ولې دواورې دانې سپينې او شپږ رخيزې وي !؟ (ژباړه :فهيم )
2008-06-24 08:33:46
ولې دواورې دانې سپينې او شپږ رخيزې وي !؟
ژباړه:زيرک فهيم
ددې پوښتنې دځوابولو په موخه بايد د يوې دانې واورې دژوندانه په کيسې ځانونه وپوهو
(( هوا پېژنده او جوي فزيک (دجوي فزيک فلسفه) ))
رښتيا هم دانسان په ذهن کې دا پوښتنه را پيداکېږي چې د واورې دانې ولې سپينې او شپږ رخيزې دي !!؟
هغه مهال چې اوبو بخار دکلکېدو په لور روان شي په پايله کې ديخ وړې ټوټې رامنځ ته کېږ ي،دغه وړې او ديخ نوې جوړې شوې ټوټې په تېزۍ سره په يو شپږ رخيزه يخي چنډه بدليږي،که څه هم دغه چنډه تر يوه وخته همداسې پاتې کېږي،ولې دوخت په تېرېدو په پرلپسې ډول ځان له دې حالته کاږي او بله بڼه ځان ته اختياروي چې دغه نوې بڼه يې ګرد رقمه وي،دغه ګررقمى يخي چنډه يادانه هغه مهال يو شان پرمختګ کوي چې دمساوي جوي شرايطولاندې وي.
که چېرې يې ټول جسم ديوه شان جوي شرايطولاندې راشي نو درخو پرمختګ يې هم يو شان په يوه وخت صورت نيسي،که څه هم دواورو دغه وړه ټوټه دوخت په تېرېدو پرمختګ کوي او غټيږي،خو دورېځوپه منځ کې دبېلابېلو جوي شرايطولاندې راځي،او دبېلابېلو هواګانو او بادونو په مرسته له يوه ځايه بل ځاى ته وړل کېږي.
سره له دې چې د واورې هره دانه د مختلفو جوي شريطو لاندې راځي،او دبادونو په واسطه له يوه ځايه بل ځاى ته وړل کېږي،مګر بياهم ځانته شپږ رخيزه بڼه اختياروي،چې داکار دهمدغو بېلابېلو جوي شرايطو پايله ده،يانې همدغه جوي شرايط دي چې دواورو دانې ده يې دغه بڼه ورکړې ده.
خو داپوښتنه راپيداکېږي چې کوم څيزد يو ټاکلي وخت په تېرېدو سره دواورې ددانو دپرمختګ لامل ګرځي؟
مخکې مو ولوستل چې دواورې هره دانه په ځانګړي ډول تر ځانګړو جوي شرايطو لاندې پرمختګ کوي،مګر داخبره هم ضروري ده چې : که چېرې دوارو ډېرې دانې ديوه شان هوا اورطوبت لاندې راشي نو پرمختګ يې هم په يوډول اويو وخت کې ترسره کېږي.
دواورو دشپږو رخونو يا مټونو په اړه بايد په ټوليزه توګه ووايو چې په واوره کې ددغو مټونو جوړېدنه ياپيداکېدنه دهغې دانې دوجوهې ( faceting ) له مخې ده لکه: صيقل او تراش شوي جواهرات.
دغه ( faceting ) پرته له کومې مرستې دواورو پر طبيعي جوړښت پورې تړاو لري،چې دهماغې له مخې صورت مومي،اوعلت يې دواورې په دننه کې ددې دانې په دننه کې دطبيعي ماليکولونو شتون دى،يانې دغه ځانګړنې يې پرجوي شرايطو پورې تړاو نه پيداکوي.
خو اوس داپوښتنه راپيداکېږي چې واوره ولې سپينه ده!؟
په حقيقت کې واوره سپينه نه ده.
څرنګه چې واوره ديخ له کرستالونو څخه منځ ته راځي په همدې خاطر سپين رنګه معلوميږي،لکه دښيښو وړې شوې زرې چې سپين رنګې برېښي.
که دواورې يوه خرۍ په يوځاى کې پرته وي نو دلمر وړانګې پرې دبېلا بېلو زاويو لګيږي،په واوره دلګيدونکي وړانګو څخه يې يوه اندازه بېرته پورته لوري ته ګرځي يانې سعود کوي،او يو اندازه يې واوره په ځان کې جذبوي.
دلمر وړانګې دبېلابېلو رنګونو ترکيب دى چې واوره يې يواځې قرمزي رنګ په ځان کې جذبوي اونور رنګونه يې بېرته هواته سعود کوي،همدالامل دى چې دواورې رنګ سپين معلوميږي،اوکه چېرې دواورې يوې خرۍ ته په سمه توګه وګورو نوسپين رنګه معلوميږي.
دلته داپوښتنه راپورته کېږي چې دواورې په اړه دغو معلوماتوته کومه اړتياوه،اياداپوهنه کومه اړتيا لري؟
ځواب دادى چې له اسمانه دهرې دانې واورې له راپرېوتو بايد يو پلټونکى انسان وپوهيږي چې دغه دانې څه ډول او دکومو شرايطولاندې اوسني حالت ته راغلي دي.
همداشان دنړۍ په انسانانوکې ځينې يې داسې هم شته چې په دې راز پوهېدنې سره ځانګړې مينه ولري.