د رمضان کپ په سياليو کې د ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ لوبډلې برياوې
2010-09-03 03:09:31
د سپوږمۍ راډيو ګرانو اورېدونکو اود کرکټ خپرونې ګرانو مينه والو د کرکټ خپرونو دلړۍ په لومړي پروګرام کې
مو زه عصمت الله مايار هرکلى کوم په ننۍ خپرونه کې به د پاکستان په کراچې ښار کې د رمضان کپ سياليو په اړه بشپړ معلومات درکړو په دغو لوبو کې د ځوان افغان کرکټ اکاډمۍلوبډله هم ګډون لري پدې سياليو کې دګډون لپاره د ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ لوبډلې سره د افغانستان کرکټ بورډ او داتصالاتو مخابراتي شرکت مرسته کړې ده اتصلات مخابراتي شرکت له دې مخکې هم د افغانستان دکرکټ بورډ سره په افغانستان کې دکرکټ د ودې او پرمختګ لپاره مالي مرستې کړې دي او دې شرکت ژمنه کړې چې وروسته هم خپلو مرستو ته په دې برخه کې دوام ورکړي. د رمضان کپ روانې سيالۍ د دزمري په ٢٩مه او داګسټ په ٢٠مه نېټه پيل شوې
د ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ سره په دې سیالیو کې د اوسنۍ ملي لوبډلې ۹ لوبغاړي او د ملي لوبډلې ۲ پخواني لوبغاړي هم لوبه کوي.په روانو سياليو کې دغه افغان لوبغاړي ګډون لري
۱- خالق داد نوري( کپتان)۲- اصغر ستانکزی۳- شهزاد محمدي۴- محمد نبي۵- شاپور ځدران ۶- حمید حسن۷- جاوید احمدي۸- عبدالله مزاري۹- سمیع الله شینواری۱۰- بادشا حسین۱۱- خان محمد۱۲- جمعه ګل۱۳- شفیق الله شفق او- ایمل هوتک.
د ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ لخوا د دې سیالیو لپاره غوره شوي اداري ډله:
شفیق الله عصمت ستانکزی ( د لوبډلې مدیر)اسد الله خان ( د لوبډلې روزونکی)حق داد نوري ( مرستیال روزونکی)حمزه لامع ( د همدې سفر مشر )کاظم بشیر( د ځوان افغان د کرکټ د اکاډمۍ د ویب پاڼې مسؤل )
)
د ځوان کرکټ کرکټ اکاډمي په ۱۹۹۷ز کال کې جوړه شوي او په کورني کرکت کې یې په هیواد کې د کرکټ د پرمختګ لپاره ډېرې هلې ځلې کړي، د ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ کرکټ کلب په ګاونډیو هیوادونو کې د کلب کرکټ په کچه پخوا هم لوبیدلی، هندوستان، سریلینکا او پاکستان ته يې سفرونه کړي چې د افغانستان په استازيتوب د کلبونو په کچه ښه ځلیدلى کرکټ کلب دی.
د رمضان کپ په سياليو کې تر دې مهاله افغان لوبډلې څلور لوبې ترسره کړي دي چې په ترتيب سره به يې په اړه معلومات درکړو
د رمضان کپ په سياليو کې افغان لوبډلې خپله لومړۍ سيالي د اګسټ په ٢٦مه له الفتح لوبدلې سره ترسره کړه او خپله لومړۍ لوبه يې له دې لوبډلې څخه بايلوده
.
د ځوان کرکټ اکاډمۍ لوبډلې پچه وګټله او توپ وهنه یې غوره کړه په شل اورنو کې د ۷ لوبغاړو په سوزیدلوسره يې ۱۱۶ منډې جوړې کړي.
له لږې دمې وروسته د الفتح لوبډلې په توپ وهنه پېل وکړ او د ۱۹م اور په څلورم توپ يې ټاکل شوی هدف د ځوان افغان کرکټ اکادمۍ لوبډلې ته پوره کړ.
د ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ لوبډلې کپتان خالقداد نوري په لوبه نیوکې لري او وايي د الفتح لوبډلې سره باید دغه لوبه په ۱۱ بجود شپې پېل شوې وى خو داسې ونشول او لوبه یې دشپې په ١بجه پېل کړه، لوبه ځکه ناوخته پېل شوه چې د پاکستان تلوېزون د ملي لوبډلې لوبه په ژوندۍ بڼه د کرکټ مینوالو ته وړاندې کوله((.
همدارنګه خالقداد نوري په لوبڅارانو نیوکې وکړي چې د ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ لوبډلې په خلاف یې پریکړې کولې ښاغلى نوري وايي (( لوبڅار زموږ د توپ اچونکو صحیح توپونه چې وایټ نه وو وایټ به یې ورکول او د الفتح وایټ توپونه یې وایټ نه ورکول. نوري دا هم وايي چې د ځوان افغان لوبډلې د توپ اچونکو ۳ ویکټې چې باید سوځیدلې یې ورکړې وى خو لوبڅار ورنکړې نو همدا لامل شو چې لوبه د الفتح لوبډلې په ګټه تمامه شوه
.((٢ د ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ په خپله دوهمه لوبه کې چې د اګسټ په ٢٧ مه تر سره شو ه د ميلر جم خانې کرکټ لوبډلې ته په پنځو وېکټو ماتې ورکړه
پچه د جم خانې لوبډلې وګټله او توپ وهنه یې غوره کړه، د ۱۹م اور په ۴م توپ یې ټول لوبغاړي وسوځیدل او ځوان افغان کرکټ کلب ته يې ۹۲ منډې هدف وټاکه.
ځوان افغان کرکټ کلب توپ اچونکو په دې لوبه کې د جم خانې په خلاف ښه توپ اچونه وکړه، حمید حسن د جم خانې ۳ لوبغاړي وسځول، عبدالله مزاري په دوه اورنو کې جم خانې ته ۴ منډې ورکړي او یو لوبغاړي یې ورته وسوځاوه، د توپ وهنې په ډګر کې محمد شهزاد په ۵۶ توپونو ۴۵ منډې جوړې کړي.
٢ د ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ لوبډلې په خپله دريمه لوبه کې ملک سپورټس لوبډلې ته بې سارې ماته ورکړه او له دې سره منځ لوبې ته پرمخ لاړه په روانو سياليو کې داد افغان لوبډلې دوهم برى و چې په ستر توپير يې دغه لوبه وګټله په دې لوبه کې
افغان لوبډلې د سميع الله شينواري د هيټرک تر څنګ په دې سيالۍ کې تر بلې هرې لوبډلې ډېرې منډې جوړې کړې او په پايله کې سميع الله شينواري ته د لس زره کلدارو انعام هم ورکړل شو.
په دې لوبه کې ملک سپورټس کلب پچه وګټله او افغان ځوانانو ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه، افغان ځوانانو ورته ملا وتړله او يو په بل پسې یې منډې جوړې کړې تر دې چې د ۲۰م اور په پوره کېدو یې ۲۰۴ منډې جوړې کړې چې تر دې مهاله په دې سيالۍ کې تر بلې هرې لوبډلې پورته دي. شهزاد ۱۷، خالقداد ۱۳، شفيق الله ۱۲ او باچا حسين ۱۱ منډې جوړې کړې.
په دې لوبه کې محمد نبي عيسى خېل تر ټولو ډېرې منډې وکړې. عيسى خېل ۳۹ منډې وکړې چې ۳ په کې شپږيزې او ۲ په کې څلوريزې وې. جاويد احمدي بيا ۲۳ منډې وکړې او تر پايه ونه سوځېد چې يوه شپږيزه او يوه څلوريزه یې ووهله. درېم لوړې منډې دې سميع الله شینواري ۲۰ او ورپسې د اصغر ستانکزي ۱۹ وې.
