غزل زيرك فهيم
2009-02-07 03:10:57
ا
اوس په کې غم دى د خوښيو ها کور پاتې نه دى
ستا دنازونو کرشمو بار چې به وړولو هميش
په دې کم بخته کې هغه ځواني شور پاتي نه دى
نه داسې نه ده نه زاهده جوړه داسې کوو
يار به خوله راکړي بيا پرې هيڅ ډول پورپاتې نه دى
ښه ده چې خپله يار دخپلې مينې وکړو اظهار
نور نو اغياره تاته ځاى د پيغور پاتې نه دى
په خولې دې لاس کيږده کم بخته داسې مه وايه چې
له دنيا و لاړو ستا(( فهيم)) هډو نور پاتې نه دى