کرنيل امام، پاکستانى ويکي ليکس

 محمدحسن حقيار

څه موده وړاندې دويکيليکس په نوم يوې امريکايي انټرنيتي پاڼې دافغانستان دجګړې په اړه شاوخوا ٩٢٠٠٠زره مهم پټ اومرموز اسناد رسوا کړل

 ددې اسنادو رسوايي ظاهراً دافغانستان په جګړه کې دښکېلو هېوادونو پر بدن لړزه راوسته په دې اسنادو کې دډېرو هېوادونو له مخ پردې لرې او نړۍ ته رسوا شول

داچې دا اسناد ، دچا په غوښتنه اوسپارښتنه

 ،په دې وخت کې رسوا شول ،دالسګونه زره اسناد ويکي ليکس ته چا ورسول ... ؟ پر دې بحث نه کوو . پر دې پحث کوو چې په دې وروستيو کې يوبل ويکيليکس په خبرو راغى يوبل مهم ويکيليکس ځان وخوځاوه ، داسې چا چې ښايي له ويکيليکس څخه يې په سينه کې ډېر رازونه پراته وي ، داسې يوه څېره چې لسګونه مخونه، لسګونه ژبې او لسګونه لاسونه او پښې لري داسې يوڅوک په غوسه ښکاري چې هغه دچا خپره پاکستان يې پر ښکرونو ولاړ دى او که هره شېبه وغواړي يوازې دسر په خوځولو دپاکستان پربدن لړزه او زلزله راوستلى شي .

 درازونو ، رمزونو، پټواو دپردې ترشاه دلوبوستر لوبغاړى اودپاکستان او امريکا داستخباراتي شبکو(اى اس اى او سي اى اې ) دنامريي ځواک امام کرنيل امام يادوم .

سلطان امير تارړ چې په کرنيل امام مشهوردى دپاکستان او امريکا د استخباراتو هغه مهمه او له رازونو ډکه مهره ده چې په سينه کې دساتلو رازونو شمېره به يې د وېکي لېکس له پټو اسنادوهم زياته وي؟

د افغانستان د قضيې په اړه د جنرال اخترعبدالرحمن، جنرال حميدګل، جنرال بابر او ډګروال يوسف سره يوځاى دده نوم هم يادېږي خو له شک پرته د افغانستان په چاروکې د دې نورو په پرتله دى ډېر بوخت ا وډېر فعال و ، اختر عبدالرحمن دپاکستان له ولسمشر شهيد جنرال ضياءالحق سره د ١٩٨٨ زېږديز کال داګست په اولسمه چې د١٣٦٧ لمريز دزمري له پنځمې سره سمون خوري په بهاولپور کې ديوې هوايي پېښې په پايله کې چې په پاکستان کې دامريکا سفير هم ورسره ملګرى وو په شهادت ورسېد . له جنرال حميدګل پرته هغونورو له تقاعد وروسته ظا هراً چوپتيا غوره کړې خو امام صاحب لا هم خپل امامت ته دوام ورکوي اوخپله دجاسوسۍ کعبه او مقتديان يې نه دي پرېښي ،

هغه په افغانستان کې ډېر پټ او ښکاره ماموريتونه ترسره کړي ، نوموړى د١٣٧٣ هجري لمريز کال دزمري دمياشتې په لومړيو کې په هرات کې دپاکستان سرقونسل شو چې په افغانستان کې له خپل ماموريت پرته يې له هغه ځايه له منځنۍ اسيا سره دپاکستان اړيکې ټينګې کړې .

هغه دډاکټر نجيب له سقوط وروسته درباني او دطالبانو دحکومت په راوستلو او ړنګولو دواړوکې لاس درلود .هغه يو له هغو خلکو څخه دى چې دمجاهدينو ډېر مشران يې روزلي ،دپاکستان ولسمشر ذوالفقار علي بوټو په ١٣٥٤ هجري لمريزکال دسردار داوود خان دحکومت پرضد افغان بغاوت کوونکي دروزلو لپاره همده ته چې تازه له متحده ايالاتوڅخه راستون شوى وو وسپارل ،اوس هم دپاکستان او سيمې په کړکېچ کې کارنده ونډه لري .

کرنيل امام د روسي يرغلګروپرضد دافغان ولس د جهاد په وخت کې له مجاهدينو سره کار کاوه ، دمجاهدينو جامې به يې هم اغوستې، اوږده ږېره يې پرېښې وه تل به له واسکټ، جامو او پکول سره ګرځېده ، دمجاهدينو بشپړ يونيفورم به يې پر تن وو او اوس يې چې په رسمي او ظاهري ډول تقاعد هم وکړ نه يې خپل لباس بدل کړ او نه يې خپلې استخباراتي هڅې .

څو مياشتې دمخه نوموړي له يوې غربي رسنۍ سره په مرکه کې د افغان طالبانو او د هغوى د مشر ملامحمدعمرمجاهد فعاليتونه ستاېلي وو؛ خو د پاکستاني طالبانو اعمال يې غندلي وو، هغه دا هم ويلي وو، چې ملا محمد عمرمجاهد له القاعدې سره رابطه نه لري، غواړي چې وسله کېږدي او د افغانستان له موجوده حکومت سره جوړه وکړي.

که څه هم زه دادده شخصي نظر بولم او باور نه کوم چې ملامحمدعمر مجاهددې دامريکايي يرغلګرو په شتون کې يا له افغان موجوده حکومت سره ديوځاى کېدواويا پرځمکه دوسلې ايښودو خبره کړې وي .

نوموړي د افغان مجاهدينو له تنظيمونو سره ژورې اړيکې او له افغانانو سره زياته پيژندګلوي درلوده . پرجهادي تنظيمونو دوسلو دوېش د سهميو په ټاکنه کې کرنيل امام ډېرلاس او اغېز درلود نو پر دې اساس هم د (آى، اس، آى) په اداره کې او هم دجهادي مشرانو ترمنځ له ځانګړي درناوي برخمن وو ، نوموړى په خپله دنده کې ډېربريالى وو هغه په دې وروستيوکې د يو بنسټ پال مسلمان په توګه ځان دجنرال ضياءالحق او جنرال اخترعبدالرحمن له لارويانو او فکري وارثانو باله . هغه په افغانستان او دې سيمه کې د پاکستان د ستراتېژيکو موخو لپاره داسې بريالى کرکتر دى چې ښايي بېلګه به يې ډېره کمه وي .

کرنيل امام د اى اس اى هغه بريالى کرکتر دى چې هم له طالبانو سره دامريکايي ځواکونو پرضد په عملي او وسلوال جهاد کې مرسته کوي او هم دپاکستان لپاره له سي اى اې څخه د طالبانو پر ضد دجګړې لپاره ميليارد ډالريزې بودجې غواړي .

که څو شېبې پر افغانستان دده دبوختياوو له اغېزوسترګې پتې کړو څومره چې دپاکستان لپاره دده په مخلصانه هلوځلو او خدمت پورې اړوند ده نو زه پر کرنيل امام افرين اوشاباس وايم زه نوموړى دپاکستان يورښتونى مسلمان بچى بولم چې که څه هم ددې هېواد دملي ګټو لپاره څوڅوځله ورته مرګ داړې هم چينګې کړي خودى له خپل ملي هوډه پر شاشوى نه دى زه پرپاکستاني ولس غږ کوم چې پر خپل امام ووياړي.

موږ خو په خپلو چارواکواو استخباراتي چينل کې دوه کسه هم داسې نه لرو چې د کرنيل امام په لسمه برخه هم افغانستان ته مخلص واوسي ، خپل هېواد ته دومره پټې او ښکاره لاسته رواړنې ولري او په دومره سختوشرايطوکې د امريکا په څېر لنګه غوا دخپلو هېواد والو په وچ ستوني کې ولوشي.

هغه نه دومره اوزګار وو اونه دومره نېستمن چې له کوم خبريال سره دې د مستند فلم جوړولو لپاره داجورې په بدل کې داور لومړۍ کرښې او دالقاعده هډې (وزيرستان) ته چې هره شېبه په کې دامريکا دبې پيلوټه الوتکو دړندې بمبارې شونتيا ده ورشي خو څومياشتې دمخه رسنيو خبر ورکړ چې هغه داى اس اى د ادارې د يوبل کارکوونکي خالد خواجه سره چې د ده نږدې ملګرى و له يوه بهرني خبريال سره ديوه مستند فلم دجوړولو لپاره قبايلي سيمو ته سفر کړى و، چې له هغې سيمې څخه د راګرځېدو پر مهال په لاره کې د ملا منصور په رهبرۍ د لشکر جهنګوي د ډلې د وسله والو لخوا دواړه ونيول شول ،

 جهنګوي ډلې ددې دواړو کسانو په بدل کې له پاکستان څخه ځينې غوښتنې وکړې ، دحکومت لخوا يې دغوښتنو په پوره کولو کې دبېړې نه کولو په جرم ! جهنګوي ډلې خالد خواجه وواژه خو کرنيل امام لا هم ژوندى دى . زما په باور وزيرستان ته دامام سفر پخپله دده داستخباراتي ماموريت يوه برخه وه ددې حقيقت مرغلره چې دى هلته چا، ولې او دڅه لپاره ونيوه ، ولې خواجه ووژل شو او دى ژوندى دى ، آيا دى رښتيا هم له پاکستان ضد وسلوالو سره بندي دى ، لاهم دا بهام په سيپۍ کې بنده ده . اوله الله ج وروسته له څو تنوپيريانو !!پرته نورڅوک ترې خبر نه دي . يو اټکل داهم دى چې ښايي ده لاسي داډرامه جوړه کړې وي چې په دې توګه دتبادلې له لارې دطالبانواو يا دجهنګوي ډلې دهغو بنديانو خوشې کولو ته لار پرانيزي چې پاکستان يې د امريکا له وېرې خوشې کولى نشي .

دجهنګوي لښکر پخواني مشران يا وژل شوي او يا اسيران دي اوسنى مشر يې ملا منصور دى داډله دپاکستانيو شيعه ګانو پرضدمرګونوفعاليتونو کې لويه ونډه لري او د پاکستان له کلکو مسلمانوډلو څخه شمېرل کېږي. جهنګوي لښکر دامريکا په تور لست کې دى ، دالښکر په افغانستان کې هم دافغان دولت او دلته مېشتو بهرنيو ځواکونو پرضد جنګېږي او د پاکستان د اردو په وړاندې د خيبر پښتونخوا په قبايلي سيمو کې هم فعاليتونه کوي. د ځينو رسنيو د رپوټونو له مخې له القاعدې سره هم نږدې اړيکې لري.

 په دې وروستيو کې (د جولاى پر ٢٦ مه) جهنګوي ډلې د رسنيو له لارې يو ويديو کيسټ خپور کړ چې کرنيل امام په کې په ډېر بد حالت کې په يوه ګوښه کې ځاى کې ناست په داسې حال کې ليدل کېږي چې دوه وسلوالو د خپلو ټوپکو شپيلۍ د ده شقيقو ته نيولې دي اونوموړي د خپل همزولي هغه پاکستان چې ده يې دپرمختګ ،ځوانۍ او ښېرازۍ لپاره خپله وينه قرباني کړې چارواکيوته ننواتې او زارۍ کوي چې بايد هڅه وکړي هغه وژغوري او د دې کار لپاره بايد د دې وسلوالو غوښتنې ومني.

 ماخذ : سرنوشت ورځپاڼه