د ځوان افغان کرکټ لوبډلې د رمضان کپ سياليو اتلولي وگټله

د سپوږمۍ راډيو درنو اورېدونکو او د کرکټ خپرونې ګرانو مينه والو ددې لړۍ په دوهمه خپرونه کې زما عصمت الله مايار نيکې هيلې اوسلامونه ومنۍ

د ځوان افغان کرکټ لوبډلې په کراچۍ ښار کې درمضان کپ سياليو په پاى لوبه کې د پاکستان بلوز کرکټ کلب ته ماتې ورکړه اوپه دې سره يې درمضان کپ سياليو اتلولي وګټله  .

پچه افغان کپتان خالقداد نوري وګټله او توپ وهنه یې غوره کړه. افغان لوبډلې په ٢٠ اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ١٥٨منډې جوړې کړې او مقابل لوري ته يې د ١٥٩منډو هدف وټاکه خو کله چې بلوز کرکټ په توپ وهنه پيل وکړ د ١٨اور په لومړي توپ يې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او افغان لوبډلې  په ٥ويکټو او ٦٢ منډو د پاکسان  بلوز کلب ته کلکه ماتې ورکړه

افغان کپتان خالقداد نوري وويل چې پيچ توپ وهنې ته غوره دی او غواړي چې لومړی توپ وهنه ترسره کړي چې مقابل لورې ته د ۱۴۰ څخه پورته هدف وټاکي.په ننۍ لوبه کې د ای او بلوز لوبډلې له ځانه سره د پاکستان د ملي لوبډلې درې پخواني لوبغاړي د  رانا نوید او کامران نذیر په شمول له ځانه سره لرل او پر دوى سربېره یې ۹ نور  د پاکستان د لومړۍ کچې لوبغاړي هم ولوبول.

نن افغان روزونکي اسدالله خان د شفیق الله شفق پر ځای خان محمد ولوباوه. دا په لوبډله کې يواځينی بدلون و.

د افغانستان د توپ وهنې پيل شهزاد محمدي او جاويد احمدي وکړ. شهزاد په لومړي توپ څلوريزه ووهله او په لومړي اور کې افغان لوبډلې ۱۴ منډې جوړې کړې. په دويم اور کې شهزاد يوه څلوريزه او بله شپږيزه ووهله.

د افغانستان منډې په تېزۍ روانې وې او د بلوز لوبډلې چې هرڅومره کوښښ کاوه په دې نه توانېده چې کابو يې کړي .

 د درېم اور په پای کې د افغان لوبډلې منډې ۴۲ وې. د پنځم اور په پای کې افغان لوبډلې ۴۸ او د شپږم اور په پای کې یې ۵۶ منډې کړې وې.

 لومړی افغان لوبغاړی جاويد احمدي و چې په شپږم اور کې په څلورم توپ وسوځېد. نوموړي ۱۸ منډې وکړې چې درې په کې څلوريزې وې.او پر ځای یې اصغر ستانکزی راووت.

 د اتم اور په پاى کې د افغان لوبډلې منډې ۷۲ ته پورته شوې وې او ۹م اور کې شهزاد خپله نيمه سليزه پوره کړه. په يولسم اور کې شهزاد کيچ وسوځېد چې ټولې یې ۵۹ منډې کړې وې. شهزاد نن يوه شپږيزه او شپږ یې څلوريزې ووهلې. پرځای یې محمد نبي راووت چې د اصغر ستانکزي سره ملګرتيا وکړي.

 منډې ښې روانې وې او اصغر ستانکزي خپل مسوليت ته ملا تړلې وه. په ديارلسم اور کې افغان لوبډلې له سلو منډې واړولې او معلومېده چې هدف پورته روان دی. د اصغر يو اسانه کيچ وغورزېد چې د بلوز لوبډله به تل پرې پښېمانه وي. همدا اصغر د محمد نبي سره ولاړ پاتې شو. محمد نبي توپ ته په بل اړخ شو خو لوبڅار په يو ناسمه پرېکړه کې هغه ته د سوځېدو ګوته پورته کړه . وروسته د تلويزيون بيا بيا ښودنې دا وښوده چې نوموړی په داسې وخت کې په پښه ولګېد چې توپ د ويکټو خوا ته نه و روان.د نوموړي د سوځېدو په مهال افغان لوبډلې ۱۱۹ منډې کړې وې. محمد نبي په شپږو منډو وسوځېد.

 سميع الله شينواری راډګر ته شو چې ډېرې ښې منډې يې جوړې کړې او يو وخت خو یې داسې يوه شپږيزه ووهله چې توپ له سټيډيم څخه بهر شو . دا سخت ګوذار په ۱۸م اور کې و چې په مهال یې افغان لوبډلې ۱۴۰ منډې کړې وې. ورپسې په ۱۹ م اور کې اصغرستانکزي  يوه څلوريزه او ورپسې يې شپږيزه ووهله. افغانستان ۱۵۳ منډې کړې وې  چې په ۱۹م اور کې اصغر ستانکزی وسوځېد.

