غزل .. رفیع الله روشن
2010-04-08 06:57:25
غزل
چې له مانه كله تللې سپيـــن سحـــــــــــروه
ښه مې يادشي اى جانانه چـــــې اختــــــــروه
ستاپه سترګوكې داوښكــــو ووډنــــــډونه
غم جوړكړى ځانته كورستاپرځيـــــــګروه
مجبوردې وه شيـــــــرينه بايـــــــــــد لاړ وې
زموږكلي كې جوړشـــوى يومحشـــــــــروه
زموږكوراوښوونځي ووټول ړنګ شــــوي
دجومات مو هـــــــم نه ور وه نه مــمبــــــروه
وه پرمونږه سره بــــــــلانازله شــــــــــــــــــوې
هم مومال اوهم موســرترې په خطــــــــــروه
زموږقوم هم ملامت وه چې پښتــــــــون وه
له هرلــــــوري پرې نـــــازل يو بدنظـــــــــروه
خوپښتون چاسره بدكــولــــــــى نشــــــــــــي
نوبيــــــــاولـــــې ددې هرڅه څه اثــــــــــــــروه
هغه وخت مې هم په ياد شي اى (روشنـــه)
ستاسوكــلى چې وه كوز اوزمــــونـــږبـــروه
******************************************
نرمه سیلۍ