له دې خوندورې لوبې نه يواځې د تلويزيون کتونکو خوند واخيست بلکه په لوبغالي کې په زرګونو افغانانو او د ملک سپورټس کلب ملاتړو هم لوبه له نږدې وکتله چې د افغانستان هرې څلوريزې او شپږيزې سره یې ځانګړې خوښۍ کولې. د افغانستان بيرغونه د تېرو دوه ورځو په نسبت لا زيات و او په لوبغالي کې عنعنوي اتڼونه کېدل. په کراچې کې افغانان د افغان ځوانانو لوبډلې په دې بريا ډېر خوښ و ځکه اوس به په منځ لوبه کې هم د افغان لوبډلې د يوې بلې لوبې سيل له نږدې وکړي
کله چې د ملک سپورتس کلب توپ وهنه پيل شوه نو ښه پيل یې وکړ. په درې لومړي اورونو کې یې ۲۷ تېزې منډې جوړې کړې خو د ۲۰۵ منډو د لوړ هدف د پوره کولو په هڅه یې ويکټې زر زر له لاسه ورکړې. لومړۍ درې ويکټې په ۴م اور کې سر په سر سميع الله شينواري واخيستې او هيټرک یې وواهه. ورپسې سميع الله دوه نورې ويکټې هم واخيستې او د ملک سپورټس کلب چې پياوړې لوبډله لري نوره د افغانستان د توپ اچونکو ګوذارونو ته ټينګه نشوه.
محمد نبي او عبدالله مزاري په دې لوبه کې ۲ ويکټې او حميد حسن يوه ويکټه واخيسته. د ملک سپورټس کلب ټولې ويکټې په ۵۷ منډو وغورزېدې.
د لوبډلې مرستيال روزونکی حقداد نوري وويل چې تر اوسه په دې سيالۍ کې چا په دومره لوی توپير (۱۴۷) منډو په کومه لوبه کې بری نه دى تر لاسه کړی چې د سميع الله شينواري د ۵ ويکټو او د لوړترينو منډو تر څنګ دا يو بل ريکارډ هم و چې نن افغان ځوانانو اکاډمۍ لوبډلې په دې لوبه کې جوړ کړ.ددې لوبې په ګتلو سره افغان لوبډلې منځ لوبې يا کواټر پاينل ته لاره پيد ا کړه او افغا ن لوبغاړو په بې صبرۍ ددې انتظار کاوه چې په منځ لوبه کې له پاکستان کلب لوبډلې سره د لوبې ډګر ته ووزي .
د د ځوان افغان کرکټ لوبډلې د څلورمې لوبې وخت هم راورسېد او د تېرې سه شنبې په ماښام له پاکستان کرکټ کلب سره د لوبې ډګر ته ووته
په دې لوبه کې د زرګونو افغانانو او تلويزيوني کيمرو په مخ کې د افغانستان د ځوانانو د کرکټ اکاډمۍ لوبدلې د کراچۍ يوې پياوړي لوبډلې (پاکستان کرکټ کلب) ته په ۸ ويکټو او ۵ اورونو ماته ورکړه او د پاکستان په رمضان سيالۍ کې نيمه پايلوبې ته بريالۍ شوه.
پچه د پاکستان کرکټ کلب وګټله او پخپله یې توپ وهنه غوره کړه. افغان لوبډله په توپ اچونه کې خورا وځلېده. سره د دې چې په لومړي دوه اورونو کې پاکستان کرکټ کلب تېزه لوبه پيل وکړه او د خالقداد نوري په لومړي اور کې چې پاورپلی وه مخالفي لوبډلې ۱۵ منډې واخيستې خو وروسته ورته افغانانو منډې اخيستل خورا سخت کړل او ويکټې یې ورته زر زر وغورزولې.
نن د افغانانو توپ راغونډونه (فيلډېنګ) هم خورا ښه و چې په پايله کې یې درې ويکټې په منډو وسوځولې.
