طبيعي زيرمې د سوکالۍ وسيله او که د جگړې لامَل؟

شريف بهاند

پيلامه:

، چې سياست د ټولو پيښو ټاکونکى دى، بلکې د هغه تر څنگه اقتصادي ، پوځي او په تيره بيا سوداگريزې اړيکې هم ټاکونکى رول لوبوي. يا په بله وينا،

ــ اقتصادي ودې د ځواک او شتمنۍ ترمنځ اړيکې داسې ټينگې کړي، چې اقتصادي وده او پوځي ځواک يو د بل مترادف شوي دي؛

ــ په نړيواله کچه د ازاد بازار رامنځته کيدو، د مخکنيو اقتصادي پړاونو په پرتله بنسټيز توپيرونه رامنځته کړل، چې هغو نه يوازې د هيوادونو د ملي اقتصاد پر چارو، بلکې پر نړيوالو هغو ستر اغيز وکړ. د ازاد بازار د سيستم عقلانيت د اقتصادي کارنتيا او گټورتوب ( کارآيي) په زياتوالي او د اقتصادي ودې په لوړوالي کې نغښتى دى. خو بايد يادونه وشي، چې ټولنو د تاريخ په اږدو کې د امنيت پر ارزښتونو لکه پوځي ځواک او ټولنيز ثبات هم ډير ټينگار کړى دى.

 نو ځکه هيوادونه په تيره ستر هغه په دې ټينگار کوي، چې سياسي، اقتصادي او پوځي ځواک دې يو د بل په خدمت کې وي. له دا ډول اقتصادي او پوځي گډې همکارۍ څخه په گټې اخيستنې سره هيوادونو هڅه کړي، خپل ځواک ته پراختيا او ترلاسه شوى دريځ لا نور هم پياوړى او همدارنگه خپل سيالان کمزوري او يا د هغو له نوو څخه مخنيوى وکړي. دې موخې ته د رسيدو لپاره دولتونه، د بشري ټولنې د سياسي واحد په توگه پلان ته، چې دوى په هغه کې خپلې ښکاره او پټې غوښتنې طرحه کوي، اړتيا لري. د نورو تر څنگ د دولت د پلان تر ټولو مهم فکتورونه دا دي، چې: 

۱ ــ واقعيت تنظيم او د هغه د پلي کولو لپاره د عمل په ډگر کې هڅه وکړي؛

۲ ــ د شته (موجودو) ښکارنديو (پديدو) تر منځه اړيکې درک کړي؛

۳ ــ راتلونکې پرمختياوې اټکل او که شونې وي د هغو په اړه وړاندوينه وکړي؛

۴ ــ څه چې مهم او با ارزښته دي،  هغه له بې ارزښتو هغو څخه توپير کړاى شي؛

۵ ــ دا ومومي، چې دولت [موږ] خپلو موخو ته د رسيدو لپاره کومه لاره غوره کړى )    وگورئ: Huntington, Samuel P. 2002, S. 33).

ځکه په روانه پيړۍ کې د دولتونو ملي گټې او د دوى ترمنځ شخړې، کړکيچونه او ان جگړې، د تيرې هغې په پرتله، په زياتيدونکي توگه د جيوستراتيژيکو او جيواکونوميکو معيارونو تر اغيز لاندې دي. له همدې امله د يوې رياليستي ارزونې لپاره اړينه بريښي، چې د دولتونو په تيره د سترو هغو کړه وړه، د ټولنې د سياسي واحد په توگه د پورتنيو فکتورونو، تر ټولو دمخه د درې وروستيو هغو، پر بنسټ وڅيړل شي. ځکه دولتونه "پوځونه لري، ديپلوماتيکې چارې پرمخ بيايي، د تړونونو په اړه خبرې اترې تر سره کوي، نړيوال سازمانونه تر خپل کنترول لاندې او تر يو ځايه پورې توليد او سوداگرۍ په خپل واک کې لري او د هغو چارې تر سره کوي" Huntington, Samuel P. 2002, S. 38)).

