پرتله ( فهيم )

چې وړوکى وم دنيا راسره ښه وه

لا د ژوند په کارو بار نه پنوهېدمه

ما به ډېره دنيا ورانه کړه خو بيا به

خلکو ښکل کړم زه به يې څومره خوښېدمه

مور به تل وېل چې بچې دا لاره ښه ده

ما به نه منله تل به تښتېدمه

 

چې وړوکى وم دنيا راسره ښه وه

هغې هم راسره تل مستي کوله

ما به نه منه١د هغې يوه خبره

خو چې ما ويل هغې دستي کوله

ما به تل ورسره جنګ کوو په ګاټو

خو هغې به بيا ډېر ژر اشتي کوله

 

دسيند غاړه وه تودو وړانکو ته ناست وم

موږ د شګو کلاګانې جوړولې

دغه کوربه لا پوره نه وو چې بيا به

څو بريد راوړو او هغه به يې ورانولې

  ما به ډېرې تسلۍ جانان له ورکړې

  خوهغې به په سلګو ،سلګو ژړلې

 

په هر کار کې راته بېله زنده ګي و ه

نه وه وېره نه چا هم بنده ګي وه

زما په برخه به ښه ډېر شيان حاضر وو

په دې نه وم چې غربت و او تنګي وه

دا هر څه خو راته بېله فلسفه وه

هو هر څه بېله دنيا وه او هستي وه

 

اوس چې لوى شومه دنيا راسره ورانه

د دنيا په کار و بار  اوس ښه پوهېږم

اوس که ډېره دنيا جوړه کړم نو بيا هم

څوک مې نه ښکلوي بدې يې اېسېږم

 

اوس چې لوى شومه دنيا راسره ورانه

اوس هغه راسره نه شته مستي نه شته

اوس چې غواړم د هغې خبرې واورم

خو هغه زما تر څنګه دستي نه شته