ازل ( شعر زيرک فهيم)

 

لېونى شوم لېونى شوم

څوک راياد شو بيا په زړه

زه يې نه غواړم چې واورم

بيا د چا د خولې ترخه

که زه سل ځلې وايم ښه دى

خو ډېر بد شي هغه ښه

دا مستي ده که سرور دى

چې مې زړه پرې ګرم سور دي

دا دنيا ده که تقدير دى

چې په برخه مو تنور دى

بېلولى يي راته ګران شي

زړه کې غم، خوښي او نور دى

څه عجيبه فلسفه شوه

دا جوړښت د چا په لاس و

په يوه کورکې دننه

غم ،خوښي ،چغې ،واوسواس و

که له خټې انسان جوړ شو

نو دا روح خو يې له پاس و