علم څه فلسفه څه ده ؟ ژباړن (فهيم)
2008-08-27 12:04:25
علم څه فلسفه څه ده ؟
ژباړه: زيرک فهيم
دعلم مانا نن ورځ په بېلابېلو ژبو کې په دوو بېلابېلو ماناو سره استعمالېږي :
١ :- د علم لومړۍ او اصلي مانا: پوهه دناپوهۍ پر وړاندې.
دلته نو ټولو پوهو ته پرته دهغې له څانګو او ښاخونو څخه علم وايې او عالم هغه څوک دى چې ناپوه نه دى .
د علم په دې مانا سره اخلاق ، رياضيات ، فقه ، ګرامر، مذهب ، ټولنپوهنه او نجوم پېژندنه ټول علم ګڼل کېږي او هر هغه څوک چې په يوه يا څو ددغو څانګو څخه وپېژني او يا هم په کې معلومات لاس ته راوړي عالم يې پېژندلى شو .
الله (ج) په دې خاطر عالم دى چې د هېڅ يوه شي په وړاندې ناپوه نه دى او دهغه (ج) لپاره هېڅ يوه مسله ګونګه نه ده .
قرانکريم منځپانګه په دې مانا سره علم دى چې د پوهاوۍ ټولګه ده او هر هغه کس چې پرې وپوهېدو عالم القران ( د قران عالم) دى .
ټول فقها عالمان دي او همدارنګه هغه څوک چې د څښتن تعالى د صفاتو او کړنو په اړه معلومات ولري .
معلومه شوه چې د علم په دې مانا کې پوه د ناپوهۍ پر وړاندې ځاى نيسي چې د (Knowledge) د انګليسې ژبې او ( Co naissance) دد فرانسوي ژبې کليمې د علم دهمدې مانا معادلې دي .
٢:- د علم دويمه مانا: په دې ډول کې علم يواځې پر هغو پوهو دلالت کوي چې مستقيمه حسي تجروبه په کې وي.
د علم په دې مانا کې پوه د ناپوهۍ پر وړاندې ځاى نه نيسي بلکې دلته د هغو پوهو پر وړاندې رامنځ ته کېږي چې ازماېښت ته په کې اړتيا نه ليدل کېږي.
د علم په دې مانا کې اخلاق ( د ښو اوبدو پېژندنه) متافزيک ( د مطلقې هستۍ د عوارضو او احکامو پېژندنه ) عرفان ( شخصي او دروني تجروبې) منطق (دفکري لارښوونې وساېل ) ، فقه ، بلاغت او... واړه علم نه ګڼل کېږي چې د(Science) کليمه په انګليسي او فرانسوي ژبوکې د علم د همدې دويمې مانا معادل دى.
ښکاري چې د علم دغه مانا د علم د لومړۍ مانا يوه څانګه ده يا په بل عبارت په تجروبه ولاړ علم د هغو پوهوڅخه يوه ده چې بشر په واګو کې راتلاى شي .
د علم د دويمې مانا پرمختګ د رنسانس له دورې وروسته رامنځ ته کېږي په داسې حال کې چې د علم لومړۍ مانا ( پوه د ناپوهۍ پر وړاندې) د انسان له پېداېښت سره يو ځاى رامنځ ته شوې ده .
همدا شان فلسفه د علم په پراخې مانا يانې د جهان پيژندې له ډولونو څخه ده ،ولې دا پيژنده له هغې پيژندنې سره توپير لري ،چې د حـس او تجربو څخه په لاس راځي .
فلسفه د علم پر وړاندې د علم پر دويمې مانا پورې تړاو لري .
له په خو ا راهيسې د فلسفې کليمه تقريبا د علم مترادفه ګڼل کيده ،نيوټن کلپر او ګاليله هغه پوهان وو چې خپلې علمي کړنې يې طبيعي فلسفه ګڼله چې ددوى هغه کړنې دفزيکي علوموپه نامه سره پېژنو.
فلسفه دارسطويانو پروړاندې پر دوه برخو وېشل شوې:
١- علمي حکمت
٢- نظري حکمت
نظري حکمت بيا په دريوبرخو وېشل شوى دى:
١- طبيعي حکمت
٢- درياضياتو حکمت
٣- ابعد طبيعي حکمت
او علمي حکمت هم په دريو برخو وېشل شوى دى.
١- اخلاق
٢- کورنۍ چارې
٣- سياست
چې داد فلسفې عامه مانا ده.
فلسفه دخپلې ځانګړې مانا له مخې پر مابعد الطبيعي حکمت باندې دلالت کوي چې دفرنګ په ژبه کې يې متا فيزيک بولي.
په رښتينې توګه دفلسفه همدا ځانګړې مانا وه چې پرمختګ يې وکړ،او فيلسوفانو دفلسفې کليمه پرته له کوم قيد او ذکره مابعدالطبيعي حکمت ګڼلو.
فيلسوف هغه څوک وو چې پرمابعدالطبيعت به په اسانۍ سره پوهېده.
يانې څوک په دې خاطر فيلسوف او حکيم کېداى نشو چې فيزيک پوه او رياضي پوه به وو،بلکې هغه څوک چې پو الهي حکمت پوهېده هغه فيلسوف او حکيم ګڼل کېده.
که چېرې ووايو چې تجربي علومو دوخت په تېريدو سره دفلسفې له کليمې ازادي اخيسې ،يو بې لارې کوونکى نظريه به وي.
که له فلسفې مو موخه فلسفه په عامې ماناسره وي نو علوم اوس هم دفلسفې يوه برخه ګڼل کېږي يانې دلته فلسفه پرته له تجربي علومو عبارت ده له ټولو بشري پوهو څخه،خو که چېرې له فلسفې څخه مو موخه له هغې فلسفې څخه وي کومه چې په خاصه ( ځانګړي ) مانا (مابعدالطبيعت ) ده نو دلته بيا هېڅکله تجربي علوم دفلسفې دڅانګو څخه نه ګڼل کېږي.