توپير ( فهيم)

 

ته د سپين مسجد امام يې

زه مې سپين زړه کې امام يم

راشه دا يې کړو معلومه

چې ته خام او که زه خام يم

ته ممبر او ممبر ستا دى

زه د سرو شونډو او جام يم

ته الله وايې په زوره زوره

زه يې په زړه په خوله ارام يم

 

 

دلته هم عبادت کېږي

هلته هم عبادت کېږي

هلته ډېر عبادت وشي

دلته کم عبادت کېږي

خو شته داسې چا ته پته

چې کوم سم عبادت کېږي

 

پاک کتاب هلته ټوټو کې

دلته پروت د زړه پر پاڼو

ته يې انسان په کاڼو ولې

زه شېطان ولم په کاڼو

او ته ښکلي څنګه لمانځې

زه يې نازوم د ګل پر پاڼو

نو...

 

اى د سپين مسجد امامه

ته دې هم زړه کې امام شه

داسې نه چې ممبر پرېږده

لږ د سرو شونډو اوجام شه

الله هو الله هو وايه

خو په زړه په خوله ارام شه