خو د اوسنيو نړيوالو شرايطو په پام کې نيولو سره دا پوښتنه رامنځته کېږي، چې په رښتيا هم دولتونه پر هر څه واکمن دي؟ او که نړيوالې چارې د څو مليتي کنسرنو د ناڅرگند لاس له خوا تر سره کېږي؟ او يا دا چې له هغو څخه لا لوړ ناڅرگند ځواک، کړه وړه تر سره کوي؟ همدې موضوع ته په نغوتې سره الماني څانگيز پوه، توماس هانکه Thomas Hanke څومره ښه ويلي دي: " څو مليتي کنسرنې د ولسواکۍ له لارې ټاکل شوي حکومتونه په خپلو لاسپوڅو تبدلوي او چاپيريال ساتنه او کارکري قوانين د تيرې زمانې بوبولاې بولي. په لنډه توگه: د څو مليتي کنسرنو واکمني د ملي حاکميت ځاى ترلاسه کوي" (Hans, Kronberger,1998, S. 20).

 که څه هم د دغه خيال پلي کيدل د عمل په ډگر کې گران بريښي، خو سره د هغه هم په دې سترگې نشو پټولى، چې څو مليته کنسرنې د ناڅرگند ځواک په څير د دولتونو، په تيره د سترو هغو د سياسي ــ اقتصادي کړنلارو د طرحې او پلي کولو په برخه کې ټاکونکي رول لوبوي او دغه اغيز په تيره په اقتصادي برخه کې په روښانه توگه تر سترگو کېږي. ځکه د بيلا بيلو څانگو کنسرنې نه يوازې دا چې د خپلو توليداتو لپاره د لگښت کونکو (بازارونو) په لټه کې دي، بلکې دوى د توليد لپاره د نورو ترڅنگ په تيره اومه توکو ته، چې بنسټيز هغه يې له طبيعي زيرمو ترلاسه کېږي، اړينه اړتيا لري.

بايد يادونه وشي، چې د بشري ټولنې د ټولنيزو ــ اقتصادي پرمختياوو سره سم ځيني کشف شوي طبيعي اومه توکي کله د ارزښت وړ او کله هم هغوى خپل ارزښت له لاسه ورکړي. خو په هغو کې ځينې داسې توکي هم شته، چې د بشري ټولنې د تکامل د هر پړاو په بهير  کې، نه يوازې خپل ارزښت له لاسه نه دى ورکړى، بلکې د هغو د پيژندل شوو زيرمو په کمښت سره د ستراتيژيکو توکو په نامه نومول شوى او ارزښت يې لا نور هم لوړ شوى دى. دغه توکي د نورو تر څنگ سره او سپين زر، مس، اوسپنه، کلمبيوم، نکل، قلعي، پلوتونيوم، تانتالوم، تيتانيوم، نيوبيوم Niobium، ليتيوم Lithium، ... او داسې نور دي. په دغو کاني توکو کې يورانيوم او تر ټولو دمخه هايدروکاربني زيرمې لکه  گاز او تيل هم راځي، چې د هيوادونو په تيره د سترو صنعتي هغو د اقتصاد او ټولنې لپاره ژونديز توکي بلل شوي او د دوى د اقتصادي خوځښت (محرک اقتصادي) بنسټيز لامَل ګڼل کېږي (وگورئ: بهاند، شريف، ۲۰۰۷ ).

که څه هم د هايدروکاربني انرژۍ معاصر تاريخ د نولسمې پيړۍ له دويمې نيمايې څخه وروسته پيل شوى دى، خو له تاريخي پلوه دغه توکي له ميلاد څخه ۳۰۰۰ کاله مخکې هم خلکو پيژنده، چې تر ټولو د نامتو زيرمو پريوت (موقعيت) يې بابل (اوسنى بغداد) ته نږدې د فرات د سيند تر څنگ په حيتHit  کې و. په همدې اړه د يونان نامتو تاريخ پوه، دېودور Diodor ليکي: "د بابل په هيواد کې د نه باور وړ معجزې تر سترگو کېږي، خو له هغو څخه هيڅ يو هم، د دې ځاى د طبيعي قيرو پرماني ته نه رسيږي" (Yergin, Daniel: 1991, S. 26 ).

