افغانستان خپله څلورمه لوبه هم وگټله
2010-09-01 04:08:09
د افغانستان د ځوانانو د کرکټ اکاډمۍ تيره شپه د پاکستان د کراچۍ په ښار کې په خپله څلورمه لوبه کې په نهه ويکټو د پاکستان د کرکټ کلب لوبډلې ته ماتې ورکړه 

.
پچه د پاکستان د کرکټ کلب لوبډلې وګټله او د ځان لپاره يې توپ وهنه غوره کړه .
د پاکستان د کرکټ کلب لوبډلې په ٢٠ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوزيدو سره يوازې ٩٢ منډې جوړې کړې او افغان کرکټ ټيم ته يې د ٩٣ منډو هدف وټاکه . چې افغان لوبډلې په ١٥ م اور کې د ٢ لوبغاړو په سوځېدو سره ټاکلى هدف ترلاسه کړ او د روانو سياليو نيمه پايلوبې ته يې لاره پيدا کړه.
د يادولو ده چې افغان کرکټ د ځوانانو اکاډمۍ لوبډلې تردې مخکې درې لوبې ترسره کړې وې چې لومړۍ هغه يې بايللې وه او په دوه نورو لوبو کې يې جام خانې او ملک سپورټس لوبډلو ته ماتې ورکړې وې.