د شيطان امپراتوري (The Evil Empire
2010-09-01 04:25:22
هدايت الله هدايت
امــريــکـــا نــړۍ د تبــاهـــۍ پــر خــوا بيــايـــي
پال کريګ روبرټس Paul Craig Roberts د امريکا د پخواني جمهور رئيس رونالډ رېګن
په دولت کې د خزانې د وزارت معين وو. نوموړی د امريکا د امپرياليستي سياست له منتقدانو څخه يو تر ټولو تُرت ګويه شخص دى چې خپلې زياتې مقالې او مصاحبې يې د امريکا د دولتو د دوه مخي سياستونو را سپړلو ته وقف کړي دي .
دنوموړي دغه لاندې مقاله لا پخوا د Information Clearing Houseپه ويبپاڼه کې د همدې پورته عنوان په درلودلو سره، يعنې «د شيطان امپراطوري» (The Evil Empire) په نامه خپره شوې ده . ليکنه د ارزښت له مخې يې ما هغه وخت وژباړله او له ځينو توضيحي اضافاتو سره چې په قوسينو کې قيد شوي دي ګرانو لوستونکو ته يې وړاندې کوم .
روبرټس په دغه ليکنه کې په انتخاباتو کې داوباما د بري ، د سپټمبر د يولسمې پيښې، د سی آی اې لخوا د اعتراف اخيستلو د ظالمانه شنکنجو د طريقې ، په عراق او افغانستان کې د امريکا د پټو اهدافو او د انګليس غوندې لاس پر نامه ولاړ لاسپوڅو دولتو له کړو څخه د امريکا د جمهور رئيس بارک اوباما د هغه له غټو درواغجنيو څخه پرده پورته کوي .
روبرټس په دې ليکنه کې ددې واقعيت په اثبات پسې پل را اخيستی دى او غواړي ثابته کړي چې، اوباما يوازې د يوې لنډې مودې لپاره قدرت ته رسېدلی دى، تر څو «د شيطان د امپراتورۍ پر سريالۍ » جناياتو باندې پرده وغوړوي او په پای کې به دغه حکومت هم لکه د نازيسم غوندې د ظالمو او ويني بهونکو حکومتو په شاني مختوری شي او يو ځل بيا به داخبره ثابته کړي، چې امريکايي چارواکې خپلو حريصانه اهدافوته د رسېدو لپاره و هر کار ته لاس اچوي .
د امريکا دولت نن تر هر وخت زيات تر فشار لاندې دى . نن دلته داسې زيات کسان اوسازمانونه شته چې دغه خبره په يقين سره کوي چې ياره، موږ نور داسې څه نه لرو چې د خلکو اندېښنو ته ځواب ووايو . هغه خلک چې د جمهور رئيس او د سنا د نمايندګانو په ټاکلو سره اميدواره وو، چې د هغوی د مشکلاتو بار به لږ شانې سپک شي ، خو اوس خلک ددې غوړه مال او لشم جمهور رئيس له بې وسۍ څخه مايوسه شوي دي؛ اوباما مخکې تردې چې د « تغير» نارې ووهي د تيرو جمهور رئيسانو ياد يې تازه کړ . داسې معلوميږي چې دغه جمهور رئيس هم د پخواني روم د ناسولټه امپراتورانو په شانې به چې کله دېواله ته و درېد او د خپلو امپراطوريو د زوال وروستۍ ورځې به يې تر سترګو تيرې شوې ، نو په هر جنايت به يې لاس پورې کاوه .
اوباما، د امريکا د جمهوري رياست لپاره يوازې ديوې دورې لپاره را وستل شوی دى . ده د بدلون يا تغير هغه وعدې چې نوموړي ورکړې وې، تر اوسه يې هيڅ داسې کوم مثبت بدلون نه دى را وستى . نوموړي چې په دې ورستيو کې د معالجوي بيمو لايحه را مخته کړه ،هغه يوازې د بيمو د هغو غټو شرکتو په ګټه وه چې په لا نور و زياتو ګټو پسې ګرځي . ددې لايحې هغه اهمه برخه داوه چې په هغه کې د ارزانه علاج او حفظ الصحوي خدماتو برخه حذف شوې ده او دا هم په دې خاطر چې د هغو جګړو مصارف ورباندې تأمين کړي چې نن سبا په يوه پېچلې او ناخواله حالت کې را کښېوتي دي . په دې خبره پوهېدل هم په زړه پورې ده چې هغه تر ۷۰۰ مليارډه زيات ډالرونه چې د جنګي بودجې لپاره جلاشوي دي ، په واقعيت کې د ځينو خاصو شخصي کمپنيو حسابو ته شوه کېږي . د امريکا په سرمايه داري هيواد کې د ماليه ورکونکو د عايداتو يوه لويه برخه د د ولت لخوا بيرته دخصوصي شرکتو په ګټه مصادره کېږي . اوباما د ډيموکراټانو په لباس کې نن سبا د جمهوري غوښتونکو ډيکټې عملي کوي .
