Warning (2): unlink(/home/bloguna/public_html/app/tmp/cache/cake_file_map) [function.unlink]: No such file or directory [CORE/cake/libs/file.php, line 276]
Notice (8): Constant LOG_ERROR already defined [APP/config/core.php, line 110]
افغانستان، د نظامي اشغال او کلتوري يرغل په کړۍ کې

افغانستان، د نظامي اشغال او کلتوري يرغل په کړۍ کې

 

عبدالرحمن فرقانی

دا ځل په ګران افغانستان کې د لویدیځ ښکېلاک د خپل نظامي اشغال تر څنګ یوه ډیر کرغیړن کلتوري، فکري او عقیدوي یرغل ته هم لاره اواره کړې او په سیمه کې يې د دې موخې لپاره نوي لوبغاړي (ایران + هند) ګمارلي ترڅو دا پروسه پرمخ یوسي. د دې لپاره چې د تیرو اشغالونو او اوسني اشغال توپیر څرګند کړو، نو په تاریخي لحاظ به د افغانستان تیرنظامي اشغالونه په لنډه توګه راواخلو:

" دلومړي ځل لپاره په کال ۱۹۳۹ م د هغه تړون په پایله کې چې د استعمار د واکومنانواو شاشجاع ترمنځ د پيښور په ښار کې لاس لیک شو، د بریتانیا د امپراتورۍ ځواکونه د افغانستان پلازمینې کابل ته ننوتل، خو د یوې لنډې مودې په تیریدو سره د مقاومت بیرغونه پورته او د افغان باتورجنګیالیو په لاسونو کې ورپیدل، د هیواد په آسمان کې د جهاد نارې پورته شوې، او د اشغال په درېیم کال د افغانانو با شهامته مقاومت خپل اوج ته ورسید، اود پلازمینې کابل په تورو غرونو کې يې د بریتانیوي ښکېلاک غاصبه امپراتوري ونړوله. د بریتانیوي امپراتورۍ ۱۸ زره کسیزه پوځ سرترپایه هلاک شو او د پوځ مشر(ولیام الونستون)چې د لومړۍ نړیوالې جګړې له اتلانو څخه و، او د فرانسوي امپراتور بونابرت د ځواک په له منځه وړلو کې يې مرکزي رول لوبولی و، د افغانانو په لاس اسیر شو او وروسته له دریو میشتو اسارت نه په زندان کې مړ شو او مړی يې په جلال آباد کې انګریزانو ته وسپارل شو.

اته ډیرش کاله وروسته له دې جګړې نه چې د لویې بریتانیا امپراتورۍ پکې له شرم نه ډکه ماتې خوړلی وه، انګريزان یو ځل بیا د خپل غچ د اخیستو لپاره افغانستان ته راغلل او د افغانستان پادشاه محمد یعقوب خان يې هغه ځای ته را وغوښت چې د بریتانیا ځواک پکې ماتې خوړې وه، تر څو د خپلواکۍ څخه د تنازل تړون لاس لیک کړي، خو د دې تړون څخه شپږ میاشتې نه وې تیرې شوې، چې د پلازمینې کابل اوسيدونکي بیا راپورته شول او هغه کلا يې محاصره کړه چې د بریتانیا ممثل پکې اوسیده، او د بریتانیا د دولت نماینده (کیوناري) يې، چې تړون يې لاس لیک کړی و وسوځواوه.

او په وروستې جګړه کې هم په کال ۱۹۱۹ م کې مقاومت او جهاد د یرغلګر ځواک په وړاندې خپل اوج ته رسیدلی ؤ او د بریتانیا ځواکونه په تیښته ؤ ، چې امان الله خان د خپلواکۍ تړون ورسره لاسلیک کړ او د لاس لیک په پایله کې له افغانستان نه سلامت ووتل " ( انصاري) .

همدا راز کله چې روسان افغانستان ته راغلل او نظامي یرغل يې بشپړ کړ، دروسانو داشغال نه لږ موده نه وتیره چې د افغانانو دمقاومت ډلې چې د روسانو د لاسپوڅو په وړاندې تشکیل شوې وې، نورې هم پیاوړې شوې او د جهاد ناره په ټول افغانستان کې لوړه اوعامه شوه، هر څوک چې اسلام ته متعهد وو په مقاومت ورګډ شول. روسیې چې د وخت امپراتوري ګڼل کیدله وې نشو کولای چې د باتورو افغانانو په وړاندې خپل مقاومت ته ادامه ورکړي، بلآخره د داسې ننګین مصیر سره مخ شول، چې د روسانو د پوځ مشر (ګروموف) يې په هکله داسې ویلي دي : "موږ په دې تورو غرونو کې له خپل تاریځ سره خپله جغرافیه هم له لاسه ورکړه " . واقعا همداسې وشول روسانو د خپل هیبت ناکه تاریخ سره خپله پراخه جغرافیه هم له لاسه ورکړه او هغه دولتونه چې د روسیې د جغرافې په کړۍ کې يې د وحشت نه ډک وخت تیر کړی و یو پر بل پسې يې خپلې خپلواکۍ اعلان کړې.

د لویدیځ استعمار د اسلام تر څنګ د کمونیزم د کړۍ له پراخیدو څخه هم په ویره کې ؤ، هغه کړۍ چې د ختیځې اورپا ګڼ شمیر هیوادونه يې په خپله محاصره کې راوستي وو او د لویدیځې اروپا د لمنې لوري ته د پراخیدو په حال کې وه. د لویدیځ استعمار وکولای شول د اسلامی هیوادونو په ذریعه او په ځانګړې توګه د افغانستان په ذریعه له هغه ګواښ نه ځان وژغوري، چې په داسې ساده ګۍ يې ورنه د خلاصون تصور نه کاوه، نو دې تحول لویدیځ وهڅاوه تر څو د خپل اساسي دښمن د ځپلو لپاره بیرته سیمې ته راستون شي. د راز راز باطلو اتهامونو پربنسټ ئې د اسلامی نړۍ پر هیوادونو خپل نظامی یرغلونه ته لاره اواره کړه او د دیموکراسۍ د پلې کولو په پلمه يې خپل اشغال ته ادامه ورکړه، له یوې اوږدې مودې نه وروسته اوس هم په هغو هیوادونو کې چې د لویدیځ تر غاصب اشغال لاندې دي د هغې دیموکراسۍ نښه نه لیدل کیږي چې د لویدیځ هیوادونه يې خپلو وګړو ته مني، نا امني، چور اوچپاول، اختطاف، د مخدرو مواد قاچاق د ورځې په رڼا کې د اشغال د ځواکونو په حضور کې تر سره کیږی ... د هر بیګاناه افغان کور ته پرته د دولت له اجازې ورننوځي او دخلکو عزت تر پښو لاندې کوي.

د نظامی یرغل په وړاندې د افغانانو تاریځ روښانه دی او پدې هکله اندیښنه دومره ژوره نه ده، دا نظامی یرغل به حتما د افغانستان په تورو غرونو کې سر وخوري، څرنګه يې چې نښې هم را ښکاره شوې دي، آن تر دې چې د لویدیځ خپل مطبوعات هم د شکست خبرداری ورکوي. خو دا ځل په افغانستان او عراق کې د یرغل او اشغال توپیر دا دی، چې لویدیځ د خپل نظامی یرغل تر څنګ په سیمه کې د فکري او کلتوري یرغل لپاره نوي لوبغاړي(ایران + هند ) ګمارلي، تر څو تر نظامي یرغل لاندې هیوادونه تر فکري او کلتوری یرغل لاندې وساتي او په دغو هیوادونو کې په فکري او کلتوري لحاظ ژور بدلون رامنځ ته کړي، چې فی الواقع دا ډیره د اندیښنې وړخبره ده، ځکه چې د هر هیواد هویت د هغه هیواد په فکري، عقیدوي او کلتوری ځانګړتیاوو کې نِغښتی وي، که چیرې په اوږده مهال کې په افغانستان کې دا بنسټونه تغیر ومومي او په هغه لوري روان شي چې استعمار يې غواړي، نو د افغانستان د اسلامی ټولنې تباهي او بربادي حتمي ده او شواهد هم داسې دي چې کلتوري یرغل په منظم ډول روان دی او دافغانستان اوعراق په ټولنو کې تهداب ګذاري کوي.

د مطبوعاتو په عرف کې د لویدیځ د قانون سره سم د بیان آزادي هغه اصل دی چې باید په هیڅ ډول تر پښو لاندې نه شي، خو دا پرمختللی هیوادونه هم د خپل کلتور، دود او ملي امنیت لپاره په خپلو مرکزونو کې د کنټرول څانګې لري، تر څو هغه مواد چک کړي چې عام وګړي ته د رسنیو له لارې رسیږی، د لودیځ دنړۍ مشهورې ورځپانې لکه ټای ، نیوزویک، واشنګټن پوست ... هم تر خپریدو وړاندې چک کیږي او همدا راز د نړۍ ټول هیوادونه دا د مطبوعاتو د کنټرول څانګې لري، تر څو وکولای شي د عام وګړي فکر، کلچر، عقیده، اخلاق ... په هغه چوکاټ کې وساتي چې د هغه هیواد له ملي او دیني هویت سره مطابقت ولري.

سربیره په دې د هر هیواد روشنفکره او مثقفه طبقه مسؤلیت لري، چې د خپل هیواد وګړو ته هغه فکر، عقیده او فرهنګ وړاندې کړي چې د دوی ملي هویت او دیني ارزښتونه په کې محفوط وي، که چیرې خپل هیواد ته صادق وي او پلورل شوي نه وي.

اوس که دافغانستان حالت وګورو. د لویدیځ د اشغال په سیوري کې زموږ د مطبوعاتو ټول ماشین د ایران او هند په لاس کې دی، هغه هندي ډرامې چې د افغانستان په مشهورو ټلویزونو نو کې نندارې ته ایښودل کیږي د افغانستان ټولنه يې دومره تر اغیزې لاندې راوستې ده، چې ډیره محدود ه طبقه به يې له اغیزې په امان کې وي، اوس که ددې ډرامو مضمون او محتوی وڅیړل شي پرته له دیني پیغام بل څه پیغام نه لري، په هره یوه کې د بودیزم هغه دیني فلسفه چې د یوه سړي روح په اوو مختلفو کالبدونو کې د اووه ځله لپاره ژوندۍ کیږي، یو انسان اووه ځله په مختلفو څیرو کې ژوندی کیږي، د کلتوري پیغام تر څڼګ د هرې ډرامې مرکزي پیام دا دى، چې د یوه انسان روح په مختلفو جسمونو کې ننوځي او ژوند وربښي. که د یوې افغانۍ کورنۍ یو لس کلن زلمی له خپل پلار نه دا پوښتنه وکړي چې پلاره ! نو موږ به بیا هم ژوندي کیږو لکه (سندرا) له دې څخه موږ کولای شو د دې ډرامو اغیزه په خپلو هغو کورنیو کې انځور کړو چې اکثریت يې سواد نه لري او دیني پوه يې ډیره کمه ده، او د دې ډرامو د لیدلو شرایط د بې وزلۍ تر څنګ ورته مهیا شوی دي. دا چې په لباس، خوراک څښاک کې د دې ډرامو تر اغیز لاندې راشو دا خو حتمی ده، زه په ټول باور ویلی شم، چې زموږ په افغاني ټولنه کې به د سندرا ، دلهن ، ساغر ... او داسې نور نومونه پیدا شوي وي، هندي لباس خو به ضرور رواج شوی وي، د هندوانو په څیر پر ټنده دخالونو ایښودل به ضرور رواج وي.

دا شرایط څوک برابروي؟ دا د یو منظم پلان په پایله کې د ایران او هند له لوري په افغانستان کې د اشغال په موجودیت کې برابریږي، د مختلفو مصلحتونو په پایله کې لویدیځ د افغانستان کلتوري فضا ایران او هند ته سپارلې ده او د افغانستان د اطلاعات او کلتور د وزارت په سرپرستۍ دا پلان په وړاندې روان دی، دا وزارت پر ځای د دې چې ټولنه له پردي یرغل مخنيوى وکړي په خپله ټولنه د بربادۍ او تباهۍ کندې ته راکاږي، زموږ د دولت څلورم ځواک د ایران او هند په واک کې دي.

بل لوري ته ځني افغانانو چې د لویدیځ په عیش او عشرت کې اوسیږي او ځان ته دې روشنفکرانو او فیلسوفانو خطاب کوي، د رسنیو له لارې زموږ کړیدلې ټولنې ته د اسلام ضد افکار وړاندې کوي او کله هم په خپل افغاني هویت شرمیږي او د دې لپاره چې د لویدیځ له فساده ډکه لمن نوره هم ټینګه ونیسي او په غلامۍ کې يې یو ګام نور هم وړاندې شي، د افغانانو له تخلف او بې همتۍ نه خبره کوي، حال دا چې د همدغه افغاني هویت په نامه ځان خلکو ته ورپیژني.

په پای کې د پام وړ خبره دا ده چې د نظامي یرغل چاره خو به وشي، خو موږ باید فکري، عقیدوي او کلتوري یرغل ته متوجه شوو، ځکه چې په اوږده مهال کې به ډیره ناوړه اغیزه ولري.