د مصور خپرندوى بنسټ خبرتيا
2009-02-12 10:26:03
د مصور خپرندوى بنسټ خبرتيا
ټاكل شوې ده چې مصور خپرندوى بنسټ د راتلونكې يكشنبې په ورځ چې د سلواغې د مياشتې د ۲۷ مې نيټې سره سمون لري د ماشوم د ادبياتو په برخه كې خپله د كره كتنې دوهمه غونډه د ماسپښين په دوو بجو د كابل په فتح الله په كلا ، مدينه بازار ته څيرمه په ميديوتيك دفتر كې جوړه كړي .
په دغه غونډه كې به د ماشوم د ادبياتو په يوه برخه تر يو ځانګړي بحث ورسته د سولې نيازى په ژباړل شوي كتاب ( د موږك لپاره يو كور ) چې مصور بنسټ ته يې د چاپ لپاره راليږلى دى هم خبرې وشي .
مصور خپرندوى بنسټ دغې غونډې ته ستاسې د راتللو لار څاري .
په درنښت
د مصور خپرندوى بنسټ د مشرتابه شورا
له مېرمن کلتوري بهير www.mirmanbaheer.org نه په مننې