جمهوري غوښتونکي او ډيموکراټان دواړه تر هغه ځايه چې په وسه يې وي د نوي مالي منابعو د پيدا کېدو لپاره هڅه کوي څو داسې فرصتونه را وزېږوي چې د شخصي کېدود سياست په کارولو سره په جګړه ييزو چارو کې کار واخلي .
په اوسني حالت کې ډيرې داسې شخصي کمپنۍ شته چې د کار په بازار کې آن يو ډالر هم عايد نه لري خو د خلکو له پيسو څخه چې د جنګي بې پېلوټه « بوز بزکو» طيارو لپاره ماليات ورکوي، له هغه څخه خپله غوښنه برخه تر لاسه کوي .
اوباما په عراق او افغانستان کې د بوش د رژيم له ناقانونه جګړو څخه د امريکايي عسکرو په را ايستلو سره کولای شو د يو عالي او ځانګړي فرصت په را منځته کېدو او د هغه په کارېدو سره حالات بدل کړي ، خو داسې يې و نه کړه او دا دى ددې جګړې لمن لا نورو خواو ته غزوي . د بوش دولت د خپلې دورې په پای کې کله چې کړکېچ زيات شوی وو،د امريکا په اردو کې يې زيات اجير او مزدور پوځيان استخدام کړل او له هغه څخه يې ګټه واخيستله، خو هغه څه چې اوباما بايد کړى وای نوموړي نه بايد د نويو اجيرو مزدورانو په استخدامولو سره بلکې خپل هيواد ته يې بايد ( د افغانستان او عراق په څېر اشغالي هيوادو کې ديو وسيع البنياد، ملي او ډيموکراټيک دولتي نهاد په جوړېدو سره )، د خپلو سربازانو ( اجيرانو) د بيرته را ايستلو بندو بست يې کړی وای. خو که دغه کار هم شوی وای د هغو شرکتو حساسيتونه يې بيا را پارول چې د هغوی ګټې هم د همدغه پوځي او امنيتي پېچلو مسئلو په غوټو کې پرتې دي . په دې توګه اوباما د دې پرځاى، چې خپلي وعدې پرځای کړي په افغانستان کې يې د اور لمبې ( او لانجې) لا نورې هم تازه کړې او د هغه تر څنګ يې په پاکستان کې هم ( البته ددې هيواد د ټروريسټانو د سازماندهۍ په اصلي مراکزو کې نه بلکې د خپلو راتلونکو اهدافو لپاره په پښتني سيمو کې د ړندو بمباريو له لارې ) دجګړو لمبې و غزولې .
په دې توګه ددې پسته به موږ او د امريکا خلک د صحي بيمو پرځای، د شخصي شرکتو د لا زياتو ګټوشاهدان يو او د سولې په ځای به د جګړو ناورينونه ګورو . د امريکا خلک چې ددې تر مخه به يې پر دېوالونو باندې د ليکلو له لارې له اوباما څخه د ملاتړ اظهار کاوه، نن د اوباما او د هغه د ډيموکراټ ګوند څخه د تيت او پرک کېدو په حال کې دى . هغو خپلواکه ډلو چې د اوباما د برياليتوب لپاره يې زياتې مرستې کړې وې ، نن د هغه پر ضد را ولاړ شوي او موضع نيسي . په نيوجرسي او ويرجينيا کې چې څه موده دوه جمهوري غوښتونکي واليان مقررشول، نودا د ډيموکراټ ګوند بری نه بلکې دا د اوبا ما د دولت پر ضد د اعتراض يوه نتيجه وه .
د اوباما اعتبار اوس پر مځکه لوېدلی دى. د امريکا د مدعا نه ډکه کنګره په خلکو کې خپل هغه پخوانى اعتبار هم له لاسه ورکړی دى . د امريکا د وکېلانو دغه مجلس اوس يوازې ددې لپاره رايې ورکوي چې ټولې نړۍ ته وښيي چې دغه دنمايندګانو مجلس غير له يو څو رشوتخورو، غوړه ماله او جيره خورو لاسپوڅو څخه بل څه نه دى او هغه هم د صهيونيستي لابيانو په لاس کې کښته او پورته کېږي . د وکېلانو مجلس يوازې د خپل ارباب فرمان ته چې د ايپک (American Israel Public Affairs Committee) يا (AIPAC) په نامه ياديږي غوږ نيسي، هغوی د ۳۶ مخالفو را يو په مقل کې په ۳۴۴ موافقو رايو سره د ګولډ سټون رپوټ محکوم کړ .
