ملايان د ټولټاکنو په وړاندې کمپاين کوي

خبريالان د ملايانو کيسې کوي، چې څنګه افغانانو ته وايي د اګست د شلمې په ټولټاکنو کې برخه وانخلي په هرات کې د آى ډبليو پي آر د يو خبريال ليکنه ژورنالستانو ته د طالبانو تر لاس لاندې سيمو ته له اجازې پرته ورتګ خطر لري. اورېدلي مې و چې ملايان د ټولټاکنو پر خلاف غونډې جوړوي. ماوغوښتل دا په خپلو سترګو وګورم. دا مې هم غوښتل چې د ملايانو د پروپاګند په وړاندې د خلکو غبرګون ځانته معلوم کړم. د داسې يو سفر پلانول کومه اسانه خبره نه ده. بايد د هغه چا لاسونو ته ځان تسليم کړې، چې ښه يي نه پېژنې. په دې هيڅکله نه پوهيږې، چې په چا باور وکړې.

د ټولټاکنو په مبارزو کې د کرزي پرمخ څپېړه

د ولسمشر د ملاتړو په دوو ډلو ويشل کېدل ښايي د هغه (کرزي) د بيا ټاکنې بهير ته زيان ورسوي. په مزارشريف کې په مستعار نامه د آى ډبليو پي آر د خبريال، احمد کاووش ليکنه .داسې بريښي چې د ولسمشر حامد کرزي د بيا ټاکل کېدو ملاتړي مهم متحد د اګست په شلمه د ټولټاکنو له نېټې څخه يوازې لس ورځې دمخه خپله لاره بېله کړه. د ملي جنبش ګوند او د کرزي د متحد، جنرال عبدالرشيد دوستم د ملاتړ مرکز په دوه برخو وويشل شو. د هغې لويه او پياوړې ډله برالا د ولسمشر د اصلي سيال عبدالله عبدالله لپاره کمپاين کوي. هغه مهال چې کرزى د مى په تېرې مياشت کې له ازبيک توکمه زورځواکي دوستم سره په اتحاد کې ورګډ شو، نو زياترو خلکو هغه د دواړو لورو يوه کودتاه وبلله. پښتون توکمه کرزي په يو حرکت کې خپل دريځ په شمالي ولايتونو کې غښتلى کړ، چې دوستم په کې اغېز لري او د عبدالله مخه يې ونيوه چې هغه هم په ناپښتون ميشته شمال کې د رايو په ترلاسه کولو ډده لګوله. دوستم له تېر کال راهيسې په ترکيه کې جلا وطنه دى. خو په افغانستان کې داسې انګېرل کېده چې هغه به د کرزي په نوې اداره کې د يو رول د ترلاسه کولو لپاره ښه چانس ولري. په دوو برخو د هغه د ګوند ويش د دوستم د بېرته چټک راتګ او په لومړي پېر کې د برياليتوب لپاره د کرزي د هيلو پلان تر پوښتنې لاندې راولي. يوازې يو څو ورځې دمخه د فارياب د شمالي ولايت مرکز، ميمنې کې د عبدالله په پلوۍ په ستر لاريون کې د جنبش وتلي مشران څرګند شول. د هغو ى ملاتړ هغه څه پياوړي کړل چې د کرزي د ټاکنو نه ماتيدونکې هيله يې په حيرانوونکي توګه له سترې ننګونې سره مخامخ کړه. په دوو برخو د جنبش د ويش مخينه د جولاى مياشتې ته ورګرځي چې د هغه ګوند مهمې څېرې له ولسمشر څخه ګوښه شوې.

زما د دوستانو بيلابيل انځورونه

د ډاکټر اشرف غني احمزي کتاب ( عادلانه نظام لار ) خپل کمپوټر ته کښته کړئ

ګرانو دوستانو د هيواد د وتلي سياسي څيرې او مفکر او د افغانستان د ٢٠٠٨ کال د ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي کتاب ( عادلانه نظام لار ) چي ډير ارزښت ناک اثر يې بللاى سو دلاندي پيوند په مرسته خپل کمپوټر ته کښته کړى

د سوات بيځايه سوي

د پيوند په کليک کولو سره به د سوات په د بې ځآيه سوو خلکو په اړه راپور ووينى

د افغان کرکټ لوبډلي په وياړ ځانګړې خپرونه

هغه ورځي مي د پرون په څير ياد دي چي د پاکستان کرکټ لوبډلي د برياليتوبونو پر وخت به مي د لاسونو ورغوي په چکچکو سره کړي وو . د اوس څخه څه باندي ١٠يا ١٢ کاله مخکي هغه مهال چي موږ د پاکستان په کراچي ښار کي اوسيدو کوم وخت چي د پاکستان کرکټ لوبډله د دوهم ځل لپاره د نړيوال جام په سياليو کي لوبېدله نو د ګڼو پاکستانيانو په څير به زما څخه هم