افغان لوبډلې وکړای شول چې د پاکستان کرکټ کلب لوبډله په ۹۲ منډو وسوځوي. په دې لوبه کې حميد حسن ۳ ويکټې، عبدالله مزاري ۲ او محمد نبي او سميع الله يوه يوه ويکټ واخيسته او افغان توپ وهونکو ته یې د ۹۳ منډو اسانه هدف ډالۍ کړ
افغان لوبډلې د توپ وهنې په پيل کې لوی بدلون دا راووست چې پيل يې په شهزاد محمدي او عبدالله مزاري وکړ. افغان روزونکی اسدالله وايي چې په مزاري یې ځکه پيل وکړ چې د تېزې لوبې پلان یې درلود. د نوموړي پلان پر ځای و ځکه چې مزاري او شهزاد تېزه لوبه وکړه او په شريکه یې افغانستان ته په لومړي دوه اورونو کې ۳۳ منډې جوړې کړې. توپ وهنه مزاري په يوه څلوريزه پرانيسته. شهزاد په ۱۵ توپونو ۱۹ منډې او مزاري په ۸ توپونو ۱۶ منډې واخيستې. دواړو دوه دوه څلوريزې او يوه يوه شپږيزه ووهله.
خو په لوبه کې ستر اغېز د محمد نبي ۳۲ او د اصغر ستانکزي ۲۶ منډو وکړ چې د دواړو دوه دوه شپږيزې هم په کې شاملې وې او دواړه ترپايه ونه سوځېدل. د افغانستان توپ وهنه د اصغر ستانکزي په شپږيزه پاي ته ورسېده چې ۹۴ منډو ته ورسېدې. د لوبې په پای کې افغانستان ۸ ويکټې او ۵ اورونه په لاس کې لرل
د دې لوبې په ګټلو سره افغان لوبډلې نيمه پايلوبې ته لاره پيدا کړه
روزونکی اسدالله وايي چې د نيمه پايلوبې لپاره هم پلان لري چې د ښه پلي کولو په پايله کې بري ته هيله مند دی..
د يادولو ده چې په دې لوبه کې له پنځه زره زيات افغان سيل کونکي په لوبغالي او په زرګونو نور په ديوالونو، د بامونو په سرونو، او له لوبغالي بېرون ناست وو.
د لوبډلې روزونکی اسدالله (چې د زرګونو افغانانو په ملاتړ خوښ ښکارېده) وايي چې په راتلونکې لوبه کې به ملاتړ کونکو ته اعلان وکړي او هيله به ترې وکړي چې بيا لوبغالي ته د ښکته کېدو پرځای له خپلو ځايونو خوښي وکړي او خپله لوبډله تشويق کړي.
دې لوبې ته په کراچۍ کې افغانان د لوبې سيل ته د ځانګړو شعارونو سره راغلي وو. افغان سيل کونکي (چې کابو په لوبغالي کې ۹۵ سلنه همدوی وو) د رمضان کپ دې سيالۍ ته يو ځانګړی خوند او رنګ وربښلی دی چې په راتلونکې کې به په پاکستان کې د سياليو جوړونکي وهڅوي چې افغان لوبډلې دا ډول لوبو ته وبولي .
په دې لوبو کې يو مثبت ټکی دا هم دی چې د افغان لوبډلې ملاتړ د پاکستاني ملاتړ کونکو او شنونکو حساسيت نه دی راپارولی بلکې پاکستانيانو یې په پراخه سينه هرکلی کړی دی چې د جيو تلويزيون د ويناوالو په ويناو کې یې څرک له ورايه ښکاري او په ډېر مثبت انداز کې پرې شننې کوي.
افغان لوبډله به په نيمه پايلوبه کې د پاک کورانګي او يا کورانګي الفتح لوبډلو سره مخامخ کېږي. کورانګي الفتح لوبډلې له افغانستان څخه په لومړي پړاو کې لومړۍ لوبه ګټلې وه.
د سپوږمې راډيو درنو اورېدونکو او د کرکټ خپرونې ګرانو مينه والو په همدې سره زمونږ ننې خپرونه پاى ته رسيږي تر بلې خپرونې چې دکرکټ لوبې په اړه د نوو برياوو ستونزو او ننګونو سره ستاسې خدمت ته راستنېږم په لوى بښونکي او مهربان خداى مو سپارم الله مو مل شه