غزل **** نبيله غزل
2009-08-25 08:50:58
غزل
پر يزيديانو درود نه يم چې منکره به شم
او د اغيارو سرود نه يم چې منکره به شم
زما هر لفظ د پښتنو ترجماني کړې ده
زه په ملاتړ د يهود نه يم چې منکره به شم
زه مې د خپل هنر خالق ثبوتولی شمه
څه بې وجوده موجود نه يم چې منکره به شم
ما ايېنو ته راز د مينې او ښکلا ښودلی
د ايېنو ګرد او دود نه يم چې منکره به شم
تر خولې اسانه ده تر ژبې تېرېدل ګرانه ده
په غم د ګټې او سود نه يم چې منکره به شم
نبيله غزل ، پيښور