په بلخ کې د بريد په اړه ناڅرګندتيا او خپګان

نا ممکن عکسونه ، نوي او زاړه ښارونه او د اسټريليا سوي ځنګلونه

څه موده مخکي په اسټريليا کي د ځنګلونو ځيني برخي د اور خوراک سوې لاندي لينګ کي د هغه اور په لمبو سوي ځنګلونو څو عکسونه وګورئ

کمپوټري عکسونه ،طبعې ښکلې منظرې ،غوولونکي عکسونه او د موبايل ١٢ ډولونه

کمپيوټري عکسونو په نړۍ کي يو نه منونکى انقلاب را منځ ته کړى دى لاندي لينک و ګورى _د نشنل جيوګرافک مجلې له طرفه يو شمير طبعي منظرې او د حيواناتو په زړه پوي عکسونه  _يارانو موږ مخکي د کمپورټر په مټ جوړ سوي عکسونو ته ګوته په غاښ ناست وو خو د انسان لاس هم بلا کوي تاسو په لاندي لينک کي عکسونه وګورئ چي څومره غولوونکي عکسونه يې جوړ کړي دي _موږ وينو چي موبايل ټليفون څومره په تيزي سره پرمختګ کوي . ددې حيرانوونکي سفر ١٢ عکسونه ستاسو په وړاندي دي لاندي لينګ و ګورئ

د پوکاڼي اخستل سوي عکسونه ،د افغانستان سايحت او د سويګي شرارت

په سپين کي د ښوونځى زده کوونکو د يوې بوغۍ ( پوکاڼي ) سره يو ځاى يوه ارزانه کيمره او وتړله او هغه بوغۍ يې فضاته په سفر وليږله هغه بوغۍ چي د ٣٠ کيلوميټره لوړي څخه کوم عکسونه اخستى دي هغه په کتلو ارزي لاندي لينک کي يې کتلاى سئ

بريد کونکي مي له نژدې وليدل :

د سري لنکا پر کرکټ لوبډلي بريد کي عيني شاهدان وايي (( د حمله کوونکو عمرونه تر ٢٠ – ٢٥ لوړ نه وو او په هغوى کي په پښتو خبري کوونکي هم شامل وو .

د ياغيانو مشر ايتلافي ځواکونه جګړې ته لمسوي

د متحده ايالتونو تر مشرۍ لاندې سرتيري د هرات جنګسالار پسې اخيستى، خو هغه د پوځونو د تېر ايستلو هڅه کوي. په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريالانو ليکنه

کابليان د طالبانوبريدونو ګيچ او بېحسه کړل

له هغه وروسته چې ياغيانو پر دريوځايونو هم مهالي بريدونه وکړل، چارواکي د هغوى د پياوړې کېدا خبردارى ورکوي. په کابل کې د آى ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريالانو ليکنه د فبرورۍ په ١٤ د چهارشنبې له ورځې راهيسې په حقيقت کې کابل يو بيړنى حالت لري. په دې ورځ کې ١٢ تنه ووژل شول او ٥٧ نور ټپيان شول. سړکونه تړل شوي، هټې ويجاړې او ډاريدلي خلک داسې انګيري، چې

افغاني رسنۍ تر ټاکنو دمخه تر فشار لاندې راغلي دي

د چارواکو له خوا د (پيام) د ورځپاڼې د بندولو هڅو ته د مشرتابه تر سيالۍ دمخه په ژورنالستانو باندې د فشار په سترګه کتل کيږي. په کابل کې د آى ډبليو پي آر تر ورزنې لاندې خبريالانو ليکنه

د شمالي ولايتونو اوسيدونکي په تېښته دي

په زرګونه خلک د لوږې، بېروزګارۍ او وچکالۍ له امله تښتي. زياتره يې ايران ته مخه کوي. په ميمنې کې د خبريال، شاه ميرزا منشي زاده ليکنه سهار وختي شېبې دي. د ميمنې د سرويسونو په تمځاى کې د ځوانانو يوه ډله موټر ته سترګې په لار دي. د هغوى په وړاندې يو اوږد مزل پروت دى.

Page 3 of 10 | Results 31-45 of 142
previous 1 | 2 | 3 | 4 | 5 | 6 | 7 | 8 | 9 next