شايد ځينې به نه وي خبر، چې د ګولډسټون (Goldstone Report) رپوټ داسې رپوټ وو چې د ملګروملتو د حقيقت پلټنې کمېټې لخوا، د غزې په هکله تهيه شوی وو. د غزې په جګړه کې د اسرائيلو اردو چې د امريکا له هر اړخيز ملاتړ څخه برخمنه وه، د غزې پر کوچنوټي ښار چې يو نيم ميليون تنه مظلوم فليسطينان په کې اوسېدل ، حمله وکړه . په دې حمله کې له يوه سره ملکې خلک ، غير پوځي تاسيسات او اقتصادي مرکزونه په نښه شوي وهو. اصلاً په دې کې هيڅ شک نشته چې په دې جګړه کې لوی جنګي جنايت تر سره شوی دى .
ر يچاړډ ګولډ سټون (Richard Goldstone) چې پخپله يو وتلی يهودي قاضي دى خپل ټول ژوند يې خلکو ته د جنګي جنايت کارانو په پېژندنه کې وقف کړی دى ، په همدې خاطر نوموړی او د هغه کورنۍ نن د صهيونيستانو لخوا د مرګ تر تهديد لاندې ده .
کله چې د امريکا د کانګرس غړي ډينس کوسينيک (Dennis Kucinich) چې ، نن سبا به بې له شکه د ايپک د سياسي لست د قربانيانو په جمله کې راغلي وي، د له ولسي جرګې څخه و پوښتل ، تاسې چې د ګولډسټون شرمناکه رپوټ محکوموئ آيا اصلاً ددې رپوټ له محتوی څخه خبر هم ياست ؟! مګر داسې نه ده چې ټوله نړۍ دغه رپوټ تائيدوي ؟ مجلس دې پوښتنې ته داسې ځواب ورکړ : ټوله نړۍ داسې فکر نه کوي چې که استازي هم و دغه رپوټ ته رايه ور نه کړي، نو په کنګره کې به هيڅکله هم ځای ونه لري !
د ډيموکراسۍ له باني او موسس امريکا څخه هم څه موده دمخه د شرم او حيا پورته پورته شوه، دا ځل دغه عمل نه د شخصي شرکتو په ګټه د صحي بيمو د لايحې په چوکاټ کې و او نه هم د ګولډسټون په رپوټ کې بلکې د ايټاليا په يوې محکمه کې را منځته شو . دغه محکمې د امريکا د جاسوسې شبکې يعنې سي آی اې ۲۳ تنه افسران په ايټاليا کې د يو سړي د تښتولو په اتهام محکوم کړل . يعنې د امريکا د جاسوسۍ سازمان اوس په ايټاليا کې « تر قانوني تعقيب لاندې مجرم» دى . دغه سړی د مصر لاسپوڅي دولت ته سپارل شوی او په هغه ځای کې کلونه ساتل شوی دى،چې تر سختو وهلو ټکولو لاندې راغلی و. د دې شخص کېسه دومره شرمناکه وه، چې کله په مصر کې يوې محکمې د هغه په واقعيت باندې پوه شوه نو سمدستي يې د خلاصېدو امر ورکړ .
يو د هغه محکومو له کسانو څخه چې د سيا تر تېغ لاندې نيول شوی و، يوه ښځه وه چې اعتراف يې کړی دى، د دغه شخص په تښتولو کې د امريکا هدف دا و، چې له هغه څخه يو «ټروريسټ » جوړکړي او په هغه باندې خپله د «ټروريسټ جوړونې» پروژه فعاله و ساتي . امريکا دداسې « ټروريسټ » جوړونې د درواغجنو اتهاماتو نه بغير د جګړو د اوربلونې عامل د لاسه ورکوي .
ګريګ موري (Craig Murray) چې تر ۲۰۰۴ کال پورې په ازبکستان کې د انګلستان سفير وو، را وروسته په سکاټلنډ کې د ډنډي (Dundee) د پوهنتون رئيس شو . نوموړى د ازبکستان دولت يو ډيکټاټور دولت ګڼي چې د امريکا پراخ ملاتړ هم ور سره دى نوموړي د خپل سفارت په وخت کې متوجه شو ، په کورنيو چارو کې د انګلستان د جاسوسۍ سازمان يعنې ايم آی ۵ (MI5) د امريکا د جاسوسۍ له سازمان څخه د وحشيانه شکنجو ښوونه تر لاسه کوي . داسې شکنجې چې ليدل يې څه کوې چې حتا اورېدل يې د انسان پر بدن باندې وېښتان جګ دروي .
د دغو شکنجو رپوټونه به د سي آی اې لخوا « ايم آی ۵» ته او د هغه ځايه به واشنګټن ته استول کېدل . دغه رپوټونه به بيا «د القاعدې د ټروريسټي ډلې د پراخو توطئو د اسنادو» په نامه د مقاماتو ترمنځ لاس پر لاس ګرځېدل .
موري دغه خبره رسوا کړه چې دغه کسان د امريکا د جاسوسۍ د سازمان لخوا د ازبکستان زندانو ته لېږل کېدله تر څو هلته ښه شکنجه شي او داسې اقرار ځيني واخلي څو و وايي د القايدې غړي دي . له هغوی څخه غوښتل کېدل چې ووايي د افغانستان په سيمو کې ورته ټروريسټي زده کړي شوي او پخپله يې د اسامه بن لاډن سره هم ليدلي دي . دغو اعترافاتوته به بيا د سي آی اې لخوا پريمانه ډنډورې وهل کېدلې . د انګلستان پخوانی سفير وايي زه بيخي ګنګس شوی وم ګيچ په دې خاطر چې ما خيال کاوه په يو ډيموکراټيک هيواد کې ژوند کوم . آيا زما د هيواد( برتانيا) نږدې هم پيمانه يعنې امريکا په رښتياد ډيموکراټيکو هيوادو په کتار کې راځي . د بشري حقوقو، د آزادۍ، اخلاقياتو، انسانيت او داسې نورو پای به څه کېږي؟ آيا دا هماغه نازيسم او سټاليني سټايل بدعت نه دى چې د خپلو ګټو لپاره هر جنايت ته لاس اچوي ؟
کله چې موري په ډېر و هغه شيانو چې بايد پوه شوی وای، پوه شو نو هغه وخت د کاره و شړل شو . نوموړي ټول هغه څه چې زده کړي وو « د هغه له دماغه څخه وايستل شول » . هغه په خپلو سترګو هغه اسناد او مدارک ليدلي وو چې ثابتول يې پر عراق او افغانستان باندې د امريکا او انګليس د لښکر کشيو هدف د ازبکستان او ترکمنستان طبيعي زيرمو ته ځان رسول وو . امريکايانو انرژۍ ته د رسېدو داسې لارې غوښتلې چې له افغانستانه څخه تير شي . د داسې يو کار د عملي کېدو لپاره يې ځانته دغه ماموريت ټاکلی وو او د هغه عملي کېدل يې يو ضرورت باله . دغه شوده ګان په دې ښه پوهېدل چې د داسې يوې جګړې د شروع لپاره دسپټمبر د يولسمې حملې سناريو دوی ته ښه مغزنه بانه په لاس ورکولای شي ،ترڅو خلکو ته ووايي ستاسې د ځان د خونديتوب او له ټروريسټانو سره د مبارزې په خاطر موږ په دغه جګړو لاس پورې کړ .
هغه خلکو چې د سپټمبر د يولسمې حادثه يې د نږدې ليدلې وه، په ځانګړي توګه چې بيا دغه کسان عادي خلک وو ، په خورا آسانۍ سره يې په داسې لويوجعلياتو باور کاوه .
کافي ده چې په افغانستان کې د امريکايي او ناټويي ځواکونو د ځای پر ځای کېدو طريقې ته څوک ښه پاملرنه وکړي . دغه قواوې داسې ځای پر ځای شوي دي چې وکولای شي د انرژۍ او پاېپ لينو د تېرېدو پرنکتو باندې تسلط ولري ، دغه ډول نظامي سينګار هيڅکه هم د هغه نظامي تاکتيکو سره سر نه خوري چې د ټروريسټانو سره د مبارزې لپاره بايد و کارول شي . د ډيموکراسۍ د را وستلو لپاره هم نه دى . دغه لښکر کښي يوازې د پيسو او د انرژۍ منابعو ته لاسرسي وه، د ډيموکراسۍ په دغه روانو شعارونو باندې هيڅ اړه نه لري .
کله چې کوچنی جورج بوش په هغه وخت کې د تکزاس والي وو نو تاسې څه فکر کوئ چې د امريکايي کمپنۍ، انرون (Enron) سره د موافقت نامې د همغږۍ مشاور څوک وو چې د ازبکستان او ترکمنستان دګازي منابعو په اړه يې هغه ته د پانګې اچونې حق ورکاوه او يادا چې د يو نيکال (Unocal) کاليفورنيايي نفتي شرکت ته چا د افغانستان د نفتي لارو دغزولو او پراخولو امکانات برابر کړل .
اخځليکونه : سرنوشت ورځپاڼه