 خان محمد د لوبې ډګر ته راووت او په وروستيو څو توپونو کې يې  د سميع  الله شيواري سره ملګرتيا وکړه. دواړو د افغان لوبډلې منډې ۱۵۸ ته پورته کړې او د بلوز لوبډلې ته یې د  ۱۵۹منډو لوړ هدف وټاکه .

 د افغانستان توپ اچونه کپتان خالقداد په عبدالله مزاري پيل کړه. عبدالله مزاري  په لومړي توپ د بلوز لوبډلې يو پياوړی لوبغاړی عمران نذير وسوځاوه چې محمد نبي عيسى خېل قف کړ. عبدلله مزاري په لومړي اور کې يوه منډه هم نه وه ورکړې چې محمد انور یې په وروستي توپ وسوځاوه دا لوبغاړى  ويکټ ساتونکي شهزاد محمدي  وسوځاوه.

 دويم اور شاپور ځدراڼ  پيل کړ. شاهپور ډېر ښه اور وکړ، د بلوزلوبغاړي تر سخت فشار لاندې و او سره د دې چې د منډو کولو فرصتونه په لاس ورتلل خو بيا هم په منډو جوړولو کې پاتې راتلل. د شاپور په اور کې بلوز يوازې يوه منډه وکړه .

 دريم اور ته عبدالله مزاري راغی چې په  لومړي توپ یې څلوريزه ولګېده. د بلوز په لوبډله فشار زياتېده ځکه په دې اور کې یې څلور منډې واخيستې او ټولې منډې یې د دريم اور په پای کې يوازې ٥ وې.

 شاپور خپل دويم اور پيل کړ. بلوز کرکټ کلب  په دې اور کې ۹ منډې واخيستې چې د يوې څلوريزې مسوليت په ناسمه راټولونه کې و.

 سميع الله شينواری توپ اچونې ته راغی او پنځم اور اچونه یې پيل کړه چې دوه منډې یې ورکړې او په  بلوزیې فشارلا ورزيات کړ.

 کپتان خالقداد پخپله د شپږم اور د ترسره کولو لپاره راغی . د لوبې لومړی نوبال یې وکړ او بلوزته وړيا وار په نصيب شو چې هغه توپ هم نوبال شو او بيا وړيا وار  بلوزته ورغی. دا ځل بياهم  تر  فشار لاندې   بلوز لوبډلې ونشو کړای چې ګټه ترې پورته کړي.  په دې اور کې شپږ منډې وشوې چې  بلوز په شپږ اورونو کې ۲۳ منډې وکړې. ښايي خالقداد ځکه پخپله دا وخت توپ اچونه پيل کړه چې شپور او حميد وروستيو اورونو ته وساتي  او په حساس وخت کې پرې توپ واچوي.

 د سميع الله دويم اور پيل شو چې په دويم توپ یې شهزاد د سټمپ کوښښ وکړ خو ويکټ یې وانخيسته.  په ورپسې توپ پرې ښکلې شيږيزه ولګېده توپ ورک شو او بل توپ د لوبې لپاره غوره کړای شو. د اوم اور په پای کې د بلوز دلوبډلې  منډې تر دېرشو نه اوښتې

 خالقداد بيا راغی او په لومړي توپ یې وايډ يا وتلی توپ ورکړ. له وروستي  توپ مخکې هم وايډ وشو. د دې اور په پای کې  بلوزلوبډلې ۳۹ منډې  وکړې  چې لا ددې لوبډلې سره ۱۲ نور اورونه هم پاتې و.

 د فشار د زياتولو لپاره بيا عبدالله مزاري د توپ اچولو ډګر ته راووت. د خرابې راټولونې له کبله دوه منډې واخيستل شوې چې عبدالله مزاري ته یې خوند ورنکړ ځکه پخپله مجبور شو چې منډه پسې واخلي او راټول یې کړي. ورپسې توپ کې مقابل لوبغاړى  وسوځېد خو لوبڅار ونه مانه، و. د نهم اور په پای کې د بلوز لوبډلې منډې ۴۵ ته ورسېدې.

 حميد حسن د توپ اچونې ډګر ته راووت چې د ولاړو  توپ وهونکو ملګرتيا ماته کړي. حميد په دويم توپ وتلی (وايډ) توپ ورکړ. حميد ډېر ښه لنډکي  توپونه پيل کړل چې کافي ټوپ یې واهه. څلوريزه هغه وخت ولګېده چې د توپ وهونکي ګوذار له دوه لوبغاړو تېر شو. د حميد په دې اور کې ډېر ښه اسان کيچ جاويد احمدي ته ورغۍ  احمدي په لاس کې ونيوه خو ترې وغورزېده چې حميد  برې غوصه هم شو خو په ورپسې توپ محمدي  اپيل وکړ، لوبڅار ونه مانه خو افغان ځوانانو وکړای شول چې توپ وهونکی عدنان بيګ وسوځوي او ملګرتيا ماته کړي. دا درېمه ويکټه وه چې بلوز کلب له لاسه ورکړه.

بلوزد منډو د پورته کولو په لټه کې په عبدالله مزاري څلوريزه ووهله، خو مزاري هم ورسره خپله لوبه روانه وساتله او په ټول اور کې یې پنځه منډې ورکړې چې پرې د  بلوزمنډې ۵۹ ته ورسېدې.

 

 

 دولسم اور حميد حسن  وکړ چې کابو ټول لنډکي او ټپکي توپونه وو او توپ وهونکي ته یې وهل خورا ستونزمن و. توپ وهونکو هغه وخت فرصت وموند چې سميع الله شينورای راغی، څلوريزه یې پرې ووهله او په ورپسې توپ کيچ ونه نيول شو. د ديارلسم اور په پای کې د بلوزمنډې ۶۸ وې.  د دې اور په وروستي  توپ شهزاد د سوځېدو اپيل وکړ خو لوبڅار ځان پوه نه کړ. دا مهال بلوزته په ۴۲ توپونو ۹۱ منډې پاتې وې.

 د محمد نبي په بال  حميد حسن ډېر ښکلی توپ واخيست چې که بله څوک واى شايد اخيستل به یې ورته  خورا سخت و ځکه چې ډېر سخت کيچ و او ايله یې ګوتې ورورسېدلې چې له ځمکې یې راپورته کړي. دا د بلوز کلب څلورمه ويکټه وه چې وغورزېده. د محمد نبي په ورپسې توپ شهزاد محمدي بل لوبغاړی د سترګو  په رپ کې سټمپ کړ او پنځم لوبغاړی هم وسوځېد.

 دا مهال نه يوازې دا چې محمد نبي د هېټرک په هيله  و بلکه داسې ښکارېدل چې نور افغان لوبډلې د بري لپاره شېبې شمېرلې.  په څوارلسم اور کې دوه ويکټې واخيستل شوې او د  بلوز لوبډلې منډې لا ۷۲ وې.

 بلوز کلب  په رانا نويدالحسن ډېرې حساب کاوه  خو د محمد نبي په توپ په شپاړلسم اور کې شهزاد قف کړ او په خورا خپګان له لوبغالي ووت.

د اوولسم اور د کولو لپاره اصغر ستانکزى  راووت  چې درې څلوريزې او يوه شپږيزه پرې ولګېدې اود نورو منډو او يوه  وايډ سره د بلوز کلب مندې ۹۷ ته ورسېدې چې د بلوز هيله یې شايد ژوندۍ کړي نه وي خو ويې تخڼوله. دا مهال بلوز ته په ۱۸ توپونو ۶۲ منډې پاتې وې.

د افغان لوبډلې زمري حميد حسن د اتلسم اور په لومړي توپ اړخ ته ويکټه والوزوله او اوم لوبغاړی یې هم وسوځاوه. افغان ملاتړو نو دا مهال جشنونه پيل کړي وو. حميد حسن په دويم توپ بيا ويکټې وويشتې، توپ وهونکي په بيچارګۍ خپلو ويکټو ته وکتل او په صفر وسوځېد. حميد دا مهال په هيټرک باندې و.  په بل توپ یې د دسوځولو اپيل وکړ خو لوبڅار ونه مانه.

 خو په ورپسې توپ یې بيا ويکټې وويشتلې. نهمه ويکټه هم لاړه او اوس نو وروستى ويکټه پاتې وه او لوبغاړو له يو بله سره خندل.

شاه پور د نولسم اور لپآره د توپ اچونې ډګر ته راووت  چې په لومړي توپ یې ويکټې وويشتلې او لسمه ويکټ یې هم وغورزوله او لوبه افغانستان په ۶۱ منډو وګټله.

حميد حسن د دې سيالۍ تر ټولو غوره توپ اچونکی شو. په جايزه کې ورته د سیالۍ جوړونکو يو موټر سايکل او يو موبايل ټيلي فون ورکړ. شهزاد محمدي بيا د سيالۍ غوره لوبغاړی وګڼل شو. نوموړي ته هم په جايزه کې يو موټرسايکل او يو موبايل ټيلي فون ورکړل شو.

په دې سربېره افغان لوبډلې ته يو سوزکي الټو موټر هم ورکړل شو چې ٦لکه کلداري قيمت يې درلود   ديادولو ده چې رمضان کپ سيالۍ د زمري په ٢٩ مه نېټه پيل شوې وې  او د سيمې ١٦ لوبډلو پکې ګډون کړې و چې په پاى کې افغان لوبډلې په مېړانه د رمضان سياليو دغه کپ د خپل هېواد په نامه کړ او ددې سياليو اتلولي يې وګټله

د ځوان افغان کرکت لوبډله به د وږي په ۱۸ نېټه هیواد ته راستنیږي.

د سپوږمۍ راډيو ګرانو اورېدونکو او د کرکټ خپرونې ګرانو مينه والو په دې هيلې چې افغان لوبډله  تل همداسې وځلېږي  خپرونه هم  پاى ته رسېږي هرچېرې چې ياست  الله مو مل شه