علم څه شى دى ؟

  دعلم مانا نن ورځ په بېلابېلو ژبو کې په دوو بېلابېلو ماناو سره استعمالېږي :

١ :- د علم لومړۍ او اصلي مانا:   پوهه دناپوهۍ پر وړاندې.

دلته نو ټولو پوهو ته پرته دهغې له څانګو او ښاخونو څخه علم  وايې  او عالم هغه څوک دى چې ناپوه نه دى .

د علم په دې مانا سره اخلاق ، رياضيات ، فقه ، ګرامر، مذهب ، ټولنپوهنه او نجوم پېژندنه ټول علم ګڼل کېږي او هر هغه څوک چې په يوه يا څو ددغو څانګو څخه وپېژني او يا هم په کې معلومات لاس ته راوړي عالم يې پېژندلى شو .

الله (ج) په دې خاطر عالم دى چې د هېڅ يوه شي په وړاندې ناپوه نه دى او دهغه (ج) لپاره هېڅ يوه مسله ګونګه نه ده .

قرانکريم منځپانګه په دې مانا سره علم دى چې د پوهاوۍ ټولګه ده او هر هغه کس چې پرې وپوهېدو عالم القران ( د قران عالم) دى .

ټول فقها عالمان دي او همدارنګه هغه څوک چې د څښتن تعالى د صفاتو او کړنو په اړه معلومات ولري .

معلومه شوه چې د علم په دې مانا کې پوه د ناپوهۍ پر وړاندې ځاى نيسي چې د (Knowledge) د انګليسې ژبې او ( Co naissance) دد فرانسوي ژبې کليمې د علم دهمدې مانا معادلې دي .

٢:- د علم دويمه مانا: په دې ډول کې علم يواځې پر هغو پوهو دلالت کوي چې مستقيمه حسي تجروبه په کې وي.

د علم په دې مانا کې پوه د ناپوهۍ پر وړاندې ځاى نه نيسي بلکې دلته د هغو پوهو پر وړاندې رامنځ ته کېږي چې ازماېښت ته په کې اړتيا نه ليدل کېږي.

د علم په دې مانا کې اخلاق ( د ښو اوبدو پېژندنه) متافزيک ( د مطلقې هستۍ د عوارضو او احکامو پېژندنه ) عرفان ( شخصي او دروني تجروبې) منطق (دفکري لارښوونې وساېل ) ، فقه ، بلاغت او... واړه علم نه ګڼل کېږي چې د(Science) کليمه  په انګليسي او فرانسوي ژبوکې د علم د همدې دويمې مانا معادل دى.

ښکاري چې د علم دغه مانا د علم د لومړۍ مانا يوه څانګه ده يا په بل عبارت په تجروبه ولاړ علم د هغو پوهوڅخه يوه ده چې بشر په واګو کې راتلاى شي .

د علم د دويمې مانا پرمختګ د رنسانس له دورې وروسته رامنځ ته کېږي په داسې حال کې چې د علم لومړۍ مانا ( پوه د ناپوهۍ پر وړاندې) د انسان له پېداېښت سره يو ځاى رامنځ ته شوې ده .