د لښکرګاه جريدې ٦ ګڼه ولولۍ
2010-02-28 06:01:35
هلمندولايت ډيره تاريخي اودوياړه ډکه سيمه ده چي هره سيمه يې ځانته تاريخي ګذشت اوخاص جوړښت لري هلمند ولايت داريايانودوخته بيا تراوسه خپل برم ساتلی دی ،هلمنددهيوادنه بلکه دټولي نړۍ په کچه تاريخي ارزښت لري ،په نړۍ کي صنعت ،لاسته راوړنه اوکرکرهڼي ترټولولومړی له هلمنده راپيل سوې
د لښکرګاه پنځمه ګڼه ولولئ
2009-12-15 02:45:44
لښکرګاه جريده چي د بست فرهنګي ټولني دوهمه چاپي خپرونه ده تر دا مهاله يې ٥ ګڼي چاپ او د لوستونکو ګوتو ته رسيدلي دي . د لښکرګاه جريدې لومړې ګڼه شاوخوا ٥ مياشتي مخکي په لښکرګاه کي د انوري چاپ خانې په زيار چاپ سوه ددې جريدې مسوليت د بست فرهنګي ټولني فعال غړي مولوي عبدالهادي عمري ته ورسپارل سوى چي نوموړي يې تل د کمپوز او ډيزان په برخه کي هم ځآن ستړى کړى دى . که څه هم د کيفيت له مخي ورباندي نيوکه کيدل خو دا لومړۍ چاپي خپرونه وه چي په هلمند کي چاپ سوه . تر هغه راوروسته يې د ډيزاين ، کاغز او چاپ په چارو کي د پام وړ سمون راغلى دى . لښکرګاه جريده چي په ٨ مخونو کي چاپيږي چي پکښي بيلابيلي سياسي ، ټولنيزي ، کلتوري او ښوونيزي ليکني پکي خپريږي ددې تر څنګ د هلمندي ځوانانو او شاعرانو د هڅوني په موخه پکي هر ځل يو ځوان لوستونکو ته ورپيژندل کيږي اټکلونه کيږئ چي لښکرګاه جريدې په ډيره لږه موده نه يوازي په هلمند کي بل کي په نژدې ولايتونو کي ګڼ شمير لوستونکي خپل کړي دي ښآيي علت يې پر وخت چاپ او د لوستونکو ګوتو ته رسيدل وي پاته دي نه وي چي بست فرهنګي ټولني تر دې مخکي يوازي د بګړۍ په نوم درې مياشتنۍ مجله لرل چي دا مهال يې تازه ١٠ مه او ١١مه ګڼه د چاپ په ګاڼه پسولل سوي دي (احمد شاه پاڅون )