افغانستان د لويو وچو د سياليو اتل شو
2010-12-05 02:07:39
کريکټ : افغانستان په سيمه کې د سيالۍ اتل شو
د پنځو ورځو لوبه افغانستان په درې ورځو کې پوره کړه او سکاتلند ته يې د اوو لوبغاړو په لرلو ماته ورکړه .
په پايلوبه کې افغانستان که لوبه مساوي کړې هم واى اتل به
واى
خو افغان لوبغاړو برى غوره وبالۀ او تجربه لرونکو سکاتلندي لوبغاړو ته يې خورا لويه ماتې ورکړه .
که څه هم سکاتلند په لومړي نوبت کې تر افغانستان ٤١ ډيرې منډې درلودې خو په دويم ځل يې د افغان بالرانو سيالي ونه کړاى شوه .
حميد حسن ، ميرويس اشرف او سميع الله شينواري درې درې کسه وسوځول .
د سکاتلند ټوله لوبډله په دويم ځل يوازې په ٨٢ منډو وسوځيدله او افغان لوبډلې ته يې د ١٢٤ منډو هدف وټاکۀ .
کريم صادق يوازې په اوو منډو وسوځيد ، نوروز منگل چې په لومړي ځل يې ٥٦ کړې وې په دويم وار په ١٧ منډو وسوځيد .
شبير نوري ٣٥ وکړې خو شهزاد محمدي د پنځوسيزې په بشپړولو برى حتمي کړ .
سکاتلند د لويو وچو د اتلوليو لومړنى اتل و .
دا اتلولۍ تر دې وړاندې يوازې سکاتلند او ايرلنډ گټلې وې .
د دغو سياليو گټل په دې ډير مهم دي چې دا لوبې څو ورځنۍ دي .
د يو ورځنيو او شل اوريزو لوبو په باب ويل کيږي چې تر ډيره د بخت لوبه وي خو په څو ورځنيو لوبو کې د لوبغاړو ريښتينى استعداد ښکاري .
افغانستان په دغو اتلوليو کې له زمبابوې سره لوبه مساوي کړه .
له لومړنۍ مساوي کړې لوبې وروسته يې ټولې وگټلې .
دوى هالند ته په هالند کې ، کاناډا ته په شارجې کې ، ايرلند ته په سرېلنکا کې ، سکاتلند ته په سکاتلند کې او کينيا ته په کينيا کې ماتې ورکړې .
په دغو سياليو د افغانستان له لورې محمد شهزاد ، نور علي ځدراڼ او کپتان نوروز منگل د منډو جوړولو په ډگر کې ډير وځليدل .
په بالرانو کې حميد حسن سرلارى و خو سميع الله شينوارى ، شاپور ځدراڼ ، محمد نبي او ميرويس اشرف اتلولي يقيني کړه .