غزل دروېش دراني
2010-03-07 10:02:38
غزل
نه د ښكلا دعوه كوم نه تر هينداره ښه يم
زه كله كاڼى د رقيب د سر د پاره ښه يم
كه يې سرې شونډي د يار كله هم ښكل كړي نه وي
تر دغو خلكو خو نو زه بيا په زر واره ښه يم
ستا پر طرف د يبلو پښو مزل دى خوږ تر وصل
زه ستا پر لور باندې تمام عمر پر لاره ښه يم
لكه په كلي كي چي ټول عمر بې كوره وم زه
په هديره كي هم دغسي بې مزاره ښه يم
ګوندي سپوږمۍ په څه چل ټك وهمه ستا پر لمن
ما دروېش پرېږده، زه نن ټوله شپه بيداره ښه يم