په هرات کې د ښځو د موسيقۍ بوى د ديني عالمانو پزو ته رسېدلاى دى

نجونو او ښځو د سندرو ويلو او موسيقۍ غږولو چانس تر لاسه کړى، خو محافظه کاران يې په ټينګه مخالفت کوي. په هرات کې د آى ډبليو پي آر د خبريال، صديق بهنام ليکنه

طالبان له پخوانيو جنګ سالارانو څخه وسلې پېري

طالبان په شمال کې د وسلو له سترو ګودامونو څخه ګټه پورته کوي، چې پخوانيو ملېشو د بې وسلو کولو له پروګرام څخه په مخالفت کې ځانونو ته ساتلي دي. په مزارشريف کې د آى ډبليو پي آر د خبريال، عبداللطيف سهاک ليکنه

د ګرمسېر اعتصابونه دطالبانو د نژدې کېدا څرګندونه کوي

د ادعا له مخې د ياغيانو له خوا د جوړ شوي اعتصاب په پايله کې شپږو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړى او زيات شمېر خلک په حکومت او بهرنيو ځواکونو په غوسه دي. په هلمند کې د آى ډبليو پي آر د خبريال محمد الياس داعي ليکنه

افغان ژورنالستان تر ګواښ لاندې دي

حکومت د بيان د ازادۍ د درناوي ادعا کوي، خو ژورنالستان بيا بل څه وايي. په کابل کې د آى ډبليو پي آر د خبريال، حبيب الرحمن ابراهيمي ليکنه هغه مهال چې په کندهار کې ازاد خبريال، احمد الله محمديار په تېر اوړي کې د ولسمشرۍ لپاره د ټولټاکنو په کمپاين کې د ګډون اراده کړې وه، د ځايي چارواکو له خوايې د مزاحمت تمه نه درلوده.

پر کابل تر ټولو سخت بر يدونه

پر حکومتي ودانيو باندې ګډو عملياتوښار ساړه سره مخ کړ. په کابل کې د آۍ ډبليوپي آر د مشرې، جين ميکنزۍ ليکنه د پلازمينې پرمرکز د يو لړ بريدونو وروسته، چې د ښار د شاوخوا له ټينګ امنيت سره سره رامنځته شول، کابل د جنورۍ په اتلسمه د دوشنبې په ورځ چوپ اوناکرار و.

د هراتي غاليو ارزښت غړند شوى دى

سوداګر شکايت کوي چې دا دوديز لاسي صنعت ارزان بيه غاليو تراغېز لاندې راوستى دى. په هرات کې د آى ډبليو پي آر د خبريال، محمد شفيع فيروزي ليکنه

د (IWPR) ٦ پښتو پيچري راپورونه

د هلمند د اپينو د مخنيوي هڅې د ژمنو څرګندوونکې دي _توکميزو شخړو فارياب ځپلى دى_هراتيان د ټاکنو د دويم پړاو لپاره چمتووالى نه لري_د خټکيو حاصلات تر ګواښ لاندې دي_آيا د ازبکستان د اسلامي غورځنګ د مشر مړينه به په افغانستان کې د ياغيانو ځواک کمزورى کړي؟_سياسي ترينګلتيا شمال له اقتصادي بدمرغۍ سره مخامخ کړى

د اى ډبليو پي ار د څو تازه لاندي يادو راپورونو پښتو بنه دلته لوستلاى سي

درغلي د ټولټاکنو اعتبار تر پوښتنې لاندې راولي افغانان په ټاکنو کې د درغلۍ او ډار خبرې کوي ولسي خلک د طالبانو په ماينونو وژل کيږي او ټپيانيږي په هلمند کې د ټولټاکنو د درغليو زيات شواهد په هرات کې د غلا قربانيان بېهوښه کيږي کوچنيان د ميلو تر شا کمزوري کيږي کامبخش (له بنده) خوشې شو له بمباريو څخه د ژوندۍ پاتې شوې نجلۍ غملړلى سرنوشت د بلخ سوداګر له برمتې ډاريږي د رايو ناڅرګندتيا په هلمند کې د بدګومانۍ اور ته لمن وهي د ډزو تبادلې د وردګو بزګران له خپلو کروندو څخه وتلو ته اړايستل

په هلمند کې رايې ورکول د راکټونو او درغليوترسيورې لاندې راغلل

د هېواد په پر ټولو نارکرار ولايت، هلمند کې هغه مهال د رايو ورکولو ورځ بيا بيا په تراژيدۍ بدله شوه چې خلکو د رايې ورکوله هڅه وکړه. په لښکرګاه کې د آى ډبليو پي آر د خبريالانو محمد الياس داعي او عزيزاحمد تسل ليکنه لښکرګاه د اګست په شلمه د ټولټاکنو د ورځې په سباوون د ارواحو ښار و. په لارو کوڅو کې ډېر لږ خلک ليدل کېدل. ټولې هټۍ تړلې وې. سړکونه بند شوي وو. ډلې ډلې سپي په تشو پارکونو ګرځېدل او غپېدل.