د بشر د تاريخ په دې پړاو کې دغه توکي ته، چا د ډبرې غوړي، چا هم د روښنايي سرچينه ويله او ځينو نورو بيا هغه د جادويي درملو په نامه يادول. په اوومه پيړۍ کې د بيزانس د امپراتورۍ وگړو هم د دښمن په تيره بيا د هغوى د بيړيو پر وړاندې له "يوناني اور يا، "oleum incendiarum، چې د تيلو او آهک يوه گډوله (ترکيب) او د نمدبل په ورسيدو سره به يې اور اخيست، ګټه ترلاسه کوله او د هغه فرمول د دولت له اسرارو څخه ګڼل کيده. د دغې امپراتورۍ لارښودو او پوځيانو به د خپلو سرتيرو د غشيو څوگې په دغو موادو لړلې او هغه به يې د لينديو په مرسته لکه د لومړنيو لاسي بمونو په څير د دښمن په لوري گوزارول. دغه گډوله د څو پيړيو لپاره تر باروتو ډيره وېره ونکې وسله ګڼل کيده  (وگورئ، Yergin, Daniel: 1991, S. 26 ).

خو په شلمه پيړۍ کې د تيلو د صنايعو په ودې او پراختيا سره، د نړۍ ماهيت په بنسټيزه توگه بدلون وموند او په تيره بيا دغو درې فکتورونو د تيلو تاريخ تر خپل اغيز لاندې راوست:

لومړى فکتور:

په مدرنې بڼې سره د پانګې او سوداگرۍ وده او پراختيا. د نولسمې پيړۍ په وروستيو لسيزو کې تيل د سوداگرۍ او صنعت د يوې سترې برخې په توگه رامنځته شول؛

دويم فکتور:

که څه هم تيل د کاليو (متاع) له جملې څخه ګڼل کېږي، خو هغه له ملي ستراتيژيو، نړيوال سياست او ځواک سره نږدې تړاو او له هغو سره اوږه په اوږه په خوځښت کې دي. کله چې د لومړۍ نړيوالې جگړې په ډگرونو کې نفتي ماشينونو د اسونو او د ډبرو د سکارو د لوکوموتيفونو او ماشينونو ځاى ونيو، نو تيل د ملي ځواک د يو عنصر په توگه رامنځته شول. همدارنگه تيلو د دويمې نړيوالې جگړې د بهير او برخليک په ټاکنې کې هم بنسټيز رول ولوباوه.

درېيم فکتور:

په نړيواله کچه د تيلو تاريخ دا روښانه کوي، چې څنگه زموږ نړۍ په يوې هايدرو کاربني ټولنې بدله شوې ده او د انسان پيژندنې Anthropologen د څانگيزو پوهانو په اصطلاح موږ هم په يوه هايدروکاربن انسان بدل شوى يو. (وگورئ، Yergin, Daniel: 1991, S. 11-13 ).

د هايدروکاربني زيرمو ارزښت هغه وخت لا نور هم زيات شو، کله چې په نولسمې پيړۍ کې د بريتانيا د امپراتورۍ پر وړاندې د المان او فرانسې دولتونه د سيالانو په توگه رامنځته شول. نو د سترې بريتانيا لپاره دا پوښتنه رامنځته شوه، چې په څه ډول سره بايد د دغه جدي سياسي او اقتصادي گواښ پر وړاندې مبارزه وکړي؟

هماغه وه، چې د سترې بريتانيا په سمندري ځواکونو کې لومړى لارد، جان فيشر په ۱۸۸۲ کال کې د خپل هيواد د حکومت پاملرنه د تيلو ستراتيژيک ارزښت ته ورواړوله (وگورئ Hans, Kronberger,1998, S. 55)، چې د دوى د پوځي ځواک په تيره بيا د سمندري هغه د ماشيني وسايلو تنده پرې ماته او دغه هيواد به وکولى شي، خپل برلاسي (هژموني) پر نړۍ او په تيره بيا پر سمندري لارو لکه د تير په شاني خوندي کړي. په همدې باب چرچيل پارلمان ته په يوه پيام کې وليکل: " که په دې بريالي نه شو، چې تيل په لاس راوړو، و به نشو کړى د بريتانيا د اقتصادي پايښت د ساتلو لپاره خوراکي توکي، مالوچ او ۱۰۰۱ نور اړين کالي ترلاسه کړو" (Daniel, Yergin, 1991, S. 207-208 ). دا چې د بريتانيا هيواد په خپله د تيلو له زيرمو بې برخې و، نو د هغو د همدې ستراتيژيک ارزښت له امله، د سترې بريتانيا ټولواک، اووم ادوارد د خپل هيواد څارگر سازمان ته دنده ور وسپارله، تر هغه ځايه چې شونې وي، تيل لرونکې سيمې په کوته او ان هغه تر خپلې ولکې لاندې راولي، چې د هغو په مرسته بريتانيا وکولى شي خپل امنيت او په تيره سمندري برترې وساتلي شي. د چيرچل په وينا: "زموږ د ولس او امپراتورۍ برخليک، ټوله نيکمرغي او شتمني، چې د څو پيړيو په ترڅ کې مو په سرښندنې او بري سره ترلاسه کړې ده، په سمندري برترې پورې اړه لري، که نه نو هغه ټول به له منځه لاړ شي" (Daniel, Yergin, 1991, S. 199 ).

نور هيوادونه لکه المان او فرانسه هم د تيلو په ارزښت پوه وو. په تيره د المان دولت په پام کې لرله، چې د برلين بغداد د اورگاډي د پټلې په جوړولو سره، له يوې خوا د منځني ختيځ د تيلو زيرمو ته، چې د عثماني امپراتورۍ تر ولکې لاندې وي، ځان ورنږدي کړي او له بلې خوا د سمندري لارو په ارزښت کې کموالي رامنځته او په دې توگه د بريتانيا ګټې هم له گواښ سره مخامخ او خپلې راتلونکې موخې ترلاسه کړي. هانز گرونبرگر په همدې اړه ليکي: د برلين بغداد د اورگاډي د پټلۍ په جوړولو سره به " الماني سرتيرو، بريتانوي ګټو ته په مصر او د سويز په کانال کې ځان ډير ورنږدي کړى واى. بيا کيداى شواى دوى، د هند په لوري ډيره مهمه ارتباطي لاره تر خپل يرغل لاندې نيولى واى" (Hans, Kronberger,1998, S. 55).

سربيره پر بريتانوي او الماني سياستوالو، د فرانسې پخواني سناتور او د صنايعو د چارو وزير، هنري برنژر Henri Berenger په ۱۹۲۰ کال کې د تيلو دغه ارزښت ته په نغوتې سره ويلي و: " هر څوک چې نفت په خپل واک کې لري، هغه پر نړۍ واکمن کيداى شي. ... ځکه هغه به د ډيزلو په مرسته په سمندرونو واکمن وي. د کروزين په مرسته په هوا او وچه به د بنزينو او د خاورو د تيلو په مرسته ترخپلې ولکې لاندې لري. سربيره پر دې ښايي د هغې عالي شتمنۍ په مرسته، چې له تيلو ترلاسه او ورته تر ټولو زياته غوښتنه (تقاضا) شته او تر سروزرو باارزښته ده، په خپلو همنوعانو باندې له اقتصادي پلوه [هم] واکمن وي"( Massarrat, Mohssen, 2002, S. 2). دا په دې معنا چې له نولسمې پيړۍ راهيسې د تيلو او گازو د زيرمو تر ولکې لاندې راوستل او د هغو ساتنه (حراست) د جگړو بنسټيزه موخه وگرځيده او په عين وخت کې تيل د جگړې د پرمخ بيولو په ځواک هم بدل شول. يا په بله وينا د جگړو تجربو ټولو مسؤلو سياستوالو، اقتصادي لارښودو او پوځي مشرانو ته په ډاگه کړه، چې راتلونکې وسله والې شخړې او جگړې بې د تيلو له پوره اندازه زيرمو او د هغو له پر له پسي پوره کولو پرته نه شي گټل کيداى.

نور بيا

 

اخځاي:

1- Huntington, Samuel P.: Kampf der Kulturen, Die Neugestaltung der Weltpolitik im 21. Jahrhundert, 4. Auflage, München, 2002

2-Yergin, Daniel: Der Preis. Die Jagd nach Öl, Gold und Macht, Frankfurt am Main, 1991

3- Kronberger, Hans: Blut für Öl. Der Kampf um die Ressourcen, Wien ,1998

4- Massarrat, Mohssen: Der 11. September und der Afghanistan-Konflikt im Kontext der US-Ölinteressen und Geostrategie, 2002

۵ ــ بهاند، شريف: بريتانيا: د طبيعي زيرمو په باب زړې نوې ستراتيژې، ۲۰۰۷ ، وگورئ په:

 HYPERLINK"http://www.afghan-german.de/upload/Tahlilha_PDF/bahand_britania.pdf" http://www.afghan-german.de/upload/Tahlilha_PDF/bahand_britania.pdf

 اخځليکونه : سرنوشت ورځپاڼه