ماشومان ولې له مرګ سره مينه ښيۍ!؟ (فهيم)
2008-05-02 12:47:31
دهرې ټولنې کوچنيان دخپلې ټولنې د کلتور اوثقافت څخه اخستنه کوي،نه يوازې کوچنيان بلکې لويان هم .
ماشومان د خپل ژوندانه په لومړنيو پړاونووکې يواځې دخپلې کورنۍ دعادتونو تقليدکوي، خودوخت په تېرېدو يې دتقليدساحه پراخېږي اودخپل چاپېريال څخه هم اخيستنې کوي ، په دغو اخيستنوکې دبېلابېلو عادتونو راټولونه شامله ده که څه هم ښه وي او يا بد.
مونږ دلته يوازې دمرګ پروړاندې دماشومانو پرغبرګون غږېږو خو پوښتنه داراپيداکېږي چې ايا دماشومانو غبرګون دمرګ پروړاندې ددوئ طبيعي ځانګړنه ده او که تقليدي ؟ ايا رښتيا هم ماشومان د مرګ سره مينه ښئي او ولې !؟
دنقلي احکامو پربنسټ (هرژوندى دمرګ داوبو څکوونکى دى ) . مرګ دهر ژوندي هغه ښکاره دښمن دى چې پروړاندې يې دمبارزې هيڅ توان نلري ، په داسې حال کې چې هرسالم انسان دخپلو هغه ستونزو په اړه چې ترې خبر ولري دلمنځه وړلو په لپاره يې هلې ځلې کوي .
له دې سره، سره مرګ هغه ستونزه ده چې ټول شعورلرونکي يې له راتلو خبروي خودمخنيوي لپاره يې هيڅ هم نه شي کولى ، حتاد نن اوسباورځې ساينس هم د مرګ څخه څوک نه شي ژغورلى او نه به يي وشي ژغورلى.
دلته دماشومانو خبره ده اوبياد مرګ په وړاندې دهغوئ دغبرګون .
له هغو مسايلو چې ماشومان دهغې له امله دمرګ سره مينه ښئي ځينې يې دادي :
١: زيارتونوته له ځانونو سره دماشومانو وړل .
٢: دماشومانو په مخ کې دمړوشويوکسانو په اړه خبرې کول ، اوداسې نور ....
لومړى : زيارتونو ته دتګ پرمهال له ځانونوسره دماشومانو وړل ددې لامل کېږي چې هغوئ ددغه ځاى له کړنو څخه متاثره شي ، کله چې ماشومان دزيارت پرسر د ډېرو خلکو ګڼه ګوڼه ګوري ګومان کوي :دغه مړ کس دټولو دخوښې انسان دى ، خلک ورسره ځکه مينه لري چې دى مړشوى دي.
همداراز دخلکو لخوا په زيارتونودګلونو شيندل ، دزيارت دمالګې څټل يادنوروعنعاتو په لمانځلو سره دغه مړ کس ماشومانو ته له غوړه انسانانو څخه ښکاري اوهمدا علت دى چې زيارت ته راغلى ماشوم له دې وروسته مرګ ته متوجه کېږي ، په اړه يې فکر کوي اوورسره يې مينه پيداکېږي .
دويم : کله چې يوه کورنۍ يا خلک دمړو شووکسانو په اړه د ماشومانو په شتون کې داسې څه وايي لکه : پلانى دى خداى وبخښي په خوب کې مې وليد ،سپين اس ورسره و اوراته ويل يې .... ياهم پلانى مى په خوب کې وليدو ،ښکى تاج يې پر سر وو او په يوه ښايسته ځاى کې ناست و ، دا او دې ته په ورته نورو خبرو سره ماشومان داسې فکر کوي چې په مرګ سره انسان ډېر اوچت مقام ته رسي ،
په دغه ډول سوچونو دماشومانو ذهن داسې پرېکړه کوي چې مرګ ترژوند بهتره دى او دا پريکړه ددې لامل کيږي چې له مرګ سره يي مينه پيدا شي .