د طالبانو تکتيک خپلې موخې ته ورسېد

د رايو ورکولو مرکزونه په زياترو سهيلي سيمو کې د ياغيانو د ډار او تاوتريخوالي له امله ټينګ تړلي وو. په کابل، هرات، بلخ، ودرګو، غزني اوهلمند کې د آى ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريالانو ليکنه د طالبانو ارواح، د اګست په شلمه، له اوږده انتظار وروسته نن د هېواد د ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو په ټولټاکنو پراخ سيورى وغوړاوه. د هېواد په جګړې ځپلې سهيل کې ډېر لږ شمېر خلک رايو ورکولو ته راوتلي وو. طالبانو او نورو مخالفې ډلو په تېرو اونيو کې د ګواښونې او ډار ډېر اغېزمن کمپاين پلى کړ. هغوى ګواښ کړى و هر چا، چې د هغوى په اند، په کفري ټولټاکنو کې ونډه واخيسته، غړي به يې پرې شي او و به وژل شي. [د ټاکنو پر مهال] له رايه ورکوونکو څخه غوښتل کېدل چې خپله ګوته په هغه رنګ کې غوټه کړي، چې تر څو ورځو لپاره پاتې کيږي، ترڅو له يو ځل څخه د رايه ورکوونکو د زياتې رايې ورکولو مخه ونيول شي. طالبانو په ډاګه ګواښ کړى و، چې په رنګ شوې ګوته به پرې کړي. د مطيع الله په نامه د غزني يو اوسيدونکي وويل: "زه په خپلې ٤٥ کسيزې کورنۍ کې يوازينى سړى يم چې رايه مې ورکړه. اوس اندېښمن يم. ګوته مې په رنګ ده او کېداى شي طالبان سزا راکړي. "

ازاد شوي هلمنديان د طالبانو له غچ څخه ډاريږي

کليوال د ټولټاکنو د نوم د ثبت ډلې ته په دې باور لنډ وخت ورکوي چې کېداى شي ياغيان ډېر ژر بېرته ستانه راشي. د هلمند ولايت د نوزاد د ولسوالۍ په خواجه کلي د آى ډبليو پي آر خبريال، محمد الياس داعي ليکنه نظرګل په قهر وويل: "کالي مو ټول کړئ او ځئ!" د منځني عمر ددې سړي د خولې له کونج څخه نصوار بهيږي او ږيره يې باد ښوروي. هغه زياته کړه: "کوم کارتونه چې تاسو يې ورکوئ، ډېر کلک دي. که هغه له موږ سره وموندل شي، نو طالبان به يې په خوله کې راکړي، چې تېر يې کړو. هغه [کارتونه] نه هضميږي."

هلمند ته د کرزي نه تگ هلمنديان خپه کړل

کېداى شي برحال ولسمشر د خلکو يو څو رايې له لاسه ورکړې وي، چې د کمپاين په يو لاريون کې يې گډون ونه کړاى شو. په لښکرگاه کې د آى ډبليو پي آر د خبريال، محمد الياس داعي ليکنه ټوله شپه چمتو والي ونيوه. کارگرانو په ستيج کار وکړ، پوسترونه يې وځړول او د کرزي په ستډيوم يې خيمه ودروله. دا ستديوم د کرزي په نامه نومول شوى دى. کتارونه، کتارونه څوکۍ راوړل شوې وې. د لس زرو مېلمنو لپاره غرمنۍ تياره شوې وه.

طالبان په غزني کې هوايي څپي کنترولوي

ياغيانو د راډېو له لارې په يو ولايت کې موسيقي او د ټولټاکنو کمپاين منع کړى دى. په غزني کې د آى ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال، سيد رحمت الله علي زاده ليکنه د غزني اوسيدونکي د تېروو شپږو اونيو راهيسې، لږ تر لږه له رادېو سره د عادت له مخې، په ماضي کې ژوند کوي. طالبان چې ددې سهيلي ولايت زياته برخه په لاس کې لري د هوايي څپو له لارې په موسيقۍ او د تفريحي پروگرامونو پر خپراوۍ بنديز لگولى دى.

د هرات چارواکي پر ناوړو درغليو تورن دي

ويل کيږي چې د ولايت په ځينو برخو کې بډې او ډار مخ په زياتېدو دي. په هرات کې د آى ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريالانو ليکنه ملا، له خبريال سره د خبرو پرمهال په غوسه بريښېده. هغه وويل: "که موږ دلته د هغه څه په اړه چې پېښيږي رښتيا ووايو، نو څوک به مو د خونديتوب ضمانت وکړي؟"

د وړيا غرمنۍ کمپاين

هغه مهال چې ولسمشريز لاريونونه د بلخ ولايت ته رسيږي، پيسې خبرې کوي. په مزارشريف کې د آى ډبليو پي آر د خبريال، عبداللطيف سهاک ليکنه جمعه هيڅکله ځان د سياسي فعالينو په ډلې کې نه شمېره. دا خبره هغه مهال بدله شوه، چې دا پنځوس کلن کروندګر په دولت آباد کې له خپل کلي څخه د بلخ ولايت مرکز، مزارشريف ته روان شو. هغه په خندا وويل: "ما يو موټر وليد چې د يو کانديد په عکسونو پوښل شوى و. ما ورته لاس ونيو چې له ځان سره مې ښار ته يوسي. هغوى راته بلنه راکړه چې يوه ورځ د هغوى د کمپاين له ډلې سره مل شم . هغوى راته وويل د غرمې ډوډۍ به هم درکړو."

Page 1 of 4 | Results 1-15 of 58
1 | 2 | 3 | 4 next