اميدونه (زيرک فهيم)

بابا

ښوونکي بيا له صنفه وشړلم

راته ويل يي چې :

دا ته کم بخته هميش

درس ته تش تور راځې

نه خو قلم ،نه خو کتاب راوړې

او کتابچه خو دې بيخي نشته دى

ځه همدا نن دې اخري مهلت شو

که دې په بل ساعت کې

کتاب رانه وړلو نو

دا غبرګې سترګې به دې وباسمه

بابا

ته خو ويلي وو چې

نن شپه هتمي را له کتاب راوړې

مورجانې شابه کنه

هغه کتاب راواخله

يو ټولګيوال راته ويلي دي چې

که دې بابا درته کتاب راوړو

نو زه به

درته يو ښه ورځپاڼه درکړمه چې

ورته تيرې پوښ ونيسې

مورجانې هله کنه

بچيه!

بابادې وايي چې کار و نه شولو

نن يي ورځ ټوله چوک کې تيره کړله

خو چا مزدور ته اړتيا نه لرله

او قرض هم ورسره نه دى شوى

فقد يو دوه ورځې به صبر کوې

بابا دا مور څه وايي

که زه سبا ته کتاب ونه لرم

نو ها ښوونکي به مې ډير ووهې

او دواړه سترګې به مې هم وباسي

نه داسې نه ده  بچى

ا ستا ښوونکى خو زه ښه پيژنمه

هغه ډير ښه سړى دى

سبا به زه درسره هم لاړشم

نه ستا ښوونکى درته هيڅ نه وايي

او ته کتاب يادوې

هغه به واخلم

 مور خو دې هسې درسه ټوکې کړلې

ته هيڅ پروا مه کوه

هرو مرو

درته کتاب رانيسم

هو ريښتيا

درته يو ښکلې بکسه هم اخلم

چې کتابونه دې خوندي وي په کې

مګر ډير خيال به ساتې

چې دې بکسه چا سه بدله نه شي

ځکه چې  ستا بکسه به

له نورو ډيره قيمتي بکسه وې