فغان اوبډلې نيمه پايلوبه هم وګټله او پايلوبې ته په مخ لاړه

د ځوان افغان کرکټ لوبډلې د پاکستان د کراچۍ په ښار کې په رمضان کپ سياليو کې تېره شپه په نيمه پايلوبه کې پاک کورانګي لوبډلې ته په شپږو وېکټو ماتې ورکړه او پايلوبې ته يې لاره ومونده پچه پاک کورنګي لوبډلې وګټله او پخپله یې توپ وهنه غوره کړه. پاک کورانګي په ٢٠ اورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو سره ١١٩منډې جوړې کړې او افغان لوبډلې ته يې د ١٢٠منډو هدف وټاکه افغان لوبډلې په شلم اور کې  د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ټاکلى هدف ترلاسه  کړ او لوبه يې په خپله ګټه پاى ته ورسوله ددې لوبې په ګټلو سره افغان لوبډله پايلوبې ته بريالى شوه ديادولوده  چې د پاک کورانګي په لوبډله کې دپاکستان د ملي لوبډلې پنځه لوبغاړي هم شامل وو دغه لوبغاړي  خالد لطيف، محمد سميع، رانا، عمران نذير، او سهيل خان وو چې د پاکستان د ملي ټيم لوبغاړي دي افغان لوبډلې تردې مخکې څلور لوبې ترسره کړې وې چې لومړۍ هغه يې بايللې وه او په دريو نورو لوبو کې يې په ترتيب سره جم خانې ،ملک سپورټس او پاکستان کرکټ کلب ته ماتې ورکړې وې سبا به دويمه نيمه پايلوبه ترسره کېږي او ګټونکې لوبډله  به یې د افغانستان سره پايلوبه  کوي. پايلوبه به د سپتمبر په ۶مه نېټه د دوشنبې په ورځ د شپې په يوولسو بجو ترسره کېږي. چې د سلام وطندار له راډيو يې پايلې په ژوندۍ بڼه خپرېږي