د خاطر غزلې
2008-02-15 22:57:36
چې عاشق د معشوقې په لور کاتۀ کا
خود لېمۀ شي کم طاقته پرېواتۀ کا
شينکى خال دې د پلوه راښکاره کړه
لکه سترګه د سبا چې راخاتۀ کا
تۀ مې عکس د زړۀ واخله کۀ دې شک وي
چې دا تور باڼۀ دې څۀ رنګه ويشتۀ کا
په مئين جوړ زنکدن شي چې يار راشي
په هېبت زړۀ په ګوګل کې الواتۀ کا
د خاطر په زړګي داغ د بېلتون ګوره
چې د يار په لور کاږۀ واږۀ کاتۀ کا