لنډه کیسه // نه هېرېدونکې شېبې //
2010-08-02 02:54:15
دمينې داظهارلومړۍ شېبې دهرمين په زړه دکاڼي دکرښې په څېرپاتې وي اوددغه سپېڅلوشېبوخماراوسرورکله هم په اسانۍ دچاله ذهنه نه وځي ماچې کلاستا په وړاندې دلومړي ځل لپاره دمينې داظهارجرئت وکړنوهغه شېيبه زه په دغه نړۍ کې نه وم داسې راته ښکارېده لکه په هواچې روان وم اوقدمونه مې په ځمکه نه نښلي داهغه شېبې دي چې دډېروزړوروانسانانوزړونه پې بې واکه درزېږي
د کاروان صیب غزل
2010-08-02 02:50:52
ښار دهوښيارانو دی اوزه دغره سړی يمه //// تورې زولنې راپسې ګرځي ليونی يمه
د پیرمحمد کاروان یو ښکلی غزل
2010-08-02 02:49:15
شاعران يو په نغمو يادوو خدای ///// ښکلي ګورو ، په لېمو يادوو خدای
د رحمت شاه سایل غزل
2010-08-02 02:47:42
لوګې لوګې دې کړمه اور دې نـــــه کړم ///// سوړ اسويلې دې کړمه شور دې نه کړم
(( دژوندکيسه )) مخکتنه وشوه /// محب الله الله يار
2010-06-11 03:19:44
د ځوان شاعر ليکوال او ژورنالېست فريدون خوځون دلومړي اثر(( د ژوند کيسه )) مخکتنه وشوه. دغه مخکتنه د ننګرهار ادبي بهير ( ناب ) اونيزو ناستو فرهنګپالو ځوانانو لخوا دجلال اباد ښاروالۍ په تالار کې جوړه شوې وه.
د غزني په كلا كې د روښاني غورځنګ د ستر سالار .... // ژباړن: څېړنوال نورالله ولسپال
2010-06-11 03:08:07
د غزني په كلا كې د روښاني غورځنګ د ستر سالار جلال الدين په شهادت رسيدل او د هغه د هډوكو راوړل
لوستلی يې شئ
2010-06-11 03:04:29
انسان ځينې انسانان د كوزې په شان دي، كله چې خالي وي قل قل يې خېژي.
چينه مجله // غوصه، زيانونه، پايلې او درملنه يې /// ژباړن: باركوال مياخېل – كوټه
2010-06-11 03:01:28
ډېر ژر په غوصه كې راتلل يوه داسې زيانمنه ناروغي ده، چي په هغه كې انسان پر خپل نفس ګرفت نه شي تر لاسه كولاى، بلكې زيات وخت د غوسې په حال كې لـه خپلې ژبې يا خپل لاس څخه چاته زيان ورسوي، بيا د غوسې تر سړېدو وروسته هغه لـه پښېمانۍ او شرمندګۍ سره مخامخېږي
لنډه کيسه /// د ګلونو سازش /// ليكوال:سعادت حسن منټو // ژبــاړن: سائرځلاند
2010-06-11 02:59:32
په چمن کې چې څه ګلونه وو، ټول باغيان شو، د ګلاب په سينه کې د بغاوت اور ؤ د ګلاب رګ رګ د دې سوې جذبې په اور کې ورېتيده . يوه ورځ هغه خپل د ازغو نه ډک وجود پورته کړو او بغير د څه غور او فكر نه يې خپلو ملګرو ته داسې وويل، هيڅوک دا حق نه لري، چې زموږ له وينې او خولې د خپل ځان د عيش و نوش لپاره کار واخلې زموږ د ژوند سپرلې بايد زموږ وې موږ نور په دې کې د چا دخل او ګډون نه شو زغملې
لنډه كيسه /// وروستى انسان /// ليكوال: انتظار حسين /// ژباړن: طايرځلاند
2010-06-11 02:58:03
الياس په دې کلى کې وروستى انسان و، هغه له ځان سره دا ژمنه کړې وه، چې د خالق له لوري د انسان په جامه کې پيداشوى يم او د انسان په جامه کې به مرم او د دې لپاره الياس خپله پوره پوره هڅه تر وروستۍ سلګۍ پورې کړې وه
د کره کتنې تعريف او ادبي کره کتنه /// ژباړن شکران خالد
2010-06-11 02:54:50
کره کتنه په لغت کې د دينار او درهمو بېلولو او د ښه شيانو په ګوته کولو ته وايي. د ادب په اصطلاح کې د ښو او بدو خبرو تشخيص کولو او د ښه او بد اثر په ګوته کولو ته وايي. د ادبي کره کتنې اهميت او ګټه:
باد د جنت له لوري راغى /// ليکواله: ريحانه رحمان//// ژباړن: سردارولي څرک
2010-06-11 02:53:18
دا زما د ترور زى د ژوند کيسه ده، د هغه نوم افسر و، ډېر نېک او عابد سړى و، هر څوک يې په ليدو خوښېدل، خداى ده ته نه يوازې ښکلې څېره بلکې ښکلې اخلاق او خوږه ژبه هم ورکړې وه. د ده څلور ورونه او پينځه خويندې وې، ټولو ودونه کړي و او خپل خپل کورونه يې لرل، افسر په دې ټولو کې مېلمه پال انسان و.
د نړيوالو اړيکو مخينه او پېژندنه /// ژباړن: يحى يعقوبي
2010-06-11 02:51:28
ننۍ نړيواله ټولنه د تېرو پېړيو د نړيوالو ټولنو زېږنده ده،چې يوه پر بلې پسې رامنځ ته شوي تر دې، چې نننۍ بڼه يي نيولې. په پخوانيو نړيوالو ټولنو کې هم ملتونو يو له بله سره اړيکې لرلې، خو د دغو اړيکو څرنگوالی او څومره والی د نن ورځې په پرتله ډېر ساده او محدود وو.
ناول // زما خېبرى واده /// ليکواله: موراگ موراى عبدالله /// ژباړن: عبدالهادي حيران
2010-06-11 02:46:31
لومړنى څپرکى د غرني سردار ځوي د يو پښتون قبايلي سردار ځوي سره د يوې سکاټلنډۍ انجلۍ د واده په زړه پورې او ريښتونې کيسه
افغانستان او د قره قل پوستکي /// نيويارك ټايمز //// ژباړونكي: ظاهر اضطرابي او قيوم بابک
2010-06-11 02:43:46
په داسې حال کې، چې قره قل د افغانستان يو له مهمو سوداګريزو توکيو څخه شمېرل کېږي، خو يو شمېر دغه ګټه نامشروع او ناروا بولي. نوی زېږېدلی وری کله، چې وغواړي په لړزېدلو پښو ودرېږي او په لاره تلل زده کړي، خو بېواکه شي او بېرته په ځمکه راپرېوځي.