قران کريم ( څلورمه برخه )
2009-12-20 03:58:53
څلورمه برخه
معصومه څېره ( ارواښاد روحاني ته ويل سوي ويرني ) کتاب خپل کمپوټر ته کښته کړئ
2009-12-20 02:18:53
ستامعصوم وړونه مي كله نه هېريږي چي كوم خړپړوينم دوى راته ياديږي چي (رشاد)او(تقوا) ونيسم غېږكي نو(سپوږمۍ،عمران )مي سترګوته ودرېږي وي ستانوم به پرې ژوندۍ بې ثمرنه يې روحاني ملګريه پاڅه خبرنه يې
معصومه څېره ((ارواښاد روحاني ته ويل سوي ويرني )) چاپ سوه .
2009-12-19 01:37:21
معصومه څېره د هغه کتاب نوم دى چي ارواښاد عبدالصمد روحاني ته ويل سوي ويرني پکي راغونډي سوي دي دا کتاب هلمند کلتوري ادبي ټولني چاپ کړى چي راټولوونکى يې
کرزي د دوهم ځل لپاره په هلمنديانو ملنډه ووهله
2009-12-17 00:50:38
اوريدلي مي دي چي نفل هغه عبادت دى چي په کولو سره يې ثواب سته خو په نه کولو سره يې ګنا نسته که څوک د نفل لمونځ نيت وتړي او بيا يې پريږدي هغه لمونځ ورباندي فرض کيږي . نو د ولس مشر يا د نورو مقاماتو سفرونه يوې سيمي ته هم داسي ګڼلاسو که چيري هغوى په خپل ټول ژوند کي يوې سيمي ته نوي تللى ښايي خلک ورنه ګيله ونه کړي او ښايي بيخي يې زړه ته هم تيره نسي چي د دوى د هيواد ولسمشر دي د دوى خواري سيمي ته ورسي خو که چيري هلته ټول
د راتلونکې زمانې ښارونه
2009-12-16 04:52:57
که غواړى په دې پوه سئ
د لښکرګاه پنځمه ګڼه ولولئ
2009-12-15 02:45:44
لښکرګاه جريده چي د بست فرهنګي ټولني دوهمه چاپي خپرونه ده تر دا مهاله يې ٥ ګڼي چاپ او د لوستونکو ګوتو ته رسيدلي دي . د لښکرګاه جريدې لومړې ګڼه شاوخوا ٥ مياشتي مخکي په لښکرګاه کي د انوري چاپ خانې په زيار چاپ سوه ددې جريدې مسوليت د بست فرهنګي ټولني فعال غړي مولوي عبدالهادي عمري ته ورسپارل سوى چي نوموړي يې تل د کمپوز او ډيزان په برخه کي هم ځآن ستړى کړى دى . که څه هم د کيفيت له مخي ورباندي نيوکه کيدل خو دا لومړۍ چاپي خپرونه وه چي په هلمند کي چاپ سوه . تر هغه راوروسته يې د ډيزاين ، کاغز او چاپ په چارو کي د پام وړ سمون راغلى دى . لښکرګاه جريده چي په ٨ مخونو کي چاپيږي چي پکښي بيلابيلي سياسي ، ټولنيزي ، کلتوري او ښوونيزي ليکني پکي خپريږي ددې تر څنګ د هلمندي ځوانانو او شاعرانو د هڅوني په موخه پکي هر ځل يو ځوان لوستونکو ته ورپيژندل کيږي اټکلونه کيږئ چي لښکرګاه جريدې په ډيره لږه موده نه يوازي په هلمند کي بل کي په نژدې ولايتونو کي ګڼ شمير لوستونکي خپل کړي دي ښآيي علت يې پر وخت چاپ او د لوستونکو ګوتو ته رسيدل وي پاته دي نه وي چي بست فرهنګي ټولني تر دې مخکي يوازي د بګړۍ په نوم درې مياشتنۍ مجله لرل چي دا مهال يې تازه ١٠ مه او ١١مه ګڼه د چاپ په ګاڼه پسولل سوي دي (احمد شاه پاڅون )
د (IWPR) ٦ پښتو پيچري راپورونه
2009-10-19 01:10:36
د هلمند د اپينو د مخنيوي هڅې د ژمنو څرګندوونکې دي _توکميزو شخړو فارياب ځپلى دى_هراتيان د ټاکنو د دويم پړاو لپاره چمتووالى نه لري_د خټکيو حاصلات تر ګواښ لاندې دي_آيا د ازبکستان د اسلامي غورځنګ د مشر مړينه به په افغانستان کې د ياغيانو ځواک کمزورى کړي؟_سياسي ترينګلتيا شمال له اقتصادي بدمرغۍ سره مخامخ کړى
د اى ډبليو پي ار د څو تازه لاندي يادو راپورونو پښتو بنه دلته لوستلاى سي
2009-10-01 03:16:55
درغلي د ټولټاکنو اعتبار تر پوښتنې لاندې راولي افغانان په ټاکنو کې د درغلۍ او ډار خبرې کوي ولسي خلک د طالبانو په ماينونو وژل کيږي او ټپيانيږي په هلمند کې د ټولټاکنو د درغليو زيات شواهد په هرات کې د غلا قربانيان بېهوښه کيږي کوچنيان د ميلو تر شا کمزوري کيږي کامبخش (له بنده) خوشې شو له بمباريو څخه د ژوندۍ پاتې شوې نجلۍ غملړلى سرنوشت د بلخ سوداګر له برمتې ډاريږي د رايو ناڅرګندتيا په هلمند کې د بدګومانۍ اور ته لمن وهي د ډزو تبادلې د وردګو بزګران له خپلو کروندو څخه وتلو ته اړايستل
په هلمند کې رايې ورکول د راکټونو او درغليوترسيورې لاندې راغلل
2009-09-10 04:15:42
د هېواد په پر ټولو نارکرار ولايت، هلمند کې هغه مهال د رايو ورکولو ورځ بيا بيا په تراژيدۍ بدله شوه چې خلکو د رايې ورکوله هڅه وکړه. په لښکرګاه کې د آى ډبليو پي آر د خبريالانو محمد الياس داعي او عزيزاحمد تسل ليکنه لښکرګاه د اګست په شلمه د ټولټاکنو د ورځې په سباوون د ارواحو ښار و. په لارو کوڅو کې ډېر لږ خلک ليدل کېدل. ټولې هټۍ تړلې وې. سړکونه بند شوي وو. ډلې ډلې سپي په تشو پارکونو ګرځېدل او غپېدل.
د طالبانو تکتيک خپلې موخې ته ورسېد
2009-09-10 04:14:20
د رايو ورکولو مرکزونه په زياترو سهيلي سيمو کې د ياغيانو د ډار او تاوتريخوالي له امله ټينګ تړلي وو. په کابل، هرات، بلخ، ودرګو، غزني اوهلمند کې د آى ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريالانو ليکنه د طالبانو ارواح، د اګست په شلمه، له اوږده انتظار وروسته نن د هېواد د ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو په ټولټاکنو پراخ سيورى وغوړاوه. د هېواد په جګړې ځپلې سهيل کې ډېر لږ شمېر خلک رايو ورکولو ته راوتلي وو. طالبانو او نورو مخالفې ډلو په تېرو اونيو کې د ګواښونې او ډار ډېر اغېزمن کمپاين پلى کړ. هغوى ګواښ کړى و هر چا، چې د هغوى په اند، په کفري ټولټاکنو کې ونډه واخيسته، غړي به يې پرې شي او و به وژل شي. [د ټاکنو پر مهال] له رايه ورکوونکو څخه غوښتل کېدل چې خپله ګوته په هغه رنګ کې غوټه کړي، چې تر څو ورځو لپاره پاتې کيږي، ترڅو له يو ځل څخه د رايه ورکوونکو د زياتې رايې ورکولو مخه ونيول شي. طالبانو په ډاګه ګواښ کړى و، چې په رنګ شوې ګوته به پرې کړي. د مطيع الله په نامه د غزني يو اوسيدونکي وويل: "زه په خپلې ٤٥ کسيزې کورنۍ کې يوازينى سړى يم چې رايه مې ورکړه. اوس اندېښمن يم. ګوته مې په رنګ ده او کېداى شي طالبان سزا راکړي. "
ازاد شوي هلمنديان د طالبانو له غچ څخه ډاريږي
2009-09-10 04:11:52
کليوال د ټولټاکنو د نوم د ثبت ډلې ته په دې باور لنډ وخت ورکوي چې کېداى شي ياغيان ډېر ژر بېرته ستانه راشي. د هلمند ولايت د نوزاد د ولسوالۍ په خواجه کلي د آى ډبليو پي آر خبريال، محمد الياس داعي ليکنه نظرګل په قهر وويل: "کالي مو ټول کړئ او ځئ!" د منځني عمر ددې سړي د خولې له کونج څخه نصوار بهيږي او ږيره يې باد ښوروي. هغه زياته کړه: "کوم کارتونه چې تاسو يې ورکوئ، ډېر کلک دي. که هغه له موږ سره وموندل شي، نو طالبان به يې په خوله کې راکړي، چې تېر يې کړو. هغه [کارتونه] نه هضميږي."
هلمند ته د کرزي نه تگ هلمنديان خپه کړل
2009-09-10 04:10:40
کېداى شي برحال ولسمشر د خلکو يو څو رايې له لاسه ورکړې وي، چې د کمپاين په يو لاريون کې يې گډون ونه کړاى شو. په لښکرگاه کې د آى ډبليو پي آر د خبريال، محمد الياس داعي ليکنه ټوله شپه چمتو والي ونيوه. کارگرانو په ستيج کار وکړ، پوسترونه يې وځړول او د کرزي په ستډيوم يې خيمه ودروله. دا ستديوم د کرزي په نامه نومول شوى دى. کتارونه، کتارونه څوکۍ راوړل شوې وې. د لس زرو مېلمنو لپاره غرمنۍ تياره شوې وه.
طالبان په غزني کې هوايي څپي کنترولوي
2009-09-10 04:08:57
ياغيانو د راډېو له لارې په يو ولايت کې موسيقي او د ټولټاکنو کمپاين منع کړى دى. په غزني کې د آى ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال، سيد رحمت الله علي زاده ليکنه د غزني اوسيدونکي د تېروو شپږو اونيو راهيسې، لږ تر لږه له رادېو سره د عادت له مخې، په ماضي کې ژوند کوي. طالبان چې ددې سهيلي ولايت زياته برخه په لاس کې لري د هوايي څپو له لارې په موسيقۍ او د تفريحي پروگرامونو پر خپراوۍ بنديز لگولى دى.
د هرات چارواکي پر ناوړو درغليو تورن دي
2009-09-10 04:07:01
ويل کيږي چې د ولايت په ځينو برخو کې بډې او ډار مخ په زياتېدو دي. په هرات کې د آى ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريالانو ليکنه ملا، له خبريال سره د خبرو پرمهال په غوسه بريښېده. هغه وويل: "که موږ دلته د هغه څه په اړه چې پېښيږي رښتيا ووايو، نو څوک به مو د خونديتوب ضمانت وکړي؟"
د وړيا غرمنۍ کمپاين
2009-09-10 04:05:52
هغه مهال چې ولسمشريز لاريونونه د بلخ ولايت ته رسيږي، پيسې خبرې کوي. په مزارشريف کې د آى ډبليو پي آر د خبريال، عبداللطيف سهاک ليکنه جمعه هيڅکله ځان د سياسي فعالينو په ډلې کې نه شمېره. دا خبره هغه مهال بدله شوه، چې دا پنځوس کلن کروندګر په دولت آباد کې له خپل کلي څخه د بلخ ولايت مرکز، مزارشريف ته روان شو. هغه په خندا وويل: "ما يو موټر وليد چې د يو کانديد په عکسونو پوښل شوى و. ما ورته لاس ونيو چې له ځان سره مې ښار ته يوسي. هغوى راته بلنه راکړه چې يوه ورځ د هغوى د کمپاين له ډلې سره مل شم . هغوى راته وويل د غرمې ډوډۍ به هم درکړو."