پسي مړه كيدل مګرهلته دسپوږمۍ رڼا وه چي د اګاتا لپاره يي ټولي لاري روښانه كړي وې اګاتا ديو سيند پرغاړه دمخ لاس مينځلو لپاره ودريدل هغې په اوبو كي ديو ښكلي انجلۍ انځور وليد ايا د دهغې خپل انځور وو؟ يو ډيره ښكلې څيره چه دنيكۍ نور ورباندي غوړيدلي ووكومه ښكلا چي اګاتا دسيند په ابو كي وليدل هغه تر هغي ښكلا ډيره زړه را كښونكې وه كمه چي به تر سايوان لاندي خلكو ليدل
اوس داګاتا څيره ډيره ښكلې ده په اوبو كي ستورو ورته سترګكونه وهل او هوا به يو لښكر وږمې دځانه سره يوې او بلي خواته وړلې يو درنه چپتيا خپره وه خو اګاتا دسيند پرغاړه دسيند په ابو كي خپل عكس ته په تعجب سره كتل