د لمر نيازی هايکو / درېيمه برخه

 شونډې يې سرې دي

له لو يې ځان پټ كړى

گورگورې شنې دي


له زردالو به

لمنه ډكه راوړي

چونگى يې وړى


باران دې اوري

واوره دې نه ورېږي

سالنگ به بند كړي


د توت لاندې مې

تك تور توتان راتوى شول

د تروو جام كې

مۍ نه څښمه مۍ!

راشه جل وهلى يم

راشه لكه پۍ