" بوش " ته

بش ته

سميع الله تړون

 

بش ته تراوسه چاددين خبره نه ده کړې

بش ته تراوسه دايمان کيسه معلومه نه ده

بش ته دحی علی الجهادخبرې نه دي شوي

بش ته دڅوډوله اذان کيسه معلومه نه ده

بش خوزمونږه جوماتونه په چورلکو ولي

بش ته دروس او انګلستان کيسه معلومه نه ده

بش دملالې دټپې له زوره نه دی خبر

بش ته دګران افغانستان کيسه معلومه نه ده

 

بش تروريست دی بشري حقونه نه پېژني

زمونږه دين زمونږ ايمان اوزړونه نه پېژني

بش خپله لوړه اوقوي ټکنالوژي ليدلې

زمونږساده ريموټ کنټرول بمونه نه پېژني

بش څوکمزوري افغانان په غېږ کې ونيول خو

زمونږ دتورې اودکارسرونه نه پېژني

ماتې ککرې به له دې ځايه په منډه وځي

داليوني زمونږ دسيمې غرونه نه پېژني

 

ظالم روپۍ لري ځوانان يي په روپوواخيستل

ډېر بې احساسه افغانان يي په روپو واخيستل

دځينو ځينو يي په ستوني ګوتې کېښودلې

ډېرليکوالان اوشاعران يي په روپوواخيستل

دځينو ځينو يي خطبې له ياده وويستلې

دا ځينې ځينې ملايان يي په روپو واخيستل

دخداي ملکې به راځي زمونږه مرسته به کړي

که ددې ځمکې انسانان يي په روپو واخېستل

 

دبش لښکرو خو دوينو تويول زده کړي

دوی دکمزورو ماشومانو ژړول زده کړي

ته له هوا نه بمباري کوه بمونه وله

ما هم په ځمکه دخپل ځان الوزول زده کړي

له زولنو دې نه ويرېږمه راوايچوه

مادزندان او ځنځيرونو ماتول زده کړي

څوک چې زمونږ کور ته بې غږه بې پوښتنې راځي

مونږ افغانانو هم دهغو زغلول زده کړي

دې زورورو ظالمانو وطن ونيولو

يو څو پرديو افغانانو وطن ونيولو

ابليس دې لاړ شي په خپل کور کې دې قرار کيني

هسې هم نورو شېطانانو وطن ونيولو

ملالۍ پورته شه مېوند ته پيرنګي راغلي

يو ځله بېرته انګرېزانو وطن ونيولو

ستا نه تپوس به دهرڅه وکړي پردی غلامه

که فتحه راغله طالبانو وطن ونيولو 

 

بش نه انسان پېژني نه يي کرامت پېژني

بش نه عزت لري او نه دچا عزت پېژني

بش دمظلومو پرګنو په ستوني خوله ايښې ده

بش دنړۍ په مخ يوازې خپل قدرت پېژني

بش دفرعون په څېر دعوه دخداېې کړې ده

اوس نه موسی پېژني نه ورله دعوت پېژني

که دتکبير چغې مو غلې نه شوې پاتې نه شوې

بش به اسلام پېژني بش به